د کرزي وروستى چال
د شنبې په ورځ، ښاغلي کرزي
امر ورکړ چي د جمهوري رياست انتخابات دي د اساسي قانون سره سم د اپريل يا مې په مياشت کي تر سره سي. د
ښاغلي کرزي همدا ناببره تصميم افغانان او بين المللي ټولنه او په تېره بيا د ښاغلي اوباما ځوانه اداره
د يو لړ نويو جنجالونو او چلنچونو سره مخامخه کړه، او په اغلب گومان ښايي د ښاغلي کرزي نيت او تکل همدا وي.
په هر صورت، د جنوري په مياشت کي، د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون د امنيت د خرابۍ او نورو مالي او لوجستيکي
ستونزو له کبله د انتخاباتو نېټه د کرزي او بين المللي ټولني په سلا مشوره او توافق د اگسټ مياشتي ته وځنډو
ه. ددې ځنډ بل علت دا وو چي گوندي تر هغه وخت پوري به اضافه امريکايي عسکرو په هېواد کي څه د امن او
ثبات فضا ايجاده کړې وي. په غټو ښارونو کي به امنيت ټنيگ سوى وي، او حتى شاوخوا کليوالي سيمي به هم تر څه
کنټرول لاندي راغلي وي. خو د ښاغلي کرزي وروستي چال پخوانۍ معادله او نسخه چورلټ بدله کړه.
که څه هم
ټولو ته څرگنده ده چي پدې شرايطو کي انتخابات ناممکن دي، خو ښاغلي کرزي په خپلي دې فيصلې سره د انتخاباتو پرسر
د رواني سياسي او حقوقي لوبي اوډرامې په کشمکش کي د اساسي قانون د عملي کولو تر چتر لاندي خپل سياسي حريفان او
تر ډېره حده واشنگټن څه بې انډواله او وار خطا کړل. د اساسي قانون د ٦١ مادې په اساس انتخابات بايد د مې م
ياشتي له ٢٢ څخه يا ٣٠ او يا ٦٠ ورځي مخکي وسي. اغلب گومان دا دى چي ښاغلى کرزي پوهېږي چي په شفافو، م
نصفانه، او ازادو انتخاباتو کي يې د گټلو چانس ډېر کم دى. دغه راز، هغه پوهېږي _يا يې پر ارواح باندي اوري_ چي
واشنگټن په افغانستان کي د هغه پر ځاى د يو بل مناسب مشر د پيدا کولو په لټه کى دى. نو بنا، کرزي غواړي چي د
ځآن سره يو ځآى نننى کنډواله کور هم پوره خراب کړي. د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي د مشهور کالمنسټ، جېم هوگلنډ، په
وينا کرزي غواړي چي په خپل انتخاباتي کمپېن کي حتى د "ينکي امپرياليزم " او يا "ينکي گو هوم" شعارونه هم و
کړي.
بلخوا، د کرزي تر فيصلې سمدستي وروسته، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي د م
نصفانه او ازادو انتخاباتو لپاره مناسبه نېټه د اگسټ مياشت ده. د بهرنيو چارو د وزارت وياند د امنيت په باب
اندېښنه وښوده. بين المللي څارونکي هم عقيده لري چي پر ټاکلي وخت باندي انتخابات نا ممکن دي.
ما
پخوا هم ليکي وو چي د افغانستان په اوسني شرايطو کي انتخابات امکان نلري، او که چيري انتخابات وسي، ضروربه
جعلي او فراډ وي، او حتما به همدا پخواني داړماران بېرته له سره انتخاب سي. بلخوا، د اوسني رژيم د کرغېړنو
معيارونو سره سم ، تر اوسه پوري، د نوم ليکني پروسه لا هم نده ختمه سوې. د حکومت داخله وزير، ښاغلي حنيف
اتمر، اعتراف کوي چي په ١٧ ولاياتو کي ياغيان حضور لري، او د ياغيانو شمېر د ١٥٠٠٠ په شاوخوا کي بولي.
غربي او امريکايي منابع وايي چي د هېواد په ٧٢ فيصده خاوره کي طالبان دايمي حضور لري. د اوباما اداره د ک
زي حکومت فاسد، نارکو سټېټ، او بېکاره گڼي. د افغانستان اوسني حالات خراب، پېچلي، او خطرناک بولي.
اوس
نو څرنگه به پدې داسي شرايطو کي شفاف، منصفانه، او ديموکراتيک انتخابات امکان ولري؟
په هر حال، د
انتخاباتو د وخت مسله او جنجال داخلي اړخ هم لري. د انتخاباتو د ځنډېدو سره سمدستي، په پارلمان او
په حکومت کي دننه د ښاغلي کرزي مخالفانو- په تېره بيا د ملي جبهې استازو او د کابل په حکومت کي د شمال
ايتلاف بېشماره پلويانو-د کرزي د مشروعيت موضوع را مينځته کړه. هغوى د انتخاباتو پر کولو باندي ټينگار
کاوه، هغوى فکر کوي چي لمړى خو د هېواد په جنوب او شرق کي انتخابات ممکن ندي؛ دوهم، که چيري انتخابات وسي، د
عامه خلکو د پراخ گډون چانس ډېر کم دى. نو بنا، د هغوى د کانديد کاميابه کېدل اسانه کېږي. ويل کېږي چي د م
ي جبهې کانديد به يا د بهرنيو چارو پخوانى وزير، ښاغلى عبدالله، وي، او يا به احمد ضيا مسعود وي. د ملي جبهې
وياند د جمهورريس کرزي لدې فيصلې څخه تود هر کلى وکى. زه يقين لرم که چيري د ملي جبهې کانديد انتخابات وگټي، د
افغانستان روان سياسي او پوځي بحران به په يوه مرگانى سيمه ايز توپان بدل سي.
په عين حال کي، ښاغ
ي کرزي غواړي چي د انتخاباتو د نېټې په رامخته کولو سره خپل سياسي رقيبان وارخطا، بې نظمه، او تيت و پرک
کړي. ځينو احتمالي کانديدانو خو حتى تر اوسه پوري خپلي کانديدۍرسما ندي اعلان کړي. اکثره کانديدان
نه انتخاباتي تشکيلات لري، نه انتخاباتي کمپېن لري، نه حزب لري، نه کوم سياسي پلټفورم لري، او نه هم په و
اياتو يا مرکز کي محسوس سياسي حضور لري. تر اوسه پوري، يو کانديد هم د کمپېن لپاره پيسې او منابع نلري. ټول
بېل اوټ ته اړتيا لري. د ښاغلي کرزي مهم او غټ سياسي حريفان به په اغلب گومان ډاکټر اشرف غني، ښاغلي علي احمد ج
الي، ډاکټر رمضان بشردوست، ښاغلي عبدالله، او ښايي څو نور کانديدان وي، ځکه د ٢٠٠٤ په انتخاباتو کي ١٨
کانديدانو برخه اخيستې وه. د ٢٠٠٩ په انتخاباتو کي ښايي لا زيات شمېر کانديدان گډون وکړي ځکه همدا اوس لا د
اپوزسيون تر مينځ اختلافات زيات سوي دي. د افغانستان د جمهوري رياست اکثره احتمالي کانديدان په واشنگټن کي يو
بل ته برگ برگ گوري، او د يو بل هر حرکت او اقدام په دقت تحليل او تجزيه کوي. افغاني ټولنه، سراسري
انتخاباتي کمپين، او د افغانستان د حياتي ستونزو په باب د خپلو نظراتو او د حل لارو تشريح او بيان بېخي
هېر سوېدي. بس ټول فوکس واشنگټن دى. کرزي غواړي چي د خپلو سياسي حريفانو له همدې خپلمينځني اختلافاتو او
تشکيلاتي کمزرويو څخه گټه واخلي. هغه غواړي چي د سياسي پروسې ضوابط او مقرارت پخپله خوښه وټاکي. هغه غواړي
چي د جنگ او مبارزې ته ميدان تر هرچا وختي ورسېږي. هغه غواړي چي پر نورو باندي د مبارزې شرايط او مقررات تحم
يل کړي. او بالاخره هغه غواړي چي په تلوار، هلهله، او ټېله ټمبه کي خپل کار وکي.
همدا راز، کرزي غواړي چي
د انتخاباتو د کمپېن وخت را لنډ کړي څو په راتلونکو مياشتو کي د زياتېدونکو انتقادونو څخه ځان وژغوري. کرزي
پوهېږي چي د اوباما په اداره کي د هغه پرخلاف ډېر زيات قوي کسان مقرره سوي دي. کرزي غواړي چي پدې ترتيب د
اوباما حکومت تر فشار لاندي راولي او په نتيجه کي څه سياسي امتيازات ترې واخلي. مگر کېداى سي چي د کرزي و
وستى چال د هغه لپاره ډېر گران تمام سي. داسي برېښي چي کرزي غواړي چي په زور او جنجال له ارگ څخه ووځي. و
السلام.