مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-27   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ټایمز:طالبان ودروﺉ که نه نو مونږ به یې ودروو

 

سرچینه: د لندن چاپ ټایمزو ځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د انګلستان چاپ ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستان له بنیر ولسوالۍ څخه د طالبانو د په شا تګ په اړه یو مطلب خپور  کړی.
ورځپاڼي لیکلي طالبان د بنیر له یوې ورځنۍ ولکې څخه وروسته تر هغه ووتل چې امریکا پر پاکستان فشار راوست چې دغه سیمه باید  ژر تر ژره له طالبانو تشه شي که نه نو واشنګټن  به په دې اړه پریکړه وکړي.
ورځپاڼه لیکې چې د پاکستان څارګرې ادارې( ای اس ای ) د واشنګټن تر دغه خبرداري وروسته چې ویلي یې وو  طالبان له بنیر څخه وباسي که نه نو مونږ به یې وباسو په بنیر کې په میشتو طالبانو فشار واچاوه چې د پلازمینې اسلام  آباد څخه ۱۰۰ کیلومټره لري پروت دغه ښار ژر تر ژره تش کړي.
د بنیر تر ولکې وروسته طالبانو دا وښوده  چې هغوي ډیر پیاوړي شوي او په تکتیکي ډول د پلازمینې اسلام آباد په ور مخکي تګ  کوي.
ټایمزورځپاڼي د سیمیزو خلکو له خولې ویلي چې د بنیر د طالبانو یوه مشر مولوي خلیل دغلته د لوډسپیکرو په مټ ځوانان خپلو لیکو ته وربلل او ګڼ شمیر کسان د طالبانو په لیکو کې ځای شول.
د بشرد حقونو د سیا د څانګي مشر سام ظریفي هم ټایمز ورځپاڼي سره په خبرو کې ویلي چې په بنیر کې او په ورته وخت کې په سوات کې حا ات کړکیچن دي، ډاکټران او ښونکي له دغو سیمو په تیښته دي، د بشر د حقونو مدافعین لا وختي له دغو دوو سیمو وتلی او د سیمی  خلګ دغلته د پرمختګ هیله نه لري.
ورځپاڼي لیکلي چې دغه سیمې په یوه جګړیز زون اوړي او اوسیدونکي یې له دې ویره لري چې ښایې هر ساعت دغلته جګړه پیل شي.
ټایمز ورځپاڼه له ځایی خلکو او یو شمیر ملکي کارکونکو په حواله لیکي چې طالبان له بنیر څخه په بشپړه توګه نه دي وتلي او لا هم  د هغوي چریکان د بنیر  په بیلا بیلو برخو کې لیدل کیږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery