(امریکا د افغانستان د ثبات
پاره په پخوانیو جنګ سالارنو تکیه کوي)
سرچینه: والستریټ ژورنال ورځپاڼه
د ننګرهار والي ګل
آغا شیرزی یو پخوانی او پیژندل شوی جنګ سالار چې د استبدادي سټایل درلودونکی کس دی دی او په اړه یې داسي
هم ویل کیږي چې دولتي ډیر قراردادونه یې خپلو ملګرو او خپلوانو ته ورکړي، او د خپلې شتمنۍ ډیره برخه یې هم د
فساد او تریاکو له تجارت څخه تر لاسه کړي ده.
د ننګرهار ولایت اوسنی والي ګل آغا شیرزی چې یو وخت مشهور
جنګ سالار وو، کله چې ننګرهار ته راغی د کوکنارو پر وړاندي یې شدیدې جګړې ته ور ودانګل ، طالبانو سره
یې جنګ پیل کړ او د څړکونو به جوړولو یې هم پیل وکړ.
په افغانستان کې یو شمیر خلګ په دې باور دي چې نوموړی د
افغانستان ثبات ته یو ښه هیله ده.
د افغانستان د یوه باثباته او له امنه ډک ولایت د والي په توګه شیرزی
وایې چې کوکناریې خطم کړي، د طالبانو فعالیتونه یې هم قابو کړي او څړکونه یې هم قیر کړي دي.
په ننګرهار کې د
ګل آغا شیرزي شهرت د هغه د ولایت پر وخت خورا زیات شوی دی.
نوموړي ته هغه وخت ډیرو خلکو په خپله دنده کې د
منل شوي کس په توګه وکتل چې په تیر دوبۍ کې د امریکې کاندید ولسمشر بارک اوبهاما ننګرهار ته سفر وکړ او د هغه له
هڅو یې ستاینه وکړه.
اوبهاما، هغه والي چې د بارکزیو د قوم دی او وایې چې بارک اوبهاما هم ځکه چې په نوم کې یې
بارک راځي د دوي قومي دی، دا یوه ټوکه ده.
د ګل آغا شیرزي پس منظر هم د افغانستان د سرحدي سیمو لپاره د ام
یکې د نوي ستراتیژۍ یوه برخه شمیرل کیږي.
کله چې د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې
طالبانو ته ماتې ورکړه، امریکا قضاوت وکړ چې د شیرزي په څير جنګ سالاران به د هیواد د ثبات لپاره په چټکۍ کار
وکړي.
خو کله چې طالبانو ماتې وخوړه امریکې تر زیاته بریده د حامدکرزي تر مشرۍ لاندې په تیکنوکراتانو
باندې تکیه وکړه .
د اشغال په لومړي کال امریکې ګل آغا شیرزی د کندهار د والي په توګه هغه ځای چې د ده کور پکې م
وقیعت لري وټاکل.
دری کاله وروسته ګل آغا شیرزی وروسته تر هغه له دندې ګوښه کړای شو چې چې وسله والو
کسانو یې په یو شمیر مواردو کې له پولیسو سره نښتې وکړې او دا کار د والي لپاره دخجالت وړ وو.
اوس، ګل آغا
یرزی او ورته نور پخواني جنګل سالاران یو ځل بیا په افغانستان کې د بارک اوبهاما د ګټورو نویو پا
تینرانو په توګه پیژندل کیږي او اوبهاما هم په دغوڅیرو تکیه کړي ده.
افغانستان ته د ۱۷۰۰۰ نویو امریکايي س
تیرو استول، د افغانستان لپاره د بارک اوبهاما د نوي ستراتیژۍ یوه برخه ده چې راتلونکي اونۍ به په هالنډ کې
ترینه پرده پورته او په ډاګه به شي.
په واشنګټن کې د امریکې یوه لوړ پوړي دیپلومات ویلی چې په نوي ست
اتیژۍ کې به د افغانستان لپاره د سلګونو نورو دیپلوماتانو اوملکي کارکونکو برابرول هم شامل وي
تر څو سیمیزې ادارې په پښو ودروي او په خاصه توګه د افغانستان په سویل کې د کوکنارو تولیدات کم
کړي.
افغان او امریکايي چارواکي وایې چې پخواني جنګ سالاران چې خرابي سابقې لري نه شي کولای چې په خپلو سیم
و کې د خلکو حمایت تر لاسه کړي په هغه اندازه چې یې طالبان اسانه تر لاسه کولای شي.
مخالفین وایې چې دغه
ځواکمن کسان چې خرابې سابق لری، په تاوتریخوالو کې ښکیل ول او په فساد هم اخته دي د قانون حاکمیت
ته هم یو ګواښ ګڼل کیږي او شتون یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ په اړه پوښتنې زیږوي.
د حامدکرزي
د ادارې ضعف، او دطالبانو د بغاوتونو شدت د سیاسي کارپوهانو، دیپلوماتانو او افغان چارواکو تر منځ
تاوده بحثونه را پارولي دي.
ځيني په دې باور دي چې د سیمیزو ادارو جوړول او سیمیزو زور واکانو ته د خپ
و سیمو ټول مسولیتونه سپارل ښایي ډیر موثر کار وي که څه هم ځیني دغه سیمې د پخوانیو جنګ سالا
انو ته وسپارل شي.
د افغانستان تلفات:
په افغانستان کې د امریکایې او ایتلافي ځواکونو د تلفاتو
شمیره:
د کابل د پالیسیو او تحقیق د مرکز یوه چارواکي هارون میر ویلي ، امریکایي چارواکي
اوس په هغسې کس پسې ګرځي چې هیواد ته امنیت راولي او مخدره توکي له مینځه یوسي.
هارون میر په دې باور دی چې
امریکا دې ته نه ګوري چې کوم کس په بشري حقونو ته ستونزي پیښوي او یا یې سابقه څه ده.
په کابل کې
د امریکې سفارت په دې اړه بیان نه دی ورکړی چې امریکا به په خپله نوي ستراتیژۍ کې د ګل آغا شیرزي په
توګه والیانو ته بیا هم واک ورکوي که څنګه.
خو په کابل کې یوه امریکايي چارواکي ورځپاڼي ته ویلي چې ام
ریکا په نوي ستراتیژۍ کې د سیمیزو ادارو په پیاوړي کولو غور کوي او همدا راز په ټولیزه توګه له والیانو
سره په نږدې او چټک کار ټینګار زیات دی.
د بلخ والي عطامحمد نور چې یو پخوانی جنګ سالار دی د ام
ریکې له خوا ځکه ډیر تقدیر شو چې د کوکنارو پر ضد مبارزه کې یې مهم ګامونه واخیستل او کوکنار یې په بلخ و
ایت کې صفر کړل.
د حامد کرزي په کابینه کې د اسماعیل خان په نامه یو بل جنګ سالار هم شتون لري.
نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې هغه وخت د هرات د والي له مقام څخه لري شو چې په نوموړي د بشري حقونو څخه د سرغړوني
تورونه ولګیدل په داسي حال کې چې ښاغلي خان دغه تورونه بي اساسه وبلل .
ښاغلی خان په دې هم تورن وو چې د م
کزي دولت له اوامرو سرغړونه کوي.
په کابل کې یوې معتبرې دولتی سرچینې ورځپاڼي ته ویلي چې ولسمشر ح
امدکرزي د هرات د ولایت لپاره بیاځلي د اسماعیل خان په ټاکل کیدو غور کوي.
دا ښاغلی شیرزی وو چې تیر کال د
یوې افغاني راډیو له خوا د کال د شخصیت په توګه وټاکل شو.
په افغانستان کې د امریکې د اردو افسر ویلیم فیچ چې
د ننګرهار په بیارغاونه کې کار کوي وایې: "په ننګرهار کې که تاسو امنیت ته وګورۍ نو تاسو به
ووایاست چې شیرزی نمبر ون دی".
شیرزي په خپله یوه مرکه کې ویلي چې د هرې پریکړې دمخه دی له قومي مشرانو
سرهه ګوري.
شیرزي وړاندي ویلي چې که چیرته دی د ولسمشر کرزي پر وړاندي په راتلونکو انتخاباتو کې ودریږي
نو دی به د ملک سترې ستونزي هواري کړی.
شیرزي وویل: زه به د قومونو ټولو مشرانو ته مراجعه وکړم، هغه طری
ه چې ما په ننګرهار کې غوره کړي وه، او زه به له هغو قومونو سره خبري وکړم چې د طالبانو ملاتړي دي، مونږ باید
یوازي په جګړې، بمبارۍ او جیټ الوتکو تکیه و نه کړو ځکه دغه څیزونو د هغو کسانو لپاره دي چې خبري نه مني.
نور بیا…..