۱۸ فبروری -کرسچین
ساینس مانیټور
شاوخوا دره زره امریکایي سرتیری پدې نږدې ورځو کي کابل سره خوا کي په لوګر او میدان وردګ
ولایتونو کي میشت شویدي. دغه ولایتونه د اوباما د ادارې ستراتیژۍ د ازمایلو مهم میدانونه دي چي پدې سره به
په ټول ملک کي راتلونکي امریکایی ځواکونه خپاره شي
پدې ورستیو اونیو کي درې زره نوي امریکایي سرتیري د لوګر
او میدان وردګ ولایتونو ته رارسیدلي او د یو ډارونکي ننګوني سره مخ دي، هغه داچي پداسی یوځای کی واک ټینګول
چیرته چي د دولت حضور ډیر لږ او کمزورﺉ دی او یاغیان په ازاده توګه خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. د بیلګې په
ول د چک ولسوالۍ مرکز بند چک کي هره ورځ مسلح طالبان پخپلو موټرسایکلونو سپاره بازار ته د خپل ضرورت سامان د
انیولو لپاره راځي او بیرته خپلو ځایونو ته په دولتي تاسیساتو بې له کوم مزاحمت څخه تیریږي.
د علومو د
اکادمۍ سیاسی څیړونکي استاد حبیب الله رفیع وایی چي د واشنګټن پالیسي جوړونکي په دغه ولایتونو کي حالات د نږ
دې څاري نو که چیرته امریکایانو دغلته حالات بدل کړل نو دوی به وکولای شي چي په افغانستان کي په یو نوي عزم د
ټول جنګ حلیه بدله کړي.
د نویو ځواکونو کومندان ډګروال ډیوډ هایټ وایی چی د لوګر او میدان وردګ و
ایتونو کی به زمونږ ستراتیژي او تلن لار دا وي چی مونږ طالبان د هغوی د پټنځایونو څخه راوباسو، د عامه خلکو
سره د هغوی اړیکي ختمي کړو او د بیارغوني او پراختیا کارونه ګړندي کړو.
یاغیان خپل واک پ
اخوي
د کابل سره په پوله نښتی ولایتونه تر دې ورستیو کلونو پوري د یاغیانو د شتون او حضور څخه د سهیلي
ولایتونو په پرتله خو را ډیر بیغمه ؤ خو د نږدې یوکال راپدیخوا ناوړه امنیتي حالات ښیی چی د ټول هیواد په سطحه
تاوتریخوالی خورا زیات شویدی ان دا چی تیر کال یو زیات شمیر بهرني سرتیری او عام وګړي د دغه تاوتریخوالي
ښکار شول.
د عامه خلکو او دولتي مامورینو پر وینا اوس د وردګ ولایت د نهو ولسوالیو څخه شپږ او همداراز د
لوګر ولایت د اووه ولسوالیو څخه څلور ولسوالۍ د طالبانو په واک کی دي او پدغه ټولو ولسوالیو کي په یو وخت دوه
موازې حکومتونه فعال دی پداسی حال کی چي د ولسوالیو مرکزونه د دولت تش په نامه واک کي دي او طالبان هم په ازاده
توګه خپل فعالیت ته دوام ورکوی.
د چک ولسوالۍ د مرکز بند چک اوسیدونکي وایی چی دغلته د طالبانو او حکومت
تر مینځ یو موافقه شویده چی د هغې له مخې دوی یو بل ته هیڅ نه وایی او نه ددوی تر منځ جګړه رامنځ ته کیږی او کله چی
د کابل څخه کوم دولتي پلاوﺉ سیمي ته راځي نو طالبان دغه ساحه پریږدي او سیمییز چارواکي په لارو کوڅو کي پولیس
ودروي ترڅو خلک دا فکر وکړي چی دغلته هیڅ مشکل وجود نلري. د وردګ ولایت یوه بله ولسوالۍ خو هیڅ ولسوال نلري
او د طالبانو اداره پکي په بشپړه توګه فعاله ده.
د جنګیالیو پیچلي ځالي
ددی ترڅنګ چی
امریکایی ځواکونه به د فاسد او غیر مؤثرو محلی ارګانونو سره کار کوی دوی به د یاغی جنګیالیو ډلو سره هم په م
ختلفو تکتیکونو او مفکورو جنګیږی.
د امنیتی ارګانونو په وینا د حقانی شبکه په لوګر ولایت کی یوه واکمنه ډله
ده چی د القاعدی ډلی سره خواخوږی لری او تر ټولو خطرناکه ډله بلل کیږی. د چارواکو په وینا کیدایشی چی په
کابل کی د تیری اونۍ په دریو دولتی دفاترو یو ځایی حملو کی هم د دغی ډلی لاس وی.
دلته په وردګ ولایت کي
دوه ولسوالۍ د حزب اسلامی یاغی ډلي تر ولکې لاندي دي او په څلورو نورو ولسوالیو کي طالبان واکمن دي. حزب اسلام
ي یو د هغو مهمو جنګیالی ډلو څخه دي څوک چی په ۱۹۸۰ لسیزه کي د وروس خلاف جنګیدلي ول.
دلته جنګیالیۍ ډلی د سیم
ییزو خلکو څخه جوړي دي په خلاف د نورو ولایتونو چیرته چی طالبان خپل جنګیالی د بهر څخه هم راغواړی. د ست
اتیژیکو مطالعاتو د مرکز یو غړﺉ ولی الله رحماني په وینا دا به د امریکایي ځواکونو لپاره ډیره مشکله وي چي
یاغي طالبان د ځایی خلکو سره جلا کړی.
د نورو ځایو پشان لوګر او وردګ هم د مختلفو مغلقو قومونو کور دی چی
هر یو یی د سیالیو او وفاداریو مختلفی تاریخچې لری. د قومونو یوه ډله چی د میدانیانو په نوم یادیږی د حزب اسلام
ی سره تاریخي تړاو لری او اوس هم د حزب اسلامی په لیکو کی ددوی جنګیالی ځای پر ځای دی. همدغسی ځینی قومونه د طا
بانو وفادار دی او ځینی نور یی بیا د دولت تر څنګ ولاړ دی.
ځایی خلک د نورو بهرنی ځواکونو د
اتګ په هکله محتاط بریښی
د واشنګټن تر ټولو ستره ننګونه به داوی چی د هغو ځایی خلکو ملاتړ ترلاسه کړی څ
وک چی د امریکایی ځواکونو څخه ترهه کوی او د هغوی د ځواکونو د زیاتوالی په هکله محتاط بریښی. د میدان وردګ و
ایت څخه د ولسی جرګی وکیل روشنک وردګ وایی چی تر کومه ما د خپلو پلویانو سره خبری کړیدی نو ددوی څخه یو هم
د بهرنیو سرتیرو د شمیری د زیاتوالی په اړه خوښ ندی. همداراز د وردګو د ولایتی شورا یو تن غړی محمد حضرت
جانان وایی چی ځایی خلک اندیښمن دی چی د نورو سرتیرو په راتګ سره به د عامه تلفاتو شمیره نوره هم لوړه شی. زما د
پوښتنی په ځواب کی یو ټیکسی چلونکی نجیب الله راته وویل مونږ نور بهرنی سرتیری نه غواړو ځکه چی که دوی زم
ونږ سیمو ته راشی نو طالبان به پری حملی کوی او ښکاره خبره ده چی زیات زیان به یی ولسی خلکو ته رسیږی.
ګروال هایټ وایی چی مونږ ته د محلی خلکو د غوسی او دښمنۍ احساس شته خو دا هرڅه سمول به خامخا وخت ته اړتیا ل
ی، مونږ نشو کولای چی دا هر څه په یوه ورځ کی ختم کړو. مونږ باید کلیو ته ننوځو او خلکو ته د خپل شتون او حضور
ګټی ور په ګوته کړو. مونږ به د دودیزو عملیاتو سره سره پراختیا او انکشاف ته وده ورکړو او همداراز به په سیمه
کی د سالمی حکمرانۍ د جوړولو لپاره کار وکړو تر څو خلک زمونږ د حضور د ګټو قایل شی. په دغو ولایتونو کی د استعم
ال سړکونه ډیر کم تر سترګو کیږی نو مونږ پلان لرو چی دغسی پروژی پلی کړو تر څو محلی خلکو ته د اقتصادی پرمختګ
ښه فرصتونه په لاس ورشی. هغه زیاته کړه چی برﺉ به د هغه چا وی څوک چی خلکو ته کار پیدا کړایشی نو دا خو ښکاره چی
دغه کار د طالبانو لپاره ناشونی دﺉ نو که مونږ پدی کار کی کامیاب شو نو دا به زمونږ او د طالبانو تر مینځ یو
وی توپیر را منځ ته کړی.
همداراز مونږ د افغان دولت د ظرفیت د ارتقا په برخه کی هم کار کوو، مونږ د میدان وردګ
ولایت د والی ښاغلی محمد حلیم فدایی سره همیشنی مجلسونه لرو او هغه هم پدی ټکی ټینګار کوی چی زه باید لایقه پ
سونل ولرم او یو شفاف او مسول دولت جوړ کړم نو که چیرته امریکایان ماسره پدی اړه مرسته ونکړی نو زه به یقیناُ د
ډیر مشکل سره مخ شم.