سرچینه: نیویارک ټایمز
امریکایۍ ورځپاڼه
د امریکې معتبرې ورځپاڼي نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګنه کې د پاکستان
پر دولت د امریکې د بي اعتمادۍ د زیاتیدو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼي لیکلي چې تیره
اونۍ د لومړي ځل لپاره د څلورو تر پینځوسو طالبانو له خوا پلازمینې اسلام آباد ته نژدې یوه عمده
ښارګوټي طالبانو په بشپړه توګه لاندي کړ، د تلاشۍ پوستې یې پکې جوړي کړي او د شرعي قانون د انفاذ اعلام یې
وکړ.
نیویارک ټایمز لیکي، اسلام آباد د سوات د سولې د تړون په لاسلیک سره بنسټ پالو ملیشو ته دا
اختیار ورکړ چې د خپل کنټرول لاندي سیمو کې شرعي سخت ګیرانه قانون تطبیق کړي.
د نیویارک
ټایمز په باور که څه هم د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د تیرې اونۍ په ورستیو کې خپل پارلمان ته
په وینا کې د هغو عناصرو د له مینځه وړو ژمنه وکړه چې د پاکستان دیموکراسۍ او ملي حاکمیت ته ستونزي
جوړوي خو د واشنګټن چارواکي په بنیر ښار چې د پلازمینې اسلام آباد څخه ۷۰ میله لري پروت دی د طالبانو و
وستۍ ولکې ته له واشنګټن سره د پاکستان د دولت د دومخي سیاست د بیلګې په توګه ګوري.
په واشنګټن کې یو
میر امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته په مرکو کې ویلي چې آیا په ریښتیا هم د پاکستان پینځه سوه
زره کسیز اردو نه شي کولای چې د بنیر له کوچني ښار څخه بنسټ پال طالبان چې اسلام آباد ته یو بلقوه ګواښ
ګڼل کیږي وباسی؟
ورځپاڼه له همدې چارواکو په حواله بیا د ځواب په توګه کاږي چې د پاکستان اردو په ښه
توګه کولای شي چې د بنیر ښار حالات کنټرول کړي خو په دې شرط چې له هند سره له ګډو پولو خپل یو شمیر با تجربه
او روزل شوي عسکر د هغو عسکرو په ځای سیمې ته را ولیږي چې په بي کفایتۍ او ټمبلی کې اتلان دي.
ورځپاڼي له
امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې د پاکستان د پوځ جنرالان نه غواړي هغه روزل شوي عسکر له افغانستان سره
پرتو ګډو لانجمنو سیمو ته واستوي چې دمګړۍ د هند په پولو کې ځای پر ځای دي.
امریکا د پاکستان له پوځ سره هر کال د
شاوخوا یو ملیارد امریکايي ډالرو چې له یو اتیا ملیارده پاکستانیو روپیو سره برابریږي مرسته کوي.
د ام
یکا ګڼ شمیر سیاست وال او د کانګرس غړي په پاکستان تور لګوي چې اسلام آباد هغه پیسې په مناسب ځای نه لګوي چې له
نړیوالي ترهګرۍ سره د جګړې لپاره دغه هیواد ته ورکول کیږي.
نیویارک ټایمز لیکي چې پاکستان د امریکا د
مرستو زیاته اندازه له هند سره په خپله ګډه پوله کې د خپلو پوځونو په تقویې لګوي په داسي حال کې چې امریکا دغه
پیسې له افغانستان سره په ګډه پوله کې د امنیت د خوندي توب لپاره هر کال اسلام آباد ته ورکوي.
د نیویارک
ټایمز ورځپاڼي د خپل دغه تحلیلي مطلب په پاې کې د امریکې د سنا د دفاعي کمیټې د ریس خبري را اخیستي دي نوموړي
نیویارک ټایمز ته ویلي: (( زه په هیڅ صورت سره په دې باور نه لرم چې د پاکستان پوځ له بنیر ښار څخه د طالبانو د
ایستلو وړتیا و نه لري خو په دې شرط چې صادقانه عمل وکړي)).