مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-09   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

فایننشل ټایمز: حامد کرزي یوه مسله ګونګه پریښوده

فایننشل ټایمز:  حامد کرزي یوه مسله ګونګه پریښوده

سرچینه: فایننشل ټایمز
ژباړه  او ترتیب: میرویس جلالزی


د فایننشل ټایمز بریټانوۍ ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان  ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ولسمشرحامد کرزي وروستۍ څ ګندوني راخیستي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې"  حامد کرزی" د جوزامیاشتې له لومړۍ نیټې وروسته نه غواړي د یوه نامشروع ولسمشر په توګه په څوکۍ پاتي شي او دغه  پریکړه ېې له جهادي مشرانو، د شورا له غړو او یو شمیر بهرنیو مشاورینو سره تر  سلا وروسته کړي ده.

فایننشل ټایمز لیکلي چې  که څه هم انتخابات د اسد ترمیاشتې  پوري وځنډول  شول خو کرزي یوه مسله ګونګه پریښوده او هغه دا ده چې د جوزا له میاشتې وروسته چې د ده  د مامو یت موده خطمیږي نو د حکومت واګي به د چا په لاس کې وي؟.

د  ورځپاڼي په باور چې " حامد کرزي"  که څه هم تر اوسه نه دي ویلي چې دی به دغه دری میاشتي هم  حکومت  کوي که څنګه، خو داسي ښکاری چې مسله ډیره پیچلي ده او د دغو دریو  میاشتو لپاره له ټاکنو دمخه یو جوړ جاړی کیدونکی  دی.

فایننشل ټایمز تر  اوسه د  دغه جوړ جاړې په باب څه نه دي ویلي .

ورځپاڼي لیکلي چې ولسمشر کرزي که څه هم نه دي ویلي چې دی  به له جوزا وروسته د ولسمشر  په توګه دنده تر سره کوي خو یوه مهم ټکي ته یې اشاره کړي چې هغه د جوزا مایشتې له  ومړۍ نیټې  وروسته د ملي اجماع او اساسي قانون له مخې د دریو میاشتو لپاره د یوه زعیم غوره کول دي.

ښاغلي کرزي ویلي چې د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته به  دی د ملي اجماع او اساسي قانون له مخې هغه څه ته غاړه  کیږدي چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره پرې صلاح کیږي.

فایننشل ټایمز لیکلي چې ولسمشر کرزي د جوزا میاشتې څخه بیا د اسد  تر میاشتې پوري دغو دریو میاشتو ته د یوه انتقالی دولت د جوړیدو په باب  ویلي چې انتقالي دولت به هیڅ  کله هم نه جوړیږي ځکه  چې په قانون کې ورته  جواز نه دی ورکړ شوی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery