ګلوبل انډ میل:کاناډا د
کندهار ښار په ساتلو ټینګار کوي
سرچینه: ګلوبل انډ میل کاناډایۍ ورځپاڼه
قندهار- افغانستان
ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی
کندهار ته به د امریکايي سرتیرو د نویو جوپو په را رسیدو سره، کانا
ايي ځواکونو ته دا موکه ورکړي چې په ښه او دقیقه توګه کندهار ښار ته غزیدلي لویې لارې وڅاري او دغه ښار د ترهګ
و له ورتګ څخه خوندي کړي. دغه خبره کاناډايي جنرال جانتن فنس په کندهار کې د یوې غونډي پرمهال وکړه. ورځپاڼه
لیکي چې نوي امریکايي سرتیري به دکندهار په لریو پرتو غرنیو ولسوالیو کې ځای پر ځای شي. د ګلوبل انډ میل و
ځپاڼه لیکي چې که چیرته دغه کار وشي نو کندهار ښار به چې په دې ورستیو کې سخت نا امنه شوی تر زیاته پلوه له
ناڅاپه قصدي بریدونو خوندي کړي. ورځپاڼي لیکني چې که څه هم د کندهار امنیت خراب شوی خو دغه کاناډايی جنرال په
فخرامیزه توګه وویل چې سرتیرو یې ۵۰۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه باندي ګزمه کړي ده. کاناډآيي ځواکونو له تیرو څو ک
ونو را پدې خوا په کندهار کې د سر ګڼ تلفات ګاللي خو اوس دې ته په تمه دي چې که چیرته امریکايي سرتیري و
ته را ورسیږي نو د دوي له اوږو به د بوج په اخیستلو کې له دوې سره مرسته وکړي. جنرال فنس وویل چې امریکايی سرتی
ي به زمونږ له عسکرو سره اوږه په اوږه د نا امنیو د له مینځه وړلو په لار کې کار وکړي. دغه کاناډايي جنرال تمه
څرګنده کړه چې سرتیري به یې له افغان عسکرو سره یو ځای د کندهار کلیو ته ورځي تر څو هلته خلکو ته امنیت، بیا
غاونه او اقتصادي پرمختګ برابر کړي خو د نوموړي په باور چې دغه کار له ننګونو سره مل دی. ورځپاڼي د کندهار
له والي توریالي ویسا څخه په نکل لیکلي چې نوموړی وایې: (( مونږ کندهار ته د امریکايي سرتیرو له راتګ څخه ه
کلی کوو او هغوي ته به زمونږ هدایت دا وي چې له خپلو افغان ملګرو سره په پوره همغږۍ کار وکړي)). ښاغلي ویسا
وویل چې زمونږ او هغوي تر منځ باید پوره او واضح همغږي موجوده وي تر څو په دغه ولایت کې په ګډه کار وکړو. ګلوبل
انډ میل ورځپآڼه وړاندي له ښاغلي ویسا څخه په حواله لیکي: (( که تاریخ ته وګورو شوروي هم افغانستان ته پوره س
تیري را استولي وو چې شمیره یې سل زره وه، هغوي هم زمونږ د پولیسو او ملي پوځ په روزلو کې برخه لرله خو هیڅ پای
ه یې نه لرله خو لیکن اوس مونږ مجبور یو چې خلکو ته ونډه ورکړو، د خلکو مینځ ته ورشو، له خلکو سره کښینو او د
هغوي خبرو ته غوږ کیږدو)).