سرچینه: ګارډين ورځپاڼه
ژباړه او
ترتیب: میرویس جلالزی
لندن: د امریکې نوی حکومت غواړي ولسمشر حامد کرزی د یوه نوي صدراعظم تر سیورې
اندي تر پوښي لاندي راولي او د هغه ناسمۍ کړني پرې کنټرول کړې.
د ګارډين بریټانوۍ ورځپاڼي
د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي چې د امریکا دولت غواړي په جنګ ځپلي افغانستان کې یو د لوړ پروفایل در
ودونکی داسي کس د لومړي وزیر په توګه وټاکي چې د هیواد اوسنۍ لانجه د کرزي سره په ګډه هواره کړي.
د ګارډین ورځپآڼي لیکلي چې امریکا او غربي متحدین اوس د داسي یوه افغان شخصیت په موندلو لګیا دي چې د
کابل اداره تر زیاته بریده اصلاح کړي او په خاصه توګه د ادارې فساد مخه پرې ونیسې.
ورځپاڼي دغه پوست ته
تر اوسه د کوم شخص نوم نه دی په ګوتو کړی خو امریکې یو ځل د صدراعظم په توګه د کورنیو چارو د وزیر حنیف اتمر نوم
اخیستی وو.
ورځپآڼي لیکلي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د مرستو د لګولو په اړه شدیده اندیښنه لري
او لومړی وزیر به هڅه وکړي چې دغه پیسې کنترول کړي او سمو چینلونو ته یې ور وپیژني.
ګارډين لیکي چې
د دغې پریکړې په اړه به د افغانستان په اړه د امریکې په نوي ستراتیژۍ کې ځای وي او دغه خبره به د مارچ میاشې په
یودیرشمه په هغه غونډه کې اعلام شي چې د هالنډ په هاګ ښار کې جوړیدونکي ده.
ټاکل شوي چې د
افغانستان په اړه د امریکې د نوي ستراتیژۍ څخه هم په همدې غونډه کې پرده پورته کړای شي.