ایروایشیا: له طالبانو سره مذاکره بي
ګټي ده
سرچینه: ایرو ایشیا ویو امریکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی
ایروای
یا ویوو امریکایۍ ورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې له طالبانو سره د افغان دولت مذاکرتو ته اشاره کړي ده.
و
ځپاڼي د دې عنون لاندي چې له طالبان سره په اوس حال کې د سولې خبري ناکامي دي لیکي چې، د امریکې نوي و
سمشر بارک اوبهاما د افغانستان جګړه په میراث نیولي او حالات د خرابۍ په لور روان دي.
د ولسمشر کرزي
سلاکارانو او د اوبهاما په اداره کې یو شمیر عالي رتبه چارواکو ورځپآڼي ته ویلي چې ښايي اوس هغه وخت وي چې
ه طالبانو سره د سولې خبري وشي او دغو سرچینو تمه ښولي چې د دغو خبرو په مټ به منځ لاري او تند لاري طالبان
سره جلا کړای شي.
ورځپاڼه لیکي چې امریکا غواړي اوس د عراق تکتیک په افغانستان کې پلی کړي.
خو د و
ځپاڼي په باور په عراق کې له القاعدې ډلي څخه د سوني عراقیانو جلا کول په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې
هغوي په دوو ډلو یعني منځلارو او تندلارو ویشل ډیره ناممکنه خبره ده.
امریکا تیر کال په عراق کې د
بیدارۍ د شوراګانو په نامه داسي یو تکتیک عملي کړ چې بومي سونیان یې له القاعدې جلا کړل او حالات یې په بي
ساري توګه قابو کړل.
ورځپاڼه لیکي دا حقیقت ده چې د بوش ادارې په عراق کې سونیان له القاعدې جلا کړل
خو دا حقیقت په افغانستان کې امکان نه لري.
د ورځپاڼي په باور په عراق کې د سونیانو او القاعدې ترمنځ
د بیلتون په برخه کې یو کلیدي عنصر موجود وو خو دغه عنصر په افغانستان کې موجود نه دی.
ورځپاڼي دغه عنصر د
طالبانو په لیکو کې د قدرت پر سر جنجال په ګوتو کوي.
ایرو ایشیا ویو لیکي چې د طالبانو په مشرتابه کړۍ کې د
قدرت د ویش پر سر هیڅ راز شخړه نه شته او دا ناممکنه ده چې افغان دولت او نړیوال متحدین طا
بان سره وویشي په داسي حال کې چې په عراق کې بیا حالات برخلاف وو.
ورځپاڼه لیکي چې ګن شمیر طالبان
پښتانه دي او دغه طالبان د ډیورڼد د کرښي دوو غاړو ته ژوند کوي او دا به ډیره ستونزمنه وي چې په دغو طالبانو
کې منځلاري او تندلاري سره بیل کړای شي په داسي حال کې چې ټول طالبان په یوه دین، ژبه او کلتور سره ګډ
دي.
ورځپاڼه لیکي چې یو شمیر پښتانه طالبان د خپلو اتلانو په توګه پیژني.
ایروایشاویو په روان حال
کې د طالبانو او افغان دولت خبري بي ګټي بولي.