مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-12   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دآزادی راډيو :دپاکستان سره پاکستان مرسته کولای سي

ژباړونکۍ : زکريا پوپل


په روسي ژبه دآزادی راډيو دانټرنېټ پاڼی نه؛

۱۲/می/۲۰۰۹
هالنډ
دامريکا ددفاع وزير دپخواني سلاکار اېلي کراکوفسکي سره دآزادی اډيو خبريا يوري ږيګالکين مرکه .
دامريکا ددفاع دوزير پخوانۍ سلاکار اېلي کراکوفسکي وايي :
پاکستان دهغو ګواښونودله مېنځه وړولو لپاره ډېر وخت نه لري، کوم چي دطالبانو دبنسټ پال اسلامي غورځنګ له خوا ورسره مخامخ دی .
دپاکستان حالات ډېر جدي دي اودا خپله دپاکستان دکارنونتېجه ده . طالبان دسعودي عربستان په پيسو دپاکستاني استخباراتو لخوا په دې موخه جوړ سول، چي په افغانستان کي ټيکاو او هغه تر خپل کنټرول لاندي راولي .
ددغي م فکورې په عملي کولو کي دپاکستان په استخباراتي جوړښتونو کي افراطي اسلامستانو ډېر لوی رول ولوباوه او هغوی دطالبانو او القاعدې همکاريو په وړاندي زرغون څراغ ولګاوه . وروسته له هغه دوی په خپله پاکستان کي هم دطا بانو ددريځ دپياوړي کولو او دهغوی دغوښتونو دلوړېدو سره مرسته وکړه . دوروستيو مياشتو پېښي داڅرګندوي، چي طالبان او دپاکستان په حکومت کي ددوی ملاتړيو دخپل کامپاين نوی پړاو پيل کړی دی .
پوښتنه – ستاسو له نظره دطالبانو په خلاف دپوځي عملياتو هڅه به څومره مؤثره وي ؟
ځواب -  دا هر څه په دې اړه لري، چي دپاکستان حکومت او دوی ته وفادار پوځيان، پر پوځ څومره کنټرