لیکوال : فلیپ جرالډی
منبع : کمپېن فار لیب
ټی ویب پاڼه
د ژباړن یادوَنه : دکتور فلیپ جرالډی په سی آی اې کی د تروریزم سره د مبارزې ماهر او د پوځی
استخباراتو افسر و . جرالډی تکړه لیکوال او مؤلف دی او دا لیکنه یی په نوموړي سایټ کی د جنورۍ پر ۲۹ لیکلې ده .
اوس د سی آی اې پخواني افسران هم تدریجأ پر خپلو ناوړه کړنو اعترافونه کوی او خپل اجرأت ظالمانه بولی . د ده
د انتقادی لیکنی ژباړه دا ده وړاندی کیږی ( ن . صمد )
نور نو دا وخت رارسېدلی چی د ترور پر ضد جګړه پای ته
ورسیږی . حکومتونه له مخکی څخه لا په دې پوهېدلي چی د یو مشکل د تعریف لپاره د لغاتو او عباراتو ماهرانه استعم
ال د تګلاری د مباحثو څرګندول محدودوی . د کانګریس لخوا چی په بهرنیو هېوادو کی د رژیمونو د بدلون کوم پریکړه
لیکونه کیږی ، هغه په غولونکې توګه د « حساب کتاب کولو » ، د بشری حقوقو د ښه لوړولو ، یا د دیموکراسۍ د رواجولو
د استقرار په نوم توضیح کیږی . د دې مفهوم له مخی د امریکا په سیاسی قاموس کی داسی کلمه نسته چی د « جنګ » تر کلمې
دې خرابه او ناولې وی . امریکا په مجازی او اصلی دواړو ډولونو سره مسلسل په جنګ کی ده . په طعنه او پیغور سره
باید وویل سی چی په عراق او افغانستان کی چی اصلی جنګ روان دی ، نو هغه ته پرله پسې بل نوم ورکول کیږی ، یعنی په
لومړني کی د ناټو د ټینګښت عملیات او په دوهمي کی هم د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو جبری تطبیقول راته وایی .
دا چی جنګ باید همیشه د کانګریس لخوا اعلان سی ، چی دا کار د ۱۹۴۱ راهیسی نه دی سوی ، نو هر څوک باید دا په
فکر کی ولری چی ټوله هغه جنګونه چی بیلابیلو ولسمشرانو مخته بیولي ، لږ تر لږه د اساسی قانون له مخی اساسأ جع
ی او ساختګی دي .
د اساسی قانون څخه پرته هم چی هرکله واشنګټن کوم نوي جنګ ته لاس اچولی ، نو غوښتي یې
دي چی خپل مطلب ډېر جدی وښیًی . یو د مخدره موادو پر ضد جنګ و ، بل د فقر پر ضد جنګ و ، او بیخی وروستی یې هم د ترور
پر ضد جنګ و چی کله نا کله به یې هغه نور هم پسی غټ کړ او د ترور پر ضد نړیوال جنګ به یی وباله . البته د ترور پر
ضد نړیوال جنګ ، لکه جان ایډوارډز چی هم څېړلی ، صرف او صرف یو تش په نوم خوږ شعار دی او بس . په دې سره داسی فهمول
کیږی چی ګویا حکومت د خبیثانو د ریښو کښلو او د هغوی د بېله قید او شرطه تسلیمېدو لپاره خپل ټول منابع په کار
اچوی . لدې طریقه یې دا هم غوښتنه وی چی اتباع دې یوه پَټه راکښته سی ، او د دې شریفانه هڅی لپاره دې د خپلو او
ادونو ، خزانې ، حتی قانونی حقوقو قربانۍ هم ورکړی . که جنګ روان وی نو د هغه د علتونو او نتایجو په باره کی بحث
هم باید و نه سی . لنډه دا چی دا کار د حکومت لپاره یو سپین او خالی چیک وی تر څو لدې لاری هر ډول قانونی او ح
قوقی اصول تر پښو لاندی کړی او د بریالي کېدو په غرض هر څه چی لازم بولی ، ویې کړی .
د ترور پر ضد د جنګ
دغه عبارت چی لومړی ځل د ولسمشر بوش لخوا د سپټمبر د یوولسمی تر حملې فقط نهه ورځی وروسته په فصیحه لهجه سره څ
ګند سو ، د تخیل او افسانې څخه پرته بل څه نه دی . دې کار بس له هماغه را وروسته چارواکو ته دا صلاحیت ورکړی چی د
« هېواد پالنی او پوځی کمیسیون د مقرراتو» د بیلابیلو تعبیرونو له لاری د اساسی قانون د لاس او پښو ماتول حق
په جانب وښیًی . د « امریکا ساتنه » یو داسی ثابت شیً وګڼل سو چی د هغه له مخی صرفأ یو نمانځونکیً او غیر مسؤل
اجرایًیوی قدرت رامنځته کړای سو . له هماغه پیله انتقادیانو څرګنده کړې چی ترور کوم جغرافیوی موقعیت نه لری ،
هغه یو تاکتیک دی چی د هغسی جنګیالیو لخوا استعمالیږی چی هغوی پخپله بېلابېل سوابق لری ، بېلابېل هدفونه ل
ی ، او د امریکا د تهدیدولو لپاره لږ یا ډېر توان لری . تروریزم کوم داسی متحدالشکله غورځنګ نه دی چی د نازیزم
یا کمونیزم غوندی یو پیاوړی اقتصاد دې مرسته ورکړی ، او که حتی دغه ډلی چی ترور مخته بیایی یو څه سره متحد هم
سی ، بیا هم نسی کولای چی په نړۍ کی هیڅ کوم مشروع حکومت چپه کړی . د فلپین تروریسټان د عراقی سارو سره د خپلی م
بهمی فلسفي خپلوۍ نه پرته یا خو هیڅ او یا هم خورا لږ اشتراک لری او کېدای سی دواړه د خپلو خپلو خلکو لخوا هله م
ات سی چی پرې راپورته سی او ورته ووایی چی بس ، نور بس ده ، نه دا چی دغه کار دې د استعمارګر واشنګټن لخوا وسی .
