مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښایی ورکي سوي امریکایی وسلې به طالبانو ته ځی

ژباړن : نثار احمد صمد

راپورتران : جابی وېریک ، او جیفری سم یت
منبع : واشنګټن پوسټ ورځپاڼه
نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱۲
د هغه تصفیوی حساب کتاب له مخی چی کانګریس مؤظف کړی او هغه دا اخطار ورکوی چی ښایی څه وسلې مخکی لا د طالبانو تر لاسونو رسېدلي وی ، اوس داسی ښکاری چی په افغانستان کی په لسګونو زره مشین ګنونه او نوری ناریه وسلې غلا سوي دي ، دا ځکه چی امریکایی مامورینو د هغوی څرک نه دی معلوم کړی .
د حکومت د احتسابی دفتر حساب کتاب دا څرک لګولی چی د هغه څه باندی ۲۴۲۰۰۰ میله سپکو وسلو د درېیمی برخی د موجودۍ لیستونه هیڅ کنټرول سوي نه دي چی امریکا د افغانستان ځواکونو ته وړیا ورکړي دي ، یعنی هغه وسله تونونه چی په زرګونو « اې کې ـ ۴۷ » ثقیل مشین ګنونه ، هاوانونه ، سپک مشین ګنونه ، راکټونه او د هغه توغونکي پکښی شامل دي .
راپور وایی چی په دې باره کی هم کوم اعتباری ثبت یا راجسټر نسته چی دا وښیًی چی هغه ۱۳۵۰۰۰ اضافی وسلې چی د ناټو نورو هېوادو وړیا ورکړي دي ، څه سوې . راپور زیاتوی چی ډیری هغه وسلې چی د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ ک ونو تر منځ ورسپارل سوي ، د هغه افغان اردو لخوا په ډیپو ګانو کی خوندی سوي چی د تښتېدو ، غلا او ناقصو امنیتی سیسټمونو څخه ډکه سابقه لری او دروازې یی هم د لرګو څخه جوړي سوي او قفل ور اچول کیږی .

د حکومت احتسابی دفتر دا هم معلومه کړې چی دغه بی دسپلینه کنټرول حتی پر هغو خورا حساسو تجهیزاتو باندی هم مشتمل دی لکه د شپې خوا لیدونکی عینکی چی د افغانستان په زیږو ځمکنیو عوارضو کی یی امریکایی پوځیانو ته د طالبانو پر ضد په جنګ کی یو پرېکنده برلاسی توب ور بخښلی دی . د حکومتی احتساب کتاب د څانګی دا راپور چی ښایی نن د کانګریس منصفه هیًت ته وسپارل سی ، وایی چی د حسابدارۍ اساسی طریقې لکه د پرله پسې نمبرونو ثبتول هیڅ درج سوي نه دي چی دې کار د وسلو په ملیونونو ډالره « د غلا یا ورکي د جدی خطر » سره مخامخ کړي دي . د دې راپور یوه کاپی واشنګټن پوسټ هم تر لاسه کړې ده .

د ولسی جرګې وکیلانو مخکی له دې چی دا راپور رسمأ خپور سی ، پر پنتاګون د هغه د وضاحت په خاطر فشار اچولی دی . د ماساچوسیټ دیموکرات نماینده جورج ټایرنی وویل چی دغه بی وسۍ یا ناکامۍ ښایی خبره دې حد ته ورسوی چی امریکایی پوځیان د ښورښیانو لخوا په هغو وسلو سره وژل کیږی چی د امریکایی مالیه ورکونکو په روپیو رانیول سوي دي . ټایرنی په یوه لیکل سوې وینا کی وویل چی « هو ، دا هغه خطر دی چی موږ په افغانستان کی د زرګونو تهیه کړو وسلو د نه ثبتولو له امله ورسره مخامخ یو . » د دفاع د وزارت ویندوی پر دغه پروني راپور باندی کومه عاجله تبصره نه ده کړې .

دغه ستونزی چی نن په افغانستان کی پیدا سوي ، دوه کاله مخکی په عراق کی د کټ مټ احتساب د کشفو و هنداره ده . ځکه هلته هم د ۲۰۰۷ په جولای کی د حکومت د احتسابی شعبې د څرګندوَنی له مخی د لږ تر لږه ۱۹۰۰۰۰ « اې کې ـ ۴۷ » مشین ګنونو او تفنګچو چی امریکا ور لیږلی وې ، هیڅ درک معلوم نه سو . دا رقم د ټولو هغو کوچنیو وسلو څه نا څه ۳۰ سلنه کیږی چی په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کی عراق ته د محلی ځواکونو  د استعمال لپاره ورلیږل سوي وو .
د ح کومت د احتساب دفتر وویل چی امریکا په هغه هېواد کی هم د بهتر حساب کتاب د معیارونو په استقرار او څارلو کی ناکامه سوې وه . د « ګلاک » د اتوماتیکو تفنګچو په شمول ځینی وسلې باالاخره د کردستان د کارګر ګوند ( پی کی کی ) اسونو ته ورسېدل چی زیاتره د هېواد په شمال کی ځای پر ځای دي چی ترکیې ، امریکې او اروپایی اتحادیې د تروریسټی ډ ی ټاپه هم پر وهلې ده . ترکیې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کی پنتاګون ته دا شکایت وکړ چی د عراق څخه منحرفی سوي وسلې زموږ د پولو په دننه کی د جنایتونو او وژنو لپاره استعمالیږی .

