مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سی بی ایس نیوز : افغانستان « د بهرنیانو قبرستان »

ژباړن : نثار احمد صمد

راپورتر : ټکر ریلز
منبع : سی بی ایس نیوز ( امریکا )
نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱۹

( دا راپور په پیښور کی د « سی بی ایس نیوز » د خبریال سم یع یوسف زي لخوا تهیه سوی او په لندن کی د ټکر ریلز لخوا تصحیح سوی دی ).

پر افغانستان د طالبانو د پخواني واکمن رژیم یو وزیر وایی چی که امریکا هرڅومره پوځیان چی په وس یی وی هېواد ته راولیږی ، هغوی به بیا هم د پخوانیو ټولو « بهرنیو یرغلګرو » د کټ مټ برخلیک سره مخامخ کیږی .
یوه ورځ وروسته له هغه چی ولسمشر اوباما هلته د نورو ۱۷۰۰۰ پوځیانو د ورلیږلو اعلان وکړ چی ډېر ژر به ورځی ، نو دغه پخواني وزیر « سی بی ایس نیوز » ته وویل چی زه نه پوهیږم « امریکا ولی په داسی یو هېواد لکه افغانستان کی د پوځیانو پر شمېر او نفرو تکیه کوی چی ه ته د بهرنیو پوځیانو تعدادهیڅ کوم بدلون نه دی رامنځته کړی او ګټونکي تل د آزادۍ جنګیالي دي . »
د « سی بی ایس نیوز » امنیتی خبریال ډیویډ مارټین راپور ورکړﺉ چی په افغانستان کی د امریکا لوی قوماندان دا پلان لری چی دغه پوځونه مستقیمأ د جنګ زړه یعنی د هېواد جنوبی ناآرامه سیمی ته سوق کړی او پلان لری چی په دې جنګ کی د نورو زیاتو پوځیانو د ګډون غوښتنه هم وکړی .

د طالبانو د پخواني حکومت دغه لوړ مامور چی اوس د طالبانو یو قوم اندان او د تحریک د پوځی شورا غړی دی ، په تېر جنګ کی روسی ځواکونو ته په اشاره سره چی غوښته یی افغانستان کنټ ول کړی ، وویل چی د بی رحمه ښورښ پواسطه هماغسی جنګ بیرته راغبرګېدونکی دﺉ .
دغه پخواني وزیر چی د خپل نوم د ښودلو څخه  ډډه وکړه « سی بی ایس نیوز » ته وویل چی : « امریکا او ناټو چی هرڅومره ډېر پوځیان راولیږی ، په هغه اندازه به هغوی نور هم ډېر په افغانستان کی راګیر سی . »
دﺉ تر اوسه هم د هغه تحریک سره تړلی دی چی ام یکایی یرغل په ۲۰۰۱ کی بی واکه کړ ، او ادعا کوی چی د وسلوالو طالبانو شمېر به په همدې کال کی درېیمه برخه نور هم زیاتیږی یعنی ۱۰۰۰۰ ته به رسیږی . ده وویل چی موږ تېر کال ۵۰۰۰ جنګیالي او نور ۳۰۰۰ مو هم « قوا ضربتی » لرل . ده وویل چی د دغو جنګیالیو ستره برخه په هلمند او کندهار کی متمرکزه ده .
ده وویل چی دغه زیاتوالی د ام یکایی پوځیانو په دې وروستي ډېرښت پوری اړه نه لری ، بلکی دا زموږ په تاکتیک کی د بدلون راوړلو یوه پریکړه ده ؛ چی د هغه له مخی جنګ د اطرافو څخه ښاری او د اوسیدونکو څخه ډکو سیمو ته را اړوو . ده داسی وویل : « دا شمېر مهم نه دی ، بلکی هغه څه چی اهمیت لری دا دی چی ستراتیژی او تاکتیکونه مو نوي کړی دي . »
دغه پخواني وزیر د منتظرو ځان وژونکو حمله کونکو په هکله هم غوری وکړې او داسی یی وویل : « بم چاودونکي زموږ اصلی سرمایی دي او تر اوسه هم یو شمېر ځان وژونکي کسان لرو . »
ده وویل چی د طالبانو سره په ټوله نړۍ کی د مسلمانانو خواخوږي « پر غزه باندی د صهیونیسټی اسراییلو د حملې » له امله نوره هم ډېره سوې او ادعا یی وکړه چی د ډیرو هېوادونو څخه بسپنه کونکي م وږ ته روپۍ رالیږی تر څو موټرونه او چاودېدونکی مواد په رانیسو او د هغه څخه د نوو رارسېدونکو امریکایی پوځیانو پر ضد د بمی حملو په توګه کار واخلو .
ده زیاته کړه چی امریکا او ناټو د خپلو پوځیانو د ډېرولو له ام ه « یقینأ خپل حواس بایللی دي . موږ له مخکی څخه لا د پاکستان له لوری د هغوی اکمالاتی لاری تړلي او څه نا څه ۰۰۰ طالبان مو ورلیږلي چی کابل ته هغه نوی اکمالاتی لاری هم قطع کړی چی د منځنۍ آسیا او روسیې له لاری به راځی . »

دغه پخواني وزیر وویل چی لویدیځو حکومتونو او خپرونو پرله پسې د افغانستان دا جنګی تحریک د نورو هېوادونو یوه تروریسټی ډله بللې ده ، خو استدلال یی وکړ چی دا یو باالکل هېوادنی ښورښ دی .
ده وویل چی « موږ د ۳۰۰ یا ۴۰۰ څخه زیات داوطلبان نه لرو ، خو هغوی ټول د القاعده لخوا نه بلکی صرف زموږ لخوا قومانده کیږی . »
ده زیاته کړه چی « د افغانستان تاریخ به هیڅکله هم په بشپړ توګه پر شا را و نه ګرځی ، او موږ هم هیڅکله د بهرنیانو لخوا نه یو مات سوي . افغانستان د سلو کالو لپاره د بهرنیو د هدیرې په توګه راغلی دی . دا هیڅ امکان نه لری چی دا ټاټوبی به د امریکا لپاره برﺉ رامنځته کړی . هو ، دا کار هیڅکله هم نه سی پیښېدای ، او تاریخ به په دې پیړۍ کی هم قطعأ بدل نه سی . » پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery