د "بوش په جنگ کي" کره کتنه
"بوش په
جنگ کي" د واشنگټن پوسټ د مشهور ژورناليسټ او يډيټر، باب وډوارډ هغه کتاب دى چي د افغانستان د اشغال په ارتباط
د متحده ايالاتو د پخواني جمهورريس جورج بوش او د هغه د کابينې پر هغو مهمو فيصلو راڅرخي چي د متحده ايا
اتو، افغاانستان، عراق، او حتى ټولي منطقې د روان خطرناک، مرگاني، او نه ختمېدونکي سياسي او نظامي بحران سره
اورگانيک تړاو لري. د افغانستان اشغال واقعا د برېښنا په منډه تر سره سو. د ملاعمر وروست امارت د (سي اې ې)
د دوو سوو افسرانو، د بي ٥٢ هيبتاکه ږغ او بمباريو، او البته پر افغاني جگړمارانو باندي د ډالرو د وېشولو
او رشوت په زور فقط په څو ورځو کي ړنگ سو. د طالبانو رژيم دغه برق اسا سقوط د بوش په اداره کي د مغ
ورو او سطحي نيوکان پله دونه درنه کړه چي نور نو د هغوى د "امپراتورۍ د غرور" مخه چا نسواى نيولاى. ښاغلو بوش،
چېني، رمزفيلډ، او حتى مېرمن رايس، او نورو محافظه کارانو د "شاک او اه" يا "ټکان او ډار" د پاليسيو
خبرې کولې. بوش او د هغه سطحي همفکرانو په جهان او مينځني ختيځ کي د نظاميگري کوله، او د القاعدې او ټروريزم د
سټولو غولونکي وعدې يې ورکولې.
"بوش په جنگ کي" زما گران او منور دوست ډاکټر نثار احمد
صمد په رواني پښتو ژباړلى دى. زه شخصا د ډآکټر نثار احمد صمد د فرهنگي خدمتونو قدرداني کوم او هم
مبارکي ورته وايم، او دغه راز نور برياليتوبونه هم ورته غواړم. ډاکټر نثار احمد صمد پدې تېرو څو ک
ونو کي پښتو ژبي ته د قدر وړ ترجمې او فرهنگي کارونه کړي دي، او هيله من يم چي دننه او بهر د ده په شان زموږ نور
ليکوالان هم د ژباړي لړۍ تعقيب او لا گړندۍکړي، ځکه په ننني عصر او زمان کي د پښتو ژبي د پرمختگ او پاېښت راز په
بې شماره علمي، سياسي، او فرهنگي ترجمو کي نغښتي دى. .
که څه هم کتاب په پرله پسې توگه په کاناډا کي
د " افغان رسالې" په وزينو پاڼو کي خپرېده، خو د ٢٠٠٨ د ډسمبر په مياشت کي د افغان رسالې او " علامه رشاد خپ
ندويه ټولنه- کندهار" په گډو هڅو او همت په ٤٢٣ مخونو او دوه ويشتو فصلونو کي د مترجم او ناشر د سريزو سره
يو ځاى په ښه صحافت او ښکلي پښتو فانټ خپور سوى دى.
په هر حال، "بوش په جنگ کي" د تحقيقاتي ژورنا
يزم يوه ښه بېلګه ده. همدا راز، د ځوانو خبريالانو او د ژورناليزم محصلينو لپاره يوه ښه منبع هم ده.
يکوال د خپل کتاب په سر کي ليکي: "ددې اثر د ليکلو لپاره مي د بوش د ادارې د عالي رتبه مامورينو سره تر سلو
زياتي مرکې کړي دي، او خپله د ښاغلي بوش سره مي پوره څلور ساعته مصاحبې کړي دي." برسېره پر دې ليکوال په
سلهاوو نورو اثارو او موادو څخه استفاده کړې ده. په بل عبارت، ښاغلي باب وډوارډ پوره څېړنه او کورنى کار کړىد
.