د افغانستان د راپور په ارتباط د حکومت د حساب کتاب د څانګی یو ټیم په تیر اګسټ کی دغه هېواد ته سفر وکړ او د هغو بېلا بیلو ورکو سوو وسلو د څرک معلومولو هڅی یی شروع کړې چی دغه جګړه ځپلي هېواد ته په څه باندی څلورو کالو کی ورکول سوي دي . راپور وایی چی څارونکو مامو ینو دا معلومه کړه چی د موجودی کولو څارنه په افغانستان کی نه ده تر سره سوې او یو علت یی دا دی چی هلته د لازمو پرسونلو کمیً و ، او بل دا چی د پنتاګون هیڅ راهنمایی نه وه . راپور زیاتوی چی د دې په نتیجه کی امریکایی مامو ین « ډاډه کېدای نه سی چی د افغان پوځ لپاره ورکړل سوي وسلې دې نوموړي پوځ ته رسېدلي وی . »
حکومتی احتسابی دفتر څرګنده کړه چی د امریکا هغو پوځی ټیمونو په تیر جون کی یعنی له دې نه لږ څه وروسته چی دغه څارونکي راورسېدل ، د دې ستونزو د کنټرولولو هڅی پیل کړې .

په اکتوبر کی د پنتاګون یو بېل راپور  افغانستان ته د بسپنه سوو وسلو د ډیپوګانو د زیانمنېدلو ډېر توضیحات برابر کړي وو . په هغه کی ویل سوي چی امریکا او د هغه متحدو ځواکونو په افغانستان کی خپله هغه پالنه او سرپرستی په باک نه وه راوړې چی د هغې له مخی ډاډ من سوی وای چی افغان ځواکونو ته تر ۱۱٫۷ بلیونه ډالریزه کومک لاندی  ورسپارل سوي وسلې باید « په حساب کتاب کی راوړل سوي ، کنټرول سوي او په طبیعی ډول ساتل سوي وای » او په ځاګړې توګه یی د دې وسلو د مسلسلو نمبرونو په ثبتولو کی  چی  وروسته  به یی هغه  پسی اداره کول ، غفلت کړی دی  .

د پلټونکي جنرال دا راپور چی د دفاع وزیر رابرټ ګیټس او د ټولو قواوو لوی درستیز مایکل میولن توظیف کړی و ، د امریکا پر مرکزی قوماندانۍ باندی پړه اچوی چی افغانستان  ته د لیږل سوو وسلو  د اداره کولو د بهترو معیارونو په جوړولو کی ناکامه راغلې ده .
دا راپور همدا راز د امریکې تر مشرۍ لاندی هغه واحد باندی هم انتقاد کوی چی د افغان پولیسو او اردو د روزنی متصدی دی او په دې کی پاتی راغلی چی روزونکو ټیمونو او ښوونکو ته یی بهتری لارښوونی کړی وای .
راپور  زیاتوی چی هغه سیمه ییز امریکایی دفتر چی افغانستان ته د ۴٫۷ بلیونو ډالرو بهرني پوځی خرڅلاو پروګرام څاری ، هم خورا کوچنی دی او د هغه پرسونل کافی نظم ، مهارت او تجربه نه لری تر څو دا یی کنټرول کړی وای چی اړونده وسلې خو به بلی خوا ته نه وی تللی . صرف نهو کسانو چی یو جګړن یی مشر و ، د هغه پروګرام د څارنی مسؤلیت درلود چی په ۲۰۰۷ کی یی څه باندی ۱٫۷ بلیونه ډالره خرڅ کړل په مقایسه د هغه ۷۷ کسیزه ټیم چی یو تورن جنرال یی رهبری کوی او په سعودی ع بستان کی کټ مټ پروګرام څاری چی تر دې ځای یی ۶۰ سلنه لږ پیسې خرڅی کړی دي .

په افغانستان کی د دغو نهو افس انو څخه یو یی لا هم په بهر کی د وسلو د خرڅلاو تجربه نه لری ، یعنی هغسی حالت چی دا راپور یی د افغان وسلوالو ځواکونو د بشپړ مهذب کولو په خاطر « د امریکایی پوځ هڅی ته په ستراتیژیکی اهمیت ور بخښلو کی » نیمګړی بولی .

د پنتاګون پلټونکو د ۲۰۰۷ په اکتوبر او د ۲۰۰۸ په اپریل کی هلته د خپلو کتنو پر مهال دا مشاهده کړه چی د امریکا لخوا د څارنی بشپړ نشتوالي ځکه یوه خلا یا فاصله ایجاد کړې چی افغان امنیتی ځواکونو دا ظرفیت او استعداد لا هم نه دی ښودلی چی د پوځی تجهیزاتو دا بهیر اداره کړای سی . د افغان پوځ د لوژستیک مشر هغوی ته وویل چی دﺉ حتی په دې هم نه دی خبر چی کله به اکمالات رارسېدل نو څه ډول وسلې به پکښی شاملی وې ، یا دا چی هغه به چا رالیږلې .

د دفاعی استخباراتو مرستالی او لویی امنیتی ماموری ایلن مک کارتی د پنتاګون د دې راپور په ځواب کی رسمأ وم نل چی په افغانستان کی به د وسلو او چاودېدونکو موادو « غلا ، ورانکاری ، ځانی کول ، او غلط استعمال په ټوله نړۍ کی د پرسونلو او تأسیساتو ساتنه او امنیت د ستر خطر سره مخامخ کړی . » دې دا هم ومنل چی د امریکا مرکزی قوم انداني باید دغی ستونزی ته تر هر څه لومړیتوب ورکړی . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery