مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-21   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

جنګ : که چيري دترهګرۍ پرضدجنګ اوږدسي

عبدالرشيد هاوند

جنګ اخبارکراچي څانګي   ٨ شماره ٨،١، ٠٠٩  ميلادي کال 

  که  چيري  دترهګرۍ  پرضدجنګ   اوږدسي
                      په پاکستان اوسعودي عرب کي بغاوت راځي!
 دامريکادفوج يوازنۍ تحقيقاتي اوپرمختيائي اداره چه (رينډرويوسنټر) نوميږي اوپه مستقيمه توګه دحکومت څخه فنډترلاسه کوي دامريکا داوږده جنګ    (long war) په باب يورپورټ خپورکړي دي چه په هغه کي پرامريکااودهغه پرفوج باندي ددي جنګ تاثيرات څېړلی دی داچه د امکان په صورت کي داجنګ پرکومه ځي اوڅه کل اختياروي؟ يادونه سويده . رپورټ څرګندوي  حکومت ، ترهګري ، اوعقيده    چه کوم وخت په يوه هيوادکي مخ په م خ شي داوږده جنګ درامنځته کيدوسبب ګرزي ٠ داوږده جنګ دتعريف  دپوهيدودپاره  رپورټ  ليکي چه اول ضروري ده   دخپلومخاليفينو تعريف ځانته معلوم  کړو، ځکه کومو  مخاليفينوچه پرامريکاحمله  کړيوه ديوداسي نظراو عقيدي خاوندان وه چه په هغه کي اسلامي اهداف اواسلامي جوازشامل ؤ٠ نوځکه رپورټ په اسلامي اکثروهيوادونوکي دفعاله م وجودوګروپونود فعاليت په باب څيړنه کړي اوددوي دمقاصدواوعقايدودپيژندني داسانتيا دپاره ئي نوموړي ګروپونه پرمختلفوکټګوريوتقسيم کړي دي :
_  يوګروپ مجاهدين عقيدتي مجاهدين دي چه پرسلفي جهاد باندي يقين لري،  دوي تجدد (نويوالي ) ردوي دجهاد او دتکفير (نورمسلمانان کافربلل) پراهميت باندي زور اچوي  ٠   
_  بل ډول ګ وپونه بيامذهبي وطنپرسته تنظيمونه بلل سويدي  لکه حماس اوحزب الله ٠دوي په سياست کي دبرخه اخيستلو سره سم پرخاصوډلو،منطقو،اوياپريوه ملت باندي دبرلاسۍ دپاره دزوراوتشدد داستعمال طرفداري کوي .
_  ددريم ګروپ دخ ګوهدف سيکولر وي لکه  کمونسټان ، دعربووطنپرستان،اودبعث په ګوندپوري مربوط کسان  ٠
 رپورټ داوؤ  (۷) داسي تدابيروعملي چاري ذکر راوړی چه ددغه اوږده جنګ  په جريان کي ئي امريکا اختيارولاي سي :
١ -  [ and Rule Divide]  (تف قه واچوه حکومت وکړه ) پدي اقدام کي سلفي مجاهدين پرمختلفوګروپونوتقسيمول اوبيا پخپل منځ کي يودبله جنګول دي.  ددي کار په سرته رسولوکي جاسوسي فعاليتونه دمؤثقواطلاعاتوپراساس عمليات، دوديز جنګونه ،اودملکي قوا حمايت  شامل دي ٠
  ٢-  [Shrink the swamp] ددي اقدام پوسيله پرسلفي  جاهدينوباندي اسلامي نړۍ راتنګول دي ٠ دحقيقي  مجاهدينو څخه د نوؤ  مجاهدينو  دعليحده کولوترموفقيت وروسته امريکاکولاي سي په نوروجغرافيائي دايروکي م جاهدين ختم کړي ددي دپاره دملکي قواوؤپه مرسته ددوي دپيسورسولو او دتعليمي ، تربيوي مراکزوميکانيزم بايد ختم شي ٠
٣[ Inside out] -  دريم اقدام بلل کيږي چه په هغه کي دڅواسلامي هيوادونودقيادت د تبديلي دپاره دمليشه اي قواؤڅخه  دکاراخيستلوتجويزدي ٠ په دي اقدام کي داسي نظردي چه دپوليټيکل زلزلي په اثر جمهوري قوتونه تقويه ي اوسلفي مجاهدين دامريکادفوج خلاف دجنګ وميدان ته ټيل وهل شي ترڅوامريکائي قواوي ددوي دکوټلوبهترينه موقع پيداکړي  ٠
٤ – c]centri= State] په دي اقدام کي موجوده حکومتونوته دحکمرانئ دمؤثره اصولو  انتقال اوپه اسلامي نړئ کي ددغه هيوادونوتشويق دي ترڅوددوي استحکام دډيرووسايلو دورکولوله لاري صورت ونيسي ٠ ددغه  اقدام په وسيله  بايدپه   ظاهره وعامه خلګوته دژوند  داساسي اوبنيادي سهولتونودنه رسيدوپه سبب دحکومت ناکامي څ ګنده شي ترڅوسلفي مجاهدين په هغوعلاقو کي چه حکومت وجودونلري،زيادشي ، مثلادپاکستان قبايلي علاقي ٠
٥ - [Contain and React ] په دي اقدام کي ددفاعي تدبيرداختيارولوتجويز   وړاندي  سويدئ ٠ ددي تدبير داختيارولو څخه  م ادديوداسي امنيتي کمربندجوړول دي چه په هروخت کي ئی دماتولو امکان موجودوي (ويوه امريکائی اتحادي ملک ته ئی دماتولويا بغاوت اطلاع ورکول )، امريکاددي تجويزپه وسيله ددغه هيوادسره  دښواوټينګواړيکو دلرلوله لاري په منطقه کي يوځاي بيساري کارکولاي شي .
٦ - [ Ink – Bloth ]دشپږم اقدام نوم دي په کوم کي چه داسلامي نړئ ستراتيژيک ن اط دملکي قواؤ په وسيله قبضه اودهغه دصفاکولوتجويزشامل دي.   ددي تدبير پوسيله امريکادخپلومتحدينويعني م صر،الجزاير،اويمن دقواؤسره  يوځاي دسلفي مجاهد ينوڅخه هغه ځايونه چه ددوي اکثريت پکښي موجودوي صفاکوي اودټکوني ، ځغلونې د ترکيبي تدبير په مرسته ددوي دګروپونويوپه بل سره ماتول دي ٠                                                                                                                                          
 ٧ - [ Underlying causes ] په دي اقدام کي ديوه    خاص اسلامي م ک مسايل نه بلکه دټولي منطقي دمسايلوحلول شامل دي ٠ دغه مسايل عبارت دي دوسايلوکموالي ،روزګار،او  د صحت عامي څخه چه کيداي  شي  دهغوي  په نتيجه کي نورمسايل هم راپيداشي .
 په رپورټ کي داتو (۸) داسي لارو، ښوونه سويده چه ددغه اوږده جنګ په جريان کي غوره کيد اي شي.  البته نوموړي اته لاري په لاندي ډول نومول سوي دي:
 -  موجوده حال برقراره ساتل ٠
-  اوږدجنګ په عقيدوي جنګ بدلول ٠
-  دفوجيانواويابنسټپالوپوسيله دکوم يوه لوي اسلامي دولت (لکه پاکستان اوسعودي عرب)  قبضه کول ٠
-  دمجاهدينوپه منځ کي درزاچول ( چه په وروسته کي امريکا دتفرقه واچوه    حکومت وکه پاليسي    اختيارولاي سي ) ٠
 -  دترهګري پرضد وجنګ ته پراخوالي ورکول (چه ايران هم په دي کشمکش کي راکښيوزي ) ٠
-  په لويه پيمانه جيوپوليټکل تبديلي راوستل (چه په هغه کي چين بايدترمغربي فاسيفيک پوري ورسيږي اوشمالي کوريا له داخل څخه تباه کړه سي )                    
- دمسلمانانوترمنځ وفر وي جنګوته لمن وهل (چه په هغه کي امريکا،دمصر،سعودي عرب، اوپاکستان ددولتونوپه کمک دفارس په خليج اومنځني ختيځ  کي دايران اثر او رسوخ کمولاي شي ) ٠
-  په ټوله نړی کي دبنسټپالني ديوه سنجول سوي شکل دخپريدلو شروع کيدل .
                                                                                                        پاي   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery