لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن و
ځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱
« ګلاسنوست » ځکه برتانیه په څپو کی اخیستې چی د دې مأموریت د هدف په هکله
پوښتنی راپیدا سوي دي
لندن ـ د برتانیې د امنیت وزیر لارډ ویسټ په خپل دې اعلان سره چی وایی په عراق او
افغانستان کی د ده د هېواد پوځی ننوتنی د برتانیې او امریکې پر ضد نړیواله بنسټ پالنه راپارولې ، یوه پټاکه ده
چی وچاودله . ویسټ د پخواني صدراعظم ټونی بلیر دا ادعا چی په اصطلاح د « ترور پر ضد جګړه » د اسلامی افراط پا
نی د ډېرښت سره هیڅ تړاو نه لری ، « احمقانه » وبلله . دا اعلان د برتانیې د خارجه وزیر ډیویډ میلی بینډ تر هغی
څرګندونی ډېر ژر وروسته وسو چی د « ترور پر ضد د جنګ » اصطلاح یې غولونکې او ورانونکې وبلله . ښایی په فوق العاده
اقدام سره د ټونی بلیر د کابینې لخوا پر عراق د حملې فیصله هم ډېر ژر عوامو ته رسوا کړه سی او په دې ډول د لوړو
برتانوی مامورینو پر ضد جدی جنایی تورونه ـ حتی جنګی جنایتونه ـ اقامه سی .
دلته لندن د « ګلاسنوست »
څپو اخیستی دی خو هلته بیا په واشنګټن کی هرڅه بیرته تکرارېدونکي دي . ولسمشر بارک اوباما لوړه کړې چی په
افغانستان کی د امریکایی پوځیانو او الوتکو په دوه چنده کولو سره امریکا دغه اته کلن جنګ ته نور هم پسی ور
ننباسی چی پخواني ولسمشر بوش راپیل کړی دی . د اوباما دغه بدمرغه ګام اخیستنه د ده سیاسی بې تجربه ګي ښیًی . په
واشنګټن کی د حکومت بدلون او د کرغېړن بوش رخصتېدلو واشنګټن ته دا په زړه پوری موقع مساعده کړه چی په افغان
جګړه کی یوه وقفه راوړی او پر خپلو تګلارو له سره غور وکړی . دې کار دغه مطلوب چانس هم برابر کړ چی طالبانو او د
هغوی زیاتېدونکو ملاتړو ته د خبرو اترو وړاندیز سوی وای . لازمه خو دا ده چی افغانی جګړه د یو داسی سیاسی حل
په واسطه ختم سی چی د طالبانو تر مشرۍ لاندی هغه ملت پال اتحاد هم پکښی شامل وی چی د افغانستان د څه باندی
نیمایی وګړو استاځیتوب کوی .دغه سولېدونکې شخړه ، لکه د ناټو عمومی منشی چی یې هم منی ، هیڅ کوم پوځی حل نه لری
.
د غالبوزو چرګینیً ـ
دغی نوي ادارې د دیپلوماسۍ پر ځای ، برعکس خپل سر دې ته کلک نیولی چی ځان نور هم د
افغانی غالبوزو چرګیني ته ور دننه کړی . افغانستان ته به د ۲۰۰۰۰ ـ ۳۰۰۰۰ نورو امریکایی پوځیانو ورلېږل صرف د
اور غورځونکي غره له پاسه چی هماغه پاکستان دی ، د هغوی د درولو مانا ورکړی او بس . د افغانستان دغه جنګ په بې
حمۍ سره پاکستان ته ور څڅېدونکی دی ، د هغه ولس د ناټویی ځواکونو پر ضد راپاروی ، او لکه لارډ ویسټ چی په حقه س
ه وایی نوي جهادی قوتونه پسی تولیدوی .
نو ولی اوباما او د هغه سلاکاران د هغه جنګ د پراخولو ارتکاب
کوی چی په هغه کی امریکا کومی حیاتی ګټی هم نه لری ؟ تېل یقینأ یو دلیل دی . د هغو پاپ لاینونو متوقعه خط ا
سیر چی د مرکزی آسیا تېل او ګاز به د عربی سمندرګي سواحلو ته وړی ، باالکل د طالبانو د پښتني سیمی څخه تیریږی .
خو یو بل ډېر مهم دلیل هم سته . ناټو یعنی د امریکا په وسلو پییلیً اتحاد ـ چی کاناډا هم پکښی شامله ده ـ
افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو سره مینه نه لری . دغه جنګ د امریکې تر مشرۍ لاندی ځواکونو لپاره ځکه اوس خراب سوی
چی خوږمن اکمالاتی کاروانونه یې د طالبانو تر زیاتېدونکو حملو لاندی راغلي دي .
دلته په اروپا کی د اکث
یت وګړو عامه ذهنیت ځکه د افغانستان د جنګ مخالف دی چی هغه د تېلو په خاطر یو استعماری ناولیً اقدام بولی . ښایی
امریکا په افغانستان کی هم د ویتنام غوندی ځان د لویی ماتی څخه وژغوری ، خو د ناټو اتحاد به ځانونه بچ نه کړای
سی . د سړې جګړې پای او د شوروی اتحاد سقوط هغه څه دي چی د ناټو د بقأ علت یې نور نو پای ته ورساوه چی پر لویدیځی
اروپا باندی د شوروی یرغل په وړاندی د مقاومت لپاره ایجاد سوی و .
د ناټو هدف ـ
ناټو د امریکا د تکړه
ترین ستراتیژی جوړونکي ، زبګنیو برژنسکی له قوله پر اروپا باندی د امریکا د تسلط « پَل ایښودونکې ډبره » ده .
جاپان بیا په آسیا کی د امریکې لپاره کټ مټ رول لوبوی . شوروی اتحاد هم پر ختیځی اروپا باندی د خپل تسلط لپاره
د وارسا د مړه سوي تړون څخه عینأ کار اخیست .
امریکا ناټو په دې دلیل هم استعمالوی چی د هغسی یوې
ښتیانۍ ، او سیالي اروپا د منځته راتګ مخنیوی وکړی چی درلوونکې د خپلو متحدو وسلوالو ځواکونو وی .
په
افغانستان کی به د ناټو ماتې نور نو د دې اتحاد د پایښت د هدف او هم د امریکا د ستراتیژیکو غوښتنو د اطاعت
پوښتنی را پورته کړی ، چی افغانستان به یې یو بهترین مثال وی . په دې توګه به مجبورأ د « اروپایی دفاعی اتحادیی »
یعنی د یو خپلواک اروپایی وسلوال ځواک د واکمنولو غوښتنی راپورته سی داسی چی هغه به واشنګټن ته نه بلکی د ا
وپایی اتحادیی بروکسل ته به ځواب ویونکی وی .
زما په عقیده دا یو له هغو اصلی دلایلو څخه دی چی د
واشنګټن ټاکلي ګټي پر ځوان ، بی تجربه ولسمشر باندی راسربېره سوي تر څو دﺉ په افغانستان کی جنګ نور هم پسی
خپور کړی . هو ، پر اروپا باندی د امریکا اغېزه په افغانستان کی په بریالیتوب پوری تړلې ده .
په سپکو وسلو د
یوې وسلوالي افغانی قبایلی ډلی پواسطه د امریکا او د هغه د لویدیځو مرستندویانو ماتې نه سی تحمل کېدای . وروستۍ
هغه امپراتوري چی د دوی سره مخامخ سوې وه ، هماغه پیاوړی شوروی اتحاد و چی سر یی بایلود ، او ډېر ژر پسی
ټوټه ټوټه سو . هو ، د هغه رقیب یعنی امریکا خو همدا شوم سبق په زړه اخیستی هم دی . پای