منبع : هیرالډسن ، اسټرا
یا
نېټه : ۲۰۰۹/۳/۱۰
د افغانستان طالبانو نن د ولسمشر بارک اوباما هغه وړاندیز چی د طالبانو د معتدلو
کسانو سره دې خبري وسی ، بې منطقه وباله او هغه یې رد کړ او ویې ویل چی د جنګ د ختمېدو یوازینۍ لاره هماغه د به
نیو پوځیانو وتل دي .
ښاغلي اوباما د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کی هلته په افغانستان کی د هغسی
تاکتیکونو په غوره کولو سره څرګندوَنه وکړه چی په عراق کی یې هم د نرمو عناصرو سره د خبرو اترو په توګه کارولي
وو .
کله چی د طالبانو د ویندوی قاری محمد یوسف څخه وپوښتل سوه چی د ښاغلي اوباما د وړاندیز په هکله به د
طالبانو د لوی مشر ملا محمد عمر څرګندوَنه څه وی ، وویل « د دې په وړاندی ځواب یا غبرګون ځکه نه سی ښودل
کېدای چی هغه بې منطقه دی . طالبان یو موټی دي ، یو مشر لری ، هدف یې یو دی ، او یوه تګلاره لری . . . زه نه پوهېږم چی
هغوی ولی د نرمو طالبانو خبري کوی او دا څه معنا ؟ که د دې مانا هغه کسان وی چی نه جنګیږی او په کورونو کی ناست
دي ، نو د هغوی سره خبری اتری چټی او بې معنا دي . دا هغه څه دی چی د طالبانو د حیرانۍ سبب ګرځی . »
په عراق
کی د سُنی مسلمانانو لخوا د خپل ګاونډ د ساتنی لپاره د خپلو خلکو ګومارنه د توند تشدد د لږښت اصلی علت وګرځېد
.
ښاغلي اوباما څرګنده کړه چی د افغانستان یعنی هغه ځای حالات د عراق په مقایسه ډیر پیچلي دي چی هلته تقریبأ
۷۰۰۰۰ بهرني پوځیان ، منجمله ۳۸۰۰۰ امریکایان مستقر دي او ډیر ژر به ۱۷۰۰۰ نور پوځیان هم ورسی .
افغان و
سمشر حامد کرزی ، چی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ د پوځی طاقت په زور د طالبانو تر سقوط را وروسته افغانستان
هبری کوی ، د اوباما د دې وړاندیز هرکلی وکړ .
په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو شتون وروسته له هغه پرله پسې
زیات سوی چی طالبان پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی د حملو د مسؤلینو په حیث د القاعده مشرانو د نه ورسپارلو په
نتیجه کی بېواکه سول .
هو ، پر حکومت او بهرنیو پوځونو د طالبانو حملې هم پرله پسې زیاتی سوي څو چی اوباما یې م
جبور کړ چی افغانستان ته د خپلی نوی ادارې د تګلاری په سر کی ځای ورکړی .
ځینی لویدیځ سیاست پوهان او پوځی افس
ان اوس وایی چی دا جنګ یوازی په پوځی طاقت سره نه سی ګټل کېدای او د حل یوه لاره یې د پخلاینی کومه ذریعه هم ده .
خو قاری یوسف وویل چی د افغانستان د مارپیچه تشدد د حل یوازینۍ لاره هماغه د بهرنیو پوځونو ایستنه ده . کله چی
د ده څخه وپوښتل سوه چی آیا طالبان به د کرزي د حکومت سره د دې پوځونو د وتنی د مودې په سر وږغیږی ، وویل «
افغانان په دې ښه پوهیږی چی خپل برخلیک ځنګه وټاکی . » پای