مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-21   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د سې ان ان له جې پې اس سره د حامد کرزي مرکه

د سي ان ان ټلویزیون له جي پي اس  خپ وني سره د  کرزي مرکه

سرچینه: د امریکې سي ان ان ټلویزیوني شبکه

19 April 2009

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې ورستیو کې د امریکې له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره مرکه  تر  سره کړي چې دغه مرکه د جی پي اس په نامه د دغه ټلویزیون له یوې خپرونې خپره شوه.


ولسمشر  حامد کرزي په دغه مرکه کې د افغانستان په اړه د امریکې له نوي ستراتیژۍ خپل پوره ملاتړ څرګند کړ  خو  نوموړی  په دې باور نه لري چې القاعدې ډله به د هغه په هیواد  کې ځای ولري.


د ښاغلي کرزي دغه مرکه د فرید ذکریا په نامه د دغه ټلویزیون د یوه خبریال  د هغې خپرونې له لاري خپره شوه چې جې پي اس نومیږي او د نړۍ په کچه ډيره مشهوره ده.


افغانستان ته د امریکې  په نوي ستراتیژۍ کې دغه ملک ته د زرګونو اضافي عسکرو استول او همدا راز د القاعدې ډلي د ماتولو ژمنه شوي ده.


که څه هم بارک اوبهاما په خپله نوي ستراتیژۍ  کې په افغانستان کې د القاعدې ډلي د مرکزونو د له مینځه وړلو هوډ څرګند کړی  خو افغان ولسمشر وایې چې په هیواد کې یې القاعده کوم مرکز مرکز نه لري او
وایې چې امریکايي ځواکونو او د افغانستان خلکو په ګډه د القاعدې ډ ه  او نور ترهګر په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستان څخه شړلي دي.


کرزي په خپله دې مرکه کې په نه چندان قوي ا فاظو ویلي چې ښایې القاعدې ډلي تر شړلو وروسته بیرته خپل یو شمیر جنګیالي افغانستان ته را استولي وي خو دی په یقین ویلای شي چې القاعده په افغانستان کې د پخوا په څير مرکزونه نه لري.

د سې ان ان ټلویزیون خبریال له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هم پوښتني کړي کومې  چې په دې ورستیو کې د سیاست والو د بحثونو تر ټولو عمده برخې  جوړوي.


حامد کرزي په دې اړه  وویل چې له طالبانو سره د سولې پروسه او خبرې د ملت  له  کچې پیلیږي چې د نړیوالي ټولني ملاتړ به له ځان سره ولي او همدا راز سیمیز م اتړ  به هم ورسره وي.


ولسمشر کرزي وویل چې له طالبانو سره د سولې خبري په تکتیکي کچه نه تر سره کیږ ي.
د ولسمشر کرزي دغو خبرو ته ورته نظریه د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکې نوي استازي ریچارد هالبروک هم لرله.

نوموړی څه موده وړاندي په همدې پروګرام ( جي پي اس) کې د مرکې پر مهال ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې  خبري باید په ټولو کچو تر سره شي .
هالبروک هم له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې د طالبانو له یو میر عناصرو سره خبري ممکنې  او ګټورې په ګوته کړي وي.
هالبروک ویلي وو چې  واشنګټن اساساْ نه پوهیږي چې دغه به څه ډول یو پروګرام وي خو دا مهمه خبره ده چې له هغو کسانو سره خبري وشي چې د طالبانو له  اصولو  سره اړخ نه لګوي او په دې  تر اوسه نه پوهیږي چې ناټو ولي او د څه لپاره افغانستان ته راغلي ده.


و سمشرکرزي له چې پي اس خپرونې  سره دخپلو خبرو په یوه بله برخه کې د شیعه ګانو د شخصي احوال د نوي قانون په اړه په  څو مهمو جملو کې  امریکایانو ته لوی پیغام ورساوه.


هغه وویل چې د دغه قانون ځیني برخي ه اسلام سره په ټکر  کې دي او حتماْ به بدلون مومي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery