لیکوال :جېمز رایزن
م
نبع : نیویارک ټایمز
نېټه : ۲۰۰۹/۳/۴
محمود کرزی اته کال مخکی په سانفرانسکسو، باسټن او بالتمیور کي یو څو
عادی رستورانونه چلول . خو ښاغلي کرزی چي د مهاجرت په حال کي د رستوران خدمتګار او بیا د هغه مالک سو، نن د
افغانستان یو بریالی تاجر دی .
دافغان ولسمشر حامد کرزي دغه مشر ورور یعنی محمود کرزی د هیوا د د یوازینۍ سم
نټو فابریکې، د هغه د اصلی بانک، د هغه د ودانیو د راکړی ورکړی د لوی کار وبار د پرمختګ ، د هغه د ټویوټا موټ
ونو د توزیع کولو د یوازیني کار وبار او د ډبرو د سکرو په څلورو کانونو کي لویی ګټی لری .
دﺉ او د ده یو بل
سوداګریز شریک چي د افغانستان اطاقِ تجارت پر مخ بیایی او تر خپل دغه امریکایی ملګري ډیر پيوند لری، ده ته مو
ع مساعده کړې چي د معاملو دلالی وکړی او خارجی پانګه اچونکی تطمیع کړی . د اجرائیه چلوونکو په وړاندی چي د ح
کومت سره کومه ستونزه رامنځ ته کیږی نو یوازینی سړی چي مراجعه ورته کیږی همدا دﺉ دی . یو انتقاد کوونکی دﺉ «
وزیر جوړونکی» وباله، ځکه د لوړو مقاماتو د مقررولو یا شړلو لپاره دوری هوری لاس اچوی .
دغه کرزی چي ورور یی
دا هیواد چلوی، د پیسو په جوړولو کي هیڅ شرم نلری او دخپل بري لپاره لوی لوی هوسونه په سر کی لری او داسی خطی
و کارونو ته لاس اچوی چي نور کسان ځانونه نسی ورته ټینګولای . ده په یوه مرکه کي داسی وویل : « زه په
داسی پروژو کي پانګه اچوم چي اصلي کار ایجابوی . زه پر دې عقیده میَن یم چي افغانستان یو سینګاپور یا هانګ
کانګ سی .»
دغه کرزﺉ د خپلی سوداګریزه امپراتوري د جوړښت لپاره په واشنګټن او کابل دواړو کي د خپلو ا
تباطاتو څخه ګټمن سو یدی . ده د جمهوریت غوښتونکي ګوند د پخواني کانګریس مېن جیک کیمپ د مالی ملګرتوب
ه درکه د امریکا د حکومت څخه په ملیونونو ډالره پور حاصل کړ تر څو په کندهار او کابل کي د ودانیو د جوړونی او
راکړی ورکړی لپاره یی لګولی وای . دغه پارلمانی استازي دﺉ امریکایی مقاماتو او نړیوالو سوداګریزه څ
انګو ته ورمعرفی کړی و . دﺉ د هغه څه څخه ګټمن سو چي د ده سیالان د افغان حکومت سره پر هغو د خوږو معاملو پړه
اچوی .
د دغه کرزي یو دم راپورته کیدو د ډيرو هغو افغانانو لپاره دانارضایت او شک پیدا کړی چي د کرزی د ح
کومت څخه ورځ تر ورځي خواتوري کیږی او د هغه د داخلي معاملو ، امتیاز ورکوونکی کارو بار ، رشوت اخیستنی او نو
و ناولو فعالیتونو په وړاندی بی صبره کیږی .
کار پوهان خبردارﺉ ورکوی چي مسلط فساد د طالبانو ښورښ ت
ویه کوی ، او هم د ولسمشر کرزي څخه چي غواړی سږکال بیا ځان کاندید کړی د امریکا ملاتړ د تهدید سره مخامخ کوی
.
که څه هم محمود کرزی په کومه جنایی غلطه کړنه سره نه دی تورن سوی، خو د انتقادیانو په دې شکایت سره چی د
ده پرمختلنه په درغلۍ سره آسانه سوې ، اصلاْ یو سیاسي پوروړی دی .
