سرچینه: والسټریټ ژو
نال ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله
ننۍ ګنه کې د طالبانو د پروپاګندان پر ضد د امرېکې د دولت د نوي هڅي خبر ورکړ. ورځپاڼي د امریکا له یو شمیر
چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي په حواله خبر ورکړ چې امریکا اوس غواړي هغه اف ام راډیو ګاني او
یو شمیر انټرنیټي پاڼي د طالبانو او بنسټ پالو له اغیزو خوندي وساتي چې د افغانستان او پاکسان په ګډو پولو کې
فعالیت کوي.
ورځپاڼې له امریکایی چارواکو په حواله لکیلي چې طالبانو د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستني سره له
دغو راډیو ګانو او یو شمیر انټرنټ پاڼو په خپله ګټه کار اخلي.
د امریکې دولت اوس پلان لري چې دغه اف ام
راډیوګاني یا خوندي کړي او یا یې هم وتړي.
په ورته وخت کې امریکا دا پلان هم لري چې د طالبانو او تند
ارو هغه انټرنیټي پاڼي هم وتړي چې پکې تندلاري وخت ناوخت د خپلو فعالیتونو او تبلیغاتو فلمونه ( کلیپونه)
خپروي.
ورځپاڼي لیکلي چې په دغو ویب پاڼو کې چې د بندیدو بند او بست یې شوی هغه چت رومونه هم شامل دي چې په
پاکستان کې دننه د یو شمیر ترهګرو ډلو له خوا د دې لپاره فعال کړای شوي چې پکې ځوانان د غرب او امریکې پر ضد
جګړې ته وهڅوي او هغوي ته اسلامي معلومات خپاره کړي.
اوس امریکا ویره لري چې طالبانو خپل فزیکي عملیات
یعني تبلیغاتي عملیات دومره پیاوړي کړي چې ښایې د هرې ورځي په تیریدو له دې لاري په لسګونو او حتی س
ګونو پلویان تر لاسه کړي.