سی ان ان: کاناډا د افغان ماموریت
خطمیدل غواړي
منبع: سي ان ان امریکايي ټلویزیون
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
نیټه: د مارچ دوهمه
امریکايي ټلویزیون تیره شپه د کاناډا له لومړي وزیرسټیفن هارپر سره د دغه چینل له خوا د
تر سره شويCNN مرکې ځيني برخې خپرې کړې.
دغه مرکه تیره اونۍ واشنګټن ته د ښاغلي هارپر د سفر پر مهال له نوموړي سره
شوي وه.
د کاناډا صدراعظم په خپله داغه مرکه کې وویل چې کاناډا که څه هم په افغانستان کې پراخ پوځي حضور ل
ي خو د اوس لپاره په دې لټه کې ده چې افغانستان کې خپل ماموریت په آبرومندانه طریقې سره سر ته ورسوي او د ټاک
ي مهال ویش له مخې چې ۲۰۱۱ کال ښودل شوی له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي.
کاناډا د افغانستان په
کندهار ولایت او دغلته په کابل کې شاوخوا ۲۸۰۰ سرتیري لري.
هارپر چې یو مهال په افغانستان کې د
کاناډايي ځواکونو د شمیرې د زیاتیدو پر سر د خپل ملت تر سختو نیوکو لاندي وو اوس په دې آند دی چې د
افغانستان زیات مسولیتونه او د محاربې پیټی باید خپله افغانان پورته کړي او په دې برخه کې باید افغان
ځواکونو ته تجهیزات او لازمه روزنه ورکړل شي.
هارپر وویل: (( که چیرته مونږ داسي فکر وکړو چې له افغانانو
پرته په افغانستان کې حکومت کوو، او د افغانانو ورځنی امنیت مونږ ورته تامینوو او بلاخره د افغانانو پرته
په افغانستان کې لګیا یو نو دا به زمونږ یوه لویه تیروتنه وي او تر هغه ځایه پوري چې زه د افغانستان د تا
یخ څخه خبر یم نو په یوه ډول نه په یوه ډول په دغه ملک کې جګړې او بغاوتنه موجود ول او دا جګړې به هیڅ کله هم
له مینځه ولاړي نه شي)).
هارپر وویل چې مونږ باید په افغانستان کې هغه څه وکړو چې ټولي نړۍ ته مهمه مسله ده
او هغه دا چې له افغانستان څخه نوري نړۍ ته د ترهګرۍ د غزیدلو مخه ونیسو.
د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر
له سی ان ان ټلویزیوني چینل سره د خپلې مرکې په یوه بله برخه کې وویل چې خپل ماموریت به د خپله م
هال ویش تر پای پوري په افغانستان کې جاري ساتي، نور سرتیري به افغانستان ته نه لیږي او د
افغانانو د ژوندانه د ښه کولو لپاره به خپلي هڅي رواني وساتي.