د پارلمان غړي داؤدسلطانزوی چي د کرزي د
کورنۍ دسوداګریزو فعالیتونو ګرویږنی غواړی وپوښتل چي « که د ده ورور ولسمشر نه وای، آیا ده به هغه مهال
هم دومره ډيری پیسی لرلای، او دومره ډيری معاملې به یی کولای ؟ یو هغه دلیل چي خلک پر حکومت باور نه کوی دا دی
چي واکمن کسان د شخصي ګټی لپاره د خپل قدرت څخه ناوړه استفادې کوی .»
دولسمشر کرزي ویندوی همایون حم
یدزاده له دې نه انکار وکړ چي ولسمشر د خپل ورور لحاظ او ساتنه کوی . ده وویل چي :« ولسمشر هیچا ته اجازه نه و
کوی چي د ده د نوم په استعمالولوسره قراردادونه وکړی یا معاملی تر لاسه کړی . » محمود کرزي هم کټ مټ
دا شکایتونه رد کړل چي ده د خپلي کورنۍ د تړاو پر اساس کارو بار کړی دی . د ه په یوه مرکه کي وویل چي :« زم
ا په باره کي ډير حسد او غلط فهمۍ سته . ټول هغه انتقادونه چي ګواکی زه د خپل ورور له درکه داخلی معاملی حاصلوم
له یو مخی غلط او درواغ دي .»
ولسمشر کرزي د هغو کسانو له خولې چي دﺉ پيژنی په خصوصی توګه شکایت
کړی چي د محمود کرزي سوداګریزه معاملات د سیاسي پلوه وارخطا کوونکی دي، خو ده کوښښ ندی کړی چي محمود یا خپل
بل کوم ورور کنټرول کړی .
د ده بل ورور قیوم کرزی چي په بالتیمور کي یو رستوران لری، تر وروستیو وختونو
پوری د پارلمان غړی و که څه هم نورو غړو داشکایت کاوه چي دﺉ تقریباْ هیڅ نه حاضریږی . ده په یوه مرکه کي
وویل چي زه د ولسمشر کرزي ، سعودی عربستان او طالبانو تر منځ د خبرو غیر رسمی منځګړی یم .
بل وروریی احمد ولی
کرزی چي د کندهار د ولایتی شورای رئیس دی د افغاني اوامریکایی رسمي مامورینو یعنی هغو کسانو لخوا د مخدره م
وادو په کاروبار متهم دی چي همیشه دا وایی چي ولسمشر د هغه پر ضد کوم اقدام ندی کړی . سعد محسنی په کابل کي د یو
آزاد ټلویزیون مالک وویل چي : « ولسمشر کرزی لومړی د یو معزز سړي په توګه معلومیدی، خو هیڅ داسی سابقه مو نده
لیدلې چي کوم رهبر دې خپلو وروڼو ته دومره اجازه ورکړې وی چي دومره ډيری پیسی ټولی کړی . د ده وروڼه ولسمشر نه
پریږدی چي په واقعی ډول د هغه څه په هکله فکر وکړي چی د افغانستان لپاره تر ټولو غوره وی . »
د فرصتونو
په تمه
محمود کرزی چي د امریکا متابعت لری ، خپل د مېري لینډ کور ساتلی دی ، خو په دوبئ کي د خپل تجارتي شریک
د میلونونو ډالرو سره کابل ته ځي او راځي . دغه کرزی چي ۵۴ کلن دی په خپل هیواد کي کندهاری سوداګرو ته په خپل
وطنی لباس کي په ښه پښتو ږغیږی خو په تجارتخانو کي بیا د لویدیځوالو سره په بهترینه انګریزی خبری کوی .
سیاست مداران او سوداګران د ده په بار ه کي آوازې او پروپاګند خپروی .... دﺉ وایی چي زه تل د فرصتونو په
ټه کی یم ، حال دا چي سیالان په دې قهر دي چي ما له صحنې شړلی یا می هڅه کړې چي د هغوی معاملاتو ته ورننوزم
. نوربیا