د کتاب بل ځانگړى خصوصيت تاريخ او کرونالوژي ده. ليکوال د بوش د ادارې د فيصلو او تصميم نيولو پ
وسه تاريخ واره څېړلې ده. هغه د بوش د ادارې د امنيتي مشاورانو د هغو فيصلو په باب خبري کوي چي د سپټمبر د
يوولسمي نېټې د ټروريزم څخه سمدستي را وروسته په افغانستان کي د طالبانو د رژيم د رانسکورولو تصميم پکي
نيول کېږي. ټول کتاب د بوش د داراې پر همدغو لمړيو سلو ورځو باندي راڅرخي.
اوس چي اته کاله تېر سوي دي،
د بوش د ادارې د غلطو او سطحي فيصلو عواقب په خطرناکه توگه را څرگند سوي دي. افغانستان په ناکامه او نا
کو سټېټ بدل سوى دى. د ښاغلي اوباما د امر مطابق د عراق له تباه کونکي اشغال څخه د امريکايي عسکرو د
اتلو پروسه پيل سوېده. په خارجه وزارت کي، د مېرمن کلنټن په مشرۍ د ايران، سوريې او نورو سره د خبرو اترو
مثبتي هلي ځلي پيل سوي دي. په بل عبارت، د بوش د پېر پر خلاف جريان روان دى.
د کتاب لويه کمزوري د
تحليل او تجزيې نشته والي دى. که څه هم د واقعاتو او پېښو کرونالوژيکل اودل او اېښودل ضروري دي، خو پرته
له تحليل څخه نيمگړيتاوي د پخوا په شان پر خپل ځاى پاته وي. تحليل تاريخي او سياسي واقعاتو ته روح،جهت، او م
صد ورکوي،ځکه ټولي سياسي هلي ځلي سياسي اهداف لري.
د کتاب تر لوستولو وروسته، سړى فکر کوي چي د (سي
اې ې) مشر جورج ټېنيټ د اسامه بن لادن، د عراق د عامي تباهۍ د وسلو، او د ټروريزم د خطرونو په باب تل په سوچونوکي
ډوب وو. حال دا چي د سپټمبر د وحشت مسولين د فلوريډا په ايالت کي د پيلوټۍ په مکتوبو کي د طيارو چلول زده
کړل. دلته يې په کلونو او مياشتو ژوند وکړ، په کورونو، ډيسکوگانو، او هوټلونو کي يې شپې او ورځي تېري
کړي، او عطا او د هغه نورو ځناورو ملگرو د جرمني له پوهنتونونو څخه ډيگرۍ لرلې.
کله چي د افغانستان د
نيولو فيصله وسوه ښاغلي ټېنيټ د شمال ايتلاف جنايتکاران د امريکايي ډالرو په زور واخيستل. د "سي اې ې" لمړۍ ډ
ه پنجشير ته د داخلېدو سره سم پر فهيم، عارف، عبدالله، سياف، دوستم، عطا، او پر سلهاوو نورو جگړه مارانو او
د افغانستان د ديرش کلن ناورين پر اصلي مسولينو باندي ډالر او سياسي مشروعيت پاشي.
کتاب وايي: د بوش ادارې او (سي اې ې) غوښتل چي د افغانستان جنگ د افغانانو او عربو تر مينځ جگړه وښيي. د
(سي اې ې) مامورينو پر دې ټکي ډېر ټينگار کوي چي دا جنگ بايد د افغانانو او عربو ترمينځ موجوده اختلاف لا پراخ او
غښتلى کړي. مگر له بده مرغه وروسته له اتو کالو څخه د بوش د بدو پاليسيو په نتيجه کي په افغانستان کي د
ټروريزم پر خلاف جنگ د پښتنو پر ضد په يوه ناروا او ظالمانه جنگ بدل سوى دى. له وروستيو اسنادو څخه ښکاري چي
ځينو امريکايي مامورينو د القاعدې د جانيانو په گناه د ټولو پښتنو ځپل روا گڼل، او همداسي يې وکړل. نن ورځ،
په افغانستان کي د امريکا او ايتلافي قواوو ناکامي د پښتنو په وړاندي د هغوى د همدې خطرناکي او ناروا پاليسۍ
نتيجه ښيي.
څرگنده خبره ده چي امريکايانو د سپټمبر د يوولسمي د بربريت د مسولينو مجازات او تباه
کول غوښتل. بوش له همدې موجه او پراخ ملي او بين المللي قهر او کرکي څخه سوه استفاده وکړه. هغه
د ټروريزم پر خلاف جنگ د اسلام او مسلمانانو پر ضد په جگړې بدله کړه. هغه په سيمه کي مذهبي افراطيت او ال
اعديزم لا غښتلى او مرگانى کړ. په افغانستان، عراق، او ټوله سيمه کي يې يو داسي اور بل کړ چي اوس يې تور
او لغوړن تاوو حتى د رحمان بابا تر مقبرې پوري ورسېد.
په گرده کتاب کي ښکاري چي امريکا د
افغانستان د نيولو لپاره نه کم مخکنى پلان لاره او نه هم د سپټمبر د ټروريسټي حملو د مخه افغانستان د متحده
ايالاتو لپاره کم خاص ستراتيژيک اهميت لاره. د ١٩٩٠ په کلونو کي، امريکا افغانستان سراسر هېر کړى وو.
(سي اې ې) څو افغانانو ته غټ او ناشولټه موبايل ټيلفونونه ورکړي وه، او وظيفه يې د اسامه بن لادن او کاسي څارل
وه. افغانستان ته توجه دونه لږ وه چي هلته امريکا خپل سفارت په کلونو کلونو تړلي پرېښود. همدا وجه ده
چي د سپټمبر تر حملو را وروسته، امريکايي چارواکي د افغانستان په ارتباط دونه بې خبره دي چي د هغوى
اکثره مهمي فيصلې نن ورځ ناکامه دي. په بل عبارت، د بوش د ادارې د لمړيو ورځو اشتباهاتو نننۍ فاجعه
را مينځته کړه.
پدې کتاب کي د شمال ايتلاف د معامله گريو په باب هم په کافي اندازه معلومات راغونډ سوي
دي. د مسعود تر قيادت لاندي د شمال ايتلاف د افغانستان په خرڅولو او بربادۍ کي پوره ونډه لري. مسعود لکه
يو سياسي سوداگر د هر چا سره معاملې ته حاضر دى. هغه هم له روسانو، ايرانيانو، هنديانو، اروپايانو، او
هم امريکايانو څخه رشوت او پيسې اخلي.
دغه راز، پدې کتاب کي د کرزي د کمزوري شخصيت په باب هم په کافي
اندازه معلومات راغونډ سوي دي. کرزي لکه د کابل د منډيي جوالي د هر چا د بار وړولو ته چمتو دى. په همدې
کتاب کي ښکاري چي کرزي د خپل ملت، قام، او هېواد د برخليک په باب سرسري او معامله گر فکر لري. هغه د مقام
د ترلاسه کولو لپاره هر ډول شرايطو ته غاړه اېږدي.
په هر صورت،کېداى سي چي له نننيو غمجنو وا
عاتو څخه څه د عبرت درس واخيستل سي ، او اجازه ور نه کړه سي چي يو ځل بيا د افغانانو په سياسي برخليک لوبي وسي.
که چيري د تاريخ لوست يو ولس خپلو پخوانيو اشتباهاتو ته متوجه نکړي، نو بيا تاريخ ليک او لوست د وخت
ضايع کول او فضول کار دى. خو څرگنده خبره دا ده چي تاريخ ته اهميت نه ورکول پوره ساده گي او تباهي ده. د
افغانستان معاصر تاريخ بار بار ښودلې ده چي سل په سل کي پر پردو باندي تکيه کول نه يوازي د يو سياسي جريان او
يا سياستوال لپاره بد عواقب لري، بلکي د ولس او وطن پر خلاف هم مرگانى گوزار دى. والسلام.