د Excel پروګرام د څه لپاره ؟
اکسیل
داعدادو لپاره یو تجزیه وي او محاسبوي پروګرام دی ، چي ترډېره نن ورځ په سوداګریزو
دفترونو کي ورڅخه کال اخیستل کېږي ، دایکسیل آسانتوب هر چاته ددې اختیار ورپه برخه کوي چي ددې پروګرام په کا
ولو سره خپل په چارو کي ورڅخه بشپړه ګټه واخلي .
داکسیل پروګرام ځانګړي خصوصیات په دوو برخو ویشل
وي :
۱:- داکسیل څخه دیوه محاسبوي پروګرام په څېر کاراخیستنه :
په دې برخه کي ، دبېلابیلو کمانډونو او توابعو (Functions) په کاروني سره ، کولای شئ چي یو لړ ار
امو باندي دریاضي څلور عملیې (جمع ، منفي، ضرب او تقسیم ) اجراء کړئ ، په دې سربېره
تاسو کولای شئ ، نوري پېچلي ریاضيکي او مثلثاتي سوالونه پکي حل کړئ
.
نوموړې برخه ډېره ساده او آسانه ده ، چي هر څوک کولای شي دلږ زده کړو وروسته ورڅخه کار واخلي ،
تاسو به لږوړاندي په دې هکله بېلابیل مثالونه ووینئ .
۲:- داکسیل پروګرام څخه دیوه توکبنسټ
(Database) په څېر کاراخیستنه :
اکسیل کي دتوکبنسټ جوړول
یو څه مشکل کار ښکاري ، هغه په دې چي دتوکبنسټ د جوړولو لپاره بعضي چاري باید دپروګرام لیکلو په صفحه کي ترسره
سي ، چي اکسیل هم ځان ته د ویژول بیسک دپروګرام لیکلو یوه برخه لري ، چي باید ټول د کوډونو په وسیله مشخصات او
شرطونه ورته کېښودل سي .
کومي چاري چي دیوه توکبنسټ په وسیله جوړ شوي وي ، کارونه یې ډېره آسانه او همدا
ول ټول مواد یې په ښکلي بڼه منظم سوي وي .
ددې لپاره چي ډېر غټ او پېچلی توکبنسټ جوړ کړئ ، باید ددې لاندي
پروګرامونو څخه کار واخلئ ، ځکه په اکسیل کي ډېر پېچلي توکبنسټونه (Databases) نه جوړېږي .
دپروګرامونو
بېلګه :
1:- MS Access
2:- SQL
3:- MySQL
4:- DB2
5:- Oracle
او داسي نور ...