سرچینه: د امریکې نیویارک ټایمز و
ځپاڼه
د فرانسې خبري رسنۍ(اجنسي فرانس پرس) په یوه مطلب کې د امریکې له کانګرس څخه د نوموړي هیواد د دفاع
وزیر رابرت ګیټس د هغې غوښتني په اړه مقاله لیکلي چې وایې افغانستان ته د تلونکو نویو امریکايي سرتیرو لپاره
باید کافي بودجه په اختیار کې ورکړل شي تر څو په افغانستان کې پرې خپل پوځي ماموریت په سمه توګه پر مخ
بوزي.
رابرت ګیټس تمه څرګنده کړي چې د امریکې کانګرس به د سرتیرو اړتیاوو ته په کتو سره په پیشنهادي
بودجه کې کمښت را نه ولي.
نوموړي چې د افغانستان او عراق جګړو ته د ګټلو لپاره خپلو یو شمیر سرتیرو ته خب
ي کولي وویل: (( دا کانګرس مینانو ته یو خبرداری دی چې باید د افغانستان او عراق پیچلو حالاتو ته په کتو سره د
خپلو سرتیرو په بودجه کې کمښت را نه ولي ځکه تر عراق هم افغانستان ته تلونکي سرتیري زیاتو لګښتونو ته اړتیا ل
ي تر څو پرې وکولای شي خپل ماموریت هغسي پر مخ بوزي چې نړۍ او امریکایان یې هیله لري)).
ګیټس وویل چې د ۲۰۱۰
کال د پشنهادي بودجه د تصویب په صورت کې به هغه امریکايي سرتیري چې افغانستان ته ځي په پرمختلوو وسلو
او نورو پوځي سایلو سمبال شي.
په دغو وسایلو کې به بي پیلوټه بم غورځونکي، اکتشافي او اجیټ ا
وتکي، چورلکې، جنګي بیړۍ او رهبري شوي توغندي شامل وي د فرانس پرس آژانس په وینا چې امریکا به ډیر ژر اته زره
نوي عسکر افغانستان ته ولیږي.
دغه سرتیري به افغانستان ته د ولسمشر بارک اوبهاما د نوي امنیتي پلان په هډانه
کې واستول شي.
د امریکې پوځي جنرالان تمه څرګندوي چې افغانستان ته به د نویو سرتیرو په لیږلو سره د عراق په
څیر په حالاتو کې مثبت بدلون را څرګند شي خو دغلته د امریکې دښمن په عراق کې د امریکې د دښمن په پرتله ډیر
چست او پیاوړي ښکاري.