واشنګټن اصلأ په وار مخکی له واره جنګ کی ډېره منفی اغیزه ښندلې ده ، د هغه پټو جېلونو او کړولو تروریسټی
ډلي نوری هم زړه وري کړي او لیکی یې نوری هم له خلکو ډکی سوي دي .
او باالاخره د ترور پر ضد جنګ چی وا
نګټن او متمدنو امریکایی خپرونو په دې نوم بللیً ، د پیسو او طاقت وروستی ماشین او هغسی ستر پوځی او استخبا
اتی تعهد دی چی نه ختمېدونکی دی او نه هم د نړۍ په هیڅ کومی برخی پوری محدود دی . څنګه چی ترور نه کوم پایتخت او
نه هم ملی هویت لری ، نو د هغه پر ضد جنګ هم د نیولو یا تسلیمولو پواسطه پای ته نه رسیږی . څنګه چی دا یو پټ جنګ
دی ، نو د هغه پر ضد به همداسی غیر ثابتی او نامنظمی طریقې استعمالیږی ، خیر دی چی هغه ملکی انسانان پکښی ووژل
سی چی تروریسټانو ته یې ګواګی پناه ورکړې ده ، بس د بیګناه انسانانو د وینو بهول به د امریکا پر ضد د کرکی یو
نوی نسل ایجاد او تولید کړی . دا وینی بهول به تر څو چی تروریسټان موجود وی ، همیشه او هره خوا ادامه لری تر څو
په دې ډول د حکومت لخوا په هېواد کی د خپلو اتباعو په ژوندانه کی د جبری مداخلې او هم په نړیواله کچه د دې جګړې د
پایښت لپاره ستره او له توانه وتلې بودجه حق په جانب وښیًی . هو ، دا په ۱۹۸۴ کی د جورج آرویل هغه توره انګېرنه
ده چی باالاخره په حقیقت بدله سوه . ظلم او ډیوالی توب به د ترور پر ضد د جنګ میراث وی .
د تیرو اتو کلونو
د خبایثو او ناولتیاوو د سمون او هم هغو تګلارو ته د شا ګرځولو په غرض چی ډیري نامطلوبه ثابتی سوي ، نور نو په
واشنګټن کی د نوی ادارې لپاره دا وخت رارسېدلی چی اعلان وکړی چی د ترور پر ضد جنګ او د یو مفهوم په توګه پخپله
جنګ نور پای ته ورسېد . افغانستان نور باید « د ترور پر ضد مرکزی جبهه » و نه بلل سی ، یعنی هغه بې مفهوم او بی م
عنا وضاحت چی د مرکزی آسیا په سیمه کی د امریکا د هر ډول جدی تګلاری د مخفف لیکنی څخه پرته بل څه نه دی . دوه کا
ه مخکی عراق همدغسی « مرکزی جبهه » بلل کېده خو هغه په ظاهره دلته را انتقال سوه ، لاکن د دې ټولو سره سره
دا څرګندوَنه د یو ږغ څخه پرته بل څه نه دی تر څو اویا زره ( ۷۰۰۰۰ ) امریکایی پوځیان په یو بل هغسی جنګ کی و
ګډ کړی چی په هیڅ کوم دودیز احساس سره تقریبأ نه سی ګټل کېدای .
د هغه تفکر بدلون به پسله څو کالو نور نو
آسانه نه وی چی د تروریزم استدراک ته لوری ورکوی او په تشریفاتی ډول جنګ بلل کیږی ، خو بیا به هم دا کار
کېدونکی وی . د برتانیې صدراعظم ګورډن براون د ۲۰۰۷ په جولای کی حکومتی وزیرانو ته هدایت وکړ چی د ترور پر ضد د
جنګ نوم نور ذکر نه کړی . د ده داخله وزیر جیکی سمیت د برتانیې دریځ خورا روښانه کړ او داسی یې وویل : « ترو
یسټان مجرمان دي چی قربانیان یې د ژوندانه د هری طبقې ، ټولنو او مذهبونو څخه ګڼل کیږی . » د برتانیې حکومت تر
دې وروسته د تروریسټانو د پیژندلو او نیولو عمل ته د جنګ هیڅ نوم نه دی ورکړی او نه یې هم په غبرګونیزه توګه ت
وریزم ته د مسلمانانو سره کوم ارتباط ورکړی دی ، او دلیل یې دا ویلیً چی د یوې ټولنی پر ضد د جنګ اعلان په م
اتبو غیر عادلانه دی او هیڅکله هم ګټور نه تمامیږی . برتانیې هیڅکله د « اسلامی فاشیسټانو» هغه له کرکی ډکه څ
ګندوَنه نه ده کارولې چی په امریکا کی د نوو محافظه کارانو تر منځ ډېره عامه ده او په لنډه توګه د بوش ادارې هم
خپله کړې وه . د برتانیې صدراعظم په زغرده څرګنده کړې چی تروریسټان هغه مجرمین دي چی په ټوله نړۍ کی هیڅ کوم ح
کومت هم د هغوی ملاتړ نه کوی او باالاخره به د نورو ټولو مجرمینو غوندی ماتیږی . هو ، امریکا ته هم لازمه ده چی
نور نو همدغسی وکړي . پای