دخپریدو نیټه : 2009-04-07 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
افغان لوبډله له متواترو دوو ماتو سره سره اماراتو ته ځان چمتو کوي
د افغانستان د ک
کیټ ملي لوبډله صبا د څلور نۍ په ورځ د عربي متحده اماراتو د کرکیټ له لوبډلي سره لوبه کوي. دا د افغان لوبډلي
پينځمه لوبه ده. زمونږ ټیم دوه لوبي ګټلي او دوه نوري یې چې له هالنډ او کینیا سره وي یوه په بل پسې بایللي دي. د
یادولو وړ ده چې افغانستان د کرکیټ ملي ټيم تر اوسه دوه برياوې لرلې او د ډنمارک او برمودا ټيمونه ېې په
ګانډو کړي دي. که افغانستان د چهارشنبې ورځې لوبه وگټي، اتو غوره ټيمونو ته به په دريو پاينټونو ولاړشي او که يې
وبايلي ښايي په ټيټ نمبر بيا هم د اتو غوره لوبډلو په سياليو کې گډون وکړي. د افغان لوبډلي غړي دمګړۍ په سختو
تمریناتو بوخت دي او له خپلو ټولو هیوادولو غواړي چې له خپلو دعاګانو یې هیر نه کړي.