مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-02   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ګوبل انډ میل: که ټاکني په اپریل کې وشي، د سرتیرو استول به وڅیړو

ګوبل انډ میل: که ټاکني په اپریل کې وشي، د  سرتیرو استول به وڅیړو

سرچینه: ګلوبل انډ میل کاناډایۍ ورځپاڼه
ژباړه  او ترتیب: میرویس جلالزی
نیټه: د مارچه  دوهمه


د ګلوبل  انډ میل کاناډایۍ ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې  یو ځل بیا د کندهار د حالاتو په  اړه لیکنه کړي ده.

 کندهار هغه سیمه ده چې پکې شاوخوا ۲۵۰۰ کاناډایي عسکر ځای  پر ځای دي او په دې ورستیو کې پکې د بغاوتونو، وسله والو بریدونو او چاودنو ډیري پښي لیدل کیږي.

ګلوبل انډمیل په  کندهار کې د  کاناډايي ځواکونو له قوماندان جنرال  جان وینس سره مرکه کړې او د مرکې ځیني برخي یې په یوه مقاله کې  خپرې  کړي دي.

ورځپاڼه له دغه جنرال  څخه  په حواله  یکي چې کاناډا حالاتو ته په کتو سره په دې  موضوع غور کوي چې آیا افغانستان او په خاصه توګه د کندهار و ایت  ته سرتیري واستوي که څنګه.

که څه هم د کاناډا دولت پریکړه کړي چې په ۲۰۱۱ کال کې  به  له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي او نور سرتیري به افغانستان ته و نه لیږي خو جنرال جان ویلي چې که چی ته  د افغانستان ولسمشریزي ټاکني په راتلونکي اپریل میاشتي کې  تر سره شي نو مونږ به په کاناډا کې  له خپلو مشرو قوماندانانو سره افغانستان ته  د زیاتو سرتیرو  په استولو خبري وکړو.

تیره ورځ ولسمش   حامد کرزي په یوه ځانګړي فرمان کې وویل چې ولسمشریز انتخاباتو به د قانون په رڼا کې یعني د جوزا میاشتې په ومړۍ نيټه تر سره کیږي خو دغه فرمان یو لړ مخالفتونه هم را وپارول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چې ټاکني په جوزا کې نا شوني دي او ځیني کاندیدان هم  د جوزا میاشتې په لومړۍ نیټه د ټاکنو تر سره کیدل د دوي پر حقوقو باندي یو  ستر تیری بولي.

هغوي استدلال کوي چې دوي ته  باید کافي وخت ورکړل شي چې خپل  ټاکنیز  کمپاینونه پر مخ بوزي.

جنرال جان وینس ګلوبل انډ میل  ورځپاڼی ته وویل : (( ما هم په اپریل میاشتي  کې د انتخاباتو په اړه په رسنیو کې ځیني خپاره شوي رپوټونه لوستي خو په هر صورت کې د ټاکنو پر مهال امنیت یوه اړینه مسله ده)).

جنرال وینس  ورځپاڼي ته وویل چې که چیرته د ټاکنو د امنیت په اړه د نورو سرتیرو استولو ته اړتیا ولیدل  شي نو امکان یې شته چې کاناډا افغانستان ته نور سرتیري هم واستوي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery