لیکوال : اریک مارګولیس
منبع
: ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه ۲۰۰۹/۱/۲۵
لندن ـ پر ولسمشر بارک اوباما دې آفرین وی چی د
کیوبا په ګوانتانامو کی امریکایی جېل او په بهر کی د سی آی اې د مخفیاتو شبکه ، یا « تور » زندانونه تړي ، چی دا
دواړه د امریکا پر عزت باندی یو غشی او پر نړیوال قانون باندی سخت تیری و .
د امریکا لخوا کیوبا په ۱۸۹۸ کی د
هسپانیې ـ امریکې په جګړه کی ونیول سوه . تر هغه وروسته واشنګټن هلته یو امریکایی تبعه د ولسمشر په توګه نصب کړ
چی هغه هم واشنګټن ته په ګوانتانامو کی د یوې دایمی اډې حقوق عطأ کړل . تر هغه یوه پیړۍ وروسته امریکا دا
ده کټ مټ یارانه معامله په افغانستان کی هم حاصله کړه .
اوس د اوباما لپاره دا بهترین فرصت دی چی په
ګوانتانامو کی د امریکا پوځی اډه هم وتړي او هغه بیرته کیوبا ته ورکړی . ګوانتانامو یو جمهوریت غوښتونکی سپین
پوځی فیل دی . کیوبا ته به د هغه ورسپارنه د هاوانا او واشتګټن د ویلي سوو اړیکو لپاره یوه ښه پیلامه وی .
د اوباما لخوا به د « تروریزم » او « د تروریزم پر ضد د جګړې » د پروپاګنډیزه اصطلاحاتو پای ته رسول هغه څه
وی چی په هغه سره به دﺉ امریکا بیرته خپلو سالمو حواسو ته ستنه کړی .
د برتانیې ځوان خارجه وزیر ډیویډ م
یلی بینډ د هغه هېواد تر ټولو زړه ته تېرو او ذهینو سیاست والو څخه دی . هغه به ، که چیری د برتانیې چټک خ
ابېدونکی مالی بحران نور هم پسی وخیم سی ، ښایی د صدراعظم ګورډن براون ځای ونیسی . رښتیا ویونکي میلی بینډ د
جورج بوش د ادارې په ملامتولو سره په دې وروستیو کی پر واشنګټن ټینګار کاوه چی « د ترور پر ضد د جنګ » اصطلاح
پای ته ورسوی چی ده « غولونکې او اشتباه » وبلله .
دغه اصطلاح پر یو موټي ، ټول ټال ملی دښمن باندی دلالت کوی
چی وجود نه لری . دا کار همدا راز جګړه پال لیونیان او ډار تشویقوی او پوځ هغسی اعمالو ته چی د لویدیځ سره
ستونزی ولری ، راکاږی او هغه « باید په دې توګه خپله لاره ماته نه کړی . »
د بوش اداره د احمقانو څخه ډکه
یوه کښتۍ وه چی مرموزو فاشیسټانو او مذهبی افراطیانو چلوله . هغه پرته د پروپاګنډې څخه په نور ټولو ساحو کی
ناکامه سوه .
مننه خو باید د سپینی ماڼۍ تر تسلط لاندی هغو رسنیو او خپرونو څخه وسی چی خبرونه یې د جوزف ګیبلر
غوندی په پروپاګنډ او ډېر استادانه ډول سره وړاندی کول ، او خلک یې د نړیوالو چارو څخه بیده ساتل او د سپینی م
اڼۍ د درواغو فابریکې هم په داسی یو حالت کی د « تروریزم » بېره تولید او بازار ته وړاندی کړه تر څو رایی یې ګټلی
او په بهر کی یې استعماری لاس اچونی حق په جانب ثابتی کړي وای .
د بوش ځینی تکړه پلویان لکه د جمهوریت
غوښتونکي ګوند پخواني ستراتیژی جوړونکي کیوین فلیپس چی هم څرګنده کړې ، هماغه د هېواد په منځني لویدیځ او جنوب
کی « امنیتی بنسټګر » وو . هغوی دا وهم او خوف اچاوه چی اسامه بن لادن او د هغه بګړۍ وال خبیثان به پوکاتیلو ،
یووا ، تلپیو او نورو ته راسی او د دوی پر کوچنیو وارثینو به حمله وکړی .
نامعقوله کاروَنه ـ
د «
تروریزم پر ضد د جنګ » اعلان چی د منطق او ګرامر دواړو له مخی نامعقوله خبره ده ، د پنتاګون بودجه ۵۰٪ ته جګه
کړه ، د اجیرانو پوځونه یې راخوشی کړل چی لویو جمهوریت پالو پیسه ورکونکو تمویلول او د ډیک چینی صلیبی توب یې
سانه کړ تر څو د نړۍ پر تیلو یې غېږ راګرځولې وای او پر عراق او افغانستان باندی یې یرغل هم مشروع ښودلی وای .
پر هغه امریکایانو چی د بوش د درواغجنی نړیوالي شخړی مخالف وو ، د غدارانو ، پر شا کېدونکو او امریکایی ضد
کسانو ټاپې وهل کېدې .
د « تروریزم » اصطلاح نه یوازی په دې غرض طرح سوه چی د ډار او بیزارۍ پیاوړي احساسات
اوپاروی ، بلکی په دې هدف هم وو چی خپل دښمنان غیر انسانی وښیًی او هغوی د هر ډول قانونی انګیرنو څخه بی برخی
کړی ، یعنی دا چی : « تروریسټان » انسانیت نه لری ، کټ مټ لکه په شوروی اتحاد او چین کی چی « دولتی ضد عناصر » وو
. تروریسټان یوه ناروعي ده . هیڅوک هم باید د هغوی سره خبری اتری و نه کړی . آن د هغوی اولادونه هم باید تر هدف
اندی راسی .
هو ، پر ټولو هغو کسانو چی د امریکا او د هغه د ملګرو مخالف دي ، دغسی ټاپه لګول د حقیقت مطلقأ
تحریفول دي . ما تل د « تروریزم » یعنی هغه اصطلاح د کارولو څخه ډډه کړې چی د بوش د ادارې لخوا د جورج آوریل د ټو
واکی « غولونکي وینا » د تشریح تر ټولو معزز تورﺉ ګرځېدلی و .
تر ټولو غوره او مناسبه اصطلاح چی باید موږ یې
ورته استعمال کړو ، هماغه « لویدیځ ضد ډلی » یا « متشدد افراطیان » دي . هغه امریکا چی د ۱۹۴۵ د مارچ د نهمی په
په یې یو لک ( سل زره ) ملکی جاپانیان ژوندي وسوځول ، دوه ملیونه ملکی ویتنامیان یې ووژل ، او د ۵۰۰۰۰۰ څخه تر یو
ملیون پوری د عراقی ملکی انسانانو د وژنو مسؤل دی ، حق نه لری چی نور « تروریسټان » وبولی .
هغه عراقیان او
افغانان چی د امریکا او ناټو د نیونی پر خلاف دي ، باید « مقاومت » وبلل سی نه « ښورښیان » .
دا خو موږ یو چی پر
هغوی مو حملې وکړې او حکومتونه مو یې ور نسکوره کړل . نو که داسی وی د فرانسې مقاومت هم باید « ښورښیان » وبلل سی .
د رسنیو او خپرونو د ځینو نورو تبلیغاتی اصطلاحاتو څخه هم باید ځانونه وژغورو لکه : « هېواد جوړوَنه » ،
« آزاده نړۍ » ، « جانبی زیانونه » ، « د ترور ضد عملیات » ، « اضافی یا زیاتی ګروېږني » ، او « د دیموکراسۍ صاد
ول » .
هیله من یم چی اوباما به د میلی بینډ ښه مشوره مراعات کړی او د بوش ـ چینی آرویل والو درواغو ته
به خاتمه ورکړی . امریکایان د خپلو بهرنیو جګړو په هکله رښتیا ته اړ دي . هغوی باید په دې وپوهول سی چی القاعده
صرف د یو څو افراطیانو ډله وه ، او د سپټمبر یوولسمه هم صرفأ یو ځلی منځته راغلې پېښه ده او بس .
او باالاخره
، هغه جرمونه لکه ګوانتانامو ، کړاو ، تښتوَني ( د تسلیموَلو په غرض ) ، او کوچنیو هېوادو ته په نس کی لغتی و
کول د لویدیځ لپاره نور ډېر دښمنان هم تولیدوی او دا هغه آرمان دی چی اسامه بن لادن یې خوب وینی .
پای