لیکوال : اریک مارګو
یس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۵/۳
پاریس ـ طالبان را روان دي ! او طالبان را
روان دي ! طالبانو په افغانستان کی فرانسوي پوځیان په راکټونو وویشتل .
تیره اوونۍ په سپکو وسلو سمبال یوه
ډله پښتانه قبایلیان د ملکنډ په علاقه دارۍ کی پر موټر سایکلونو او پیک اپ موټرو کی راشیوه سول او په بونیر کی
چی د پاکستان د مرکز اسلام آباد څخه فقط ۱۰۰ کیلو متره لیری دﺉ ، په سرلوړۍ سره څه وخت دوری هوری وګرځېدل . دغه
کار پر واشنګټن باندی عصبی حمله راوسته . هیلری کلنټن تر اوسه لا هم د ۱۰۱ نمبر بهرنیو چارو له لاری هلی ځلی
کوی او خبر دارﺉ یې ورکړ چی دغه شوړېدلي قبایلیان یو نړیوال تهدید دﺉ .
پاکستانی جنرالانو په بونیر کی
پر هغو بدعمله قبایلو په حمله سره چی د امریکا راج نه منی ، د مسؤلیت له مخی د واشنګټن هدایتونه پر ځای کړل .
یا نه سم کولای چی په بې شرمۍ سره د میرمن کلنټن په ارتباط زما د کتاب ( جنګ د نړۍ پر بام ) د دیرشم مخ دغه متن را
اقتباس کړم ؟
« د شلمی پیړۍ په لومړۍ رُبع کی د صوبه سرحد د وچو غرونو څخه دوه عجیب ډوله اشخاص را ښکاره سول .
لومړنی یې یو قهرجن سپېڅلی درویش و چی یو عجیب نوم یې درلود : یعنی د ایپی فقیر . دغه زاړه فقیر پښتنی قومونه د
کُفارو پر ضد سره یو موټي کړل او ټولی سیمی یې د برتانویانو یعنی هغه چا څخه د پیښور تر څنډو پوری ونیولې چی د
وزیرستان په غرونو کی یې د دغه فراری فقیر د نیولو لپاره لس کاله تیر کړي وو .
دوهم یې یو بېرونکی شخص و چی
ېونی مُلا یې باله ( برتانوی خپرونکو دا نوم پر ایښی و ) . دغه سړی د شلو زرو سخت زړو آس سپرو په مشرۍ د ملکنډ د
غاښي څخه را کوز شو تر څو د پېښور بې دینه ښار یې د توری له تېغه کښلی وای ( چی د برتانوی استعمار اصلی اډه وه )
. »
اوسنی بدلون : نن یوه پیړۍ وروسته یو ځل بیا هماغه لویدیځ استعماری ځواکونه په هماغه شډل صوبه سرحد کی
هماغه نه ایلېدونکي پښتنی قبایلیان تعقیبوی .
پښتنی سرحدی قبایلو ، چی لویدیځی خپرونی یې په ټولیزه توګه
ناحقه « طالبان » بولی ، نن یو ځل بیا وسلو ته لاس اچولی دا ځکه چی د امریکایی بې پیلوټه طیارو تر بم وریو لاندی
دي او د پاکستانی یعنی هغه پوځ د حملو سره مخامخ دي چی امریکا د کاله په ۱٬۵ بلیونو ډالرو کرایه کړی دی تر څو
په افغانستان کی د خپل پراخېدونکی جنګ په ملاتړ کار ترې واخلی . د پښتنو ملکی تلفات ، چی پنتاګون یې جانبی عوارض
بولی ، په بیړه زیاتېدونکي دي .
په شمال لویدیځ سرحدی ایالت کی د ښورښ اساسی علت هماغه په افغانستان کی د ام
یکا جنګ دی چی په چټکۍ سره پاکستان ته هم ور خپرېدونکی دی . اکثریت پاکستانیان افغانی طالبان او هم خپل ښورښی
پښتانه ځکه اتلان بولی چی د لویدیځ تسلط سره جنګیږی او برعکس په اسلام آباد کی د خپلو تجرید سوو مشرانو څخه په
دې دلیل کرکه لری چی هغوی د « یانکی » ډالر لپاره کار کوی .
پښتانه ـ
د استعماری برتانیې راج اکثره
وی افسران هم حتی په دې ښه پوهېدل چی د جګړه پالو پښتنو لمسول یو احمقانه عمل دی . خو واشنګټن نن باالکل همدا
کار کوی . پښتانه « طالبان » تر اوسه لا هم د خپل صوبه سرحد څخه ورآخواته اغیزه نه لری او متباقی پاکستان خو
هیڅ هم نسی نیولای . لاکن په افغانستان کی د واشنګټن زیږه او ناولي تاکتیکونه لوی توپانونه راټوکوی چی هغه
به په ټول پاکستان کی د لویدیځ د ملاتړو هغو شتمنو فیوډالانو پر ضد چی د۱۹۴۷ راهیسی واکمن دي ، یو ملی اوښتون
وی .
پاکستان نن دنړۍ د غریب ترینو هېوادو څخه ګڼل کیږی . د هغه نیمایی خلک بېسواده دي . اکثریت وګړی یې د و
ځی په صرف ۱٬۳ ډالرو سره پایی . فیوډالی ملاکان چی د ټول نفوس نیمه سلنه ( ۰٬۵٪ ) جوړوی ، د ملی ثروت ۹۰٪ په
اختیار کی لری . رشوت او فساد هرڅه په غیږ کی نیولي دي . دیموکراسی یې جعلی او ساختګی ده ؛ قضایی او قانونی
سیسټم یې ظالمانه ملنډي دي .
اسلامی شریعت ، که څه هم سخت او ځپونکی دﺉ ، هغه څه غواړی چی نه سی راتلای . په
صوبه سرحد او بلوچستان کی زیاتېدونکی مقاومتی غورځنګ د ملی مشرانو څخه غواړی چی د لویدیځ د ګټو پر ځای د
پاکستان د ګټو دفاع وکړی . پاکستانیان د امریکا او برتانیې لخوا په دې سره توهین کیږی چی دې ته یې مجبور کړي
دي چی د خپلو خلکو پر ضد د « اسلامی تروریسټانو سره د جنګ » په بهانه وجنګږی .
اوس هر څوک دا پوښتنه
کوی چی آیا « د پاکستان اټومی وسلې ژغورلي دي ؟ » بلی هوکې . هغه په ډېره سخته توګه د متجزا پوځی واحدونو او
استخباراتی شبکې په ساتنه کی دي او تر هغو پوری به همداسی پاته وی څو چی پوځ د قدرت په مبارزه کی سره دوې
ټوټې سی . د پاکستان اټومی وسلې د خاصو امنیتی شفرونو څخه پرته وسلوال کېدای هم نه سی .
زما د قدر وړ ملګرﺉ
او د سیمی څېړونکی « آرند دوبورش ګراو » دا خبردارﺉ ورکوی چی پاکستان به یو بل ایران سی . خو زه په دې مطمین نه
یم . ځکه اسلامی ګوندونو هیڅکله هم زیات ملاتړ نه دﺉ ګټلی . خو بیا هم پاکستان مخ پر خورا خطرناک سېل او توپان
باندی ور روان دی .
لاکن په افغانستان او صوبه سرحد کی د امریکې په مشرۍ صلیبی حالت ، د برتانوی راج د
ویکټوریا د شاعر « رودیارډ کپلنګ » هغه خبره راپه یادوی چی ویلي یې وو : « د لویدیځ دود او طریقو څخه وروسته بیا
هم آسیا متمدنه کېدای نه سی . دا ډیره پراخه آسیا ده چی په عین حال کی ډیره بوډۍ سوې هم ده . » پای