مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-15   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د کرکټ ملي لوبډله ارجنټاين ته روانه شوه

جاوېد هميم کاکړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ا جنټاين کې د ٢٠١١ زېږديز کال د نړيوال جام د  غوراوي د درېيم  پړاو  په سياليو کې ګډون کوي . 
ټاکل وې ده، چې د کرکټ ملي لوبډله نن ( د مرغومي په ٢٥مه) مازيګر مهال له کابل څخه د ارجنټاين  په لوري  وخوځېږي . 

د افغانستان د کرکټ د بورډ رييس الله داد نوري نن سهار په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ارجنټاين د د ېيم پړاو دسياليو لپاره ملي لوبډلې ښې تيارۍ نيولې دي . 

نوموړي زياته کړه چې د کرکټ ملي لوبـډلې  دپاکستان په لاهور ښار کې د کرکټ د اسيايي او بين المللي شورا په مرسته ١٥ ورځې تمرينونه ترسره کړل . 

د هغه په وينا، ملي لوبـډلې چې روزونکى يې کبير خان هم ورسره وو د لاهور ښار له بېلا بېلو لوبډلو سره دوستانه سيالۍ هم کړې دي . 

نوري وويل چې د ارجنټاين د سياليو لپاره دوى ١٤ لوبغاړي غوره کړي، چې د لوبغاړيو ت څنګ روزونکى کبيرخان، منيجر او يو تن ډاکټر او دى پخپله (نوري) دسفر د مشر په توګه ارجنټاين ته ځي. 

د ملي لوبډلې منېجر محمد طيب اخوندزاده وويل چې د ارجنټاين په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي او جزاير کيمان برخه لري . 

د هغه په وينا، ټاکل شوې ده چې دافغانستان ملي لوبډله د رسمي سياليو له پيلېدو مخکې په ارجنټاين  کې يو شمېر دوستانه لوبې او نور تمرينونه هم وکړي . 


ده وويل چې د ارجنټاين سيالۍ د سلواغې په پنځمه ( د جنورۍ ٢٤مه) پيل او افغانستان خپله لومړۍ سيالي په همدې ورځ له يوګنډا سره کوي . 

د ملي لوبډلې روزونکي کبيرخان وويل چې که څه هم د درېيم پړاو دسياليو نورې لوبـډلې دافغانستان په پرتله زيات لوبېدلي او تجربه هم  لري، خو هيله يې څرګنده کړه چې ملي لوب ډله ددغو سياليو پاى لوبې ته لاره پيداکړي.


هغه زياته کړه : (( افغان لوبغاړي ددې وړتيا لري ، چې سيالې وبډلې ماتې کړي . ))

د ملي لوبډلې کپتان (مشر) نوروز منګل هم پخپلو لوبغاړيو ډاډمن دى او زياته يې کړه چې دوى په لاهور کې ښه روزل شوي دي . 

د نوموړي په وينا، ټولو لوبغاړيو د حج پر مهال زياتې دعاګانې ګړې او ه هېواد والو يې هم وغوښتل چې د ملي لوبـډلې د بريا لپاره دعا وکړي . 

 ديادونې وړده ، چې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو کې اتلولي ترلاسه او درېيم پړاو ته يې لاره موندلې وه.  
که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي لومړۍ پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون وکړي او له دغو ١٢ هېوادونو څخه به څلور هېوادونه د ٢٠١١ زېږديز کال په نړيوال جام کې ګډون کوي . 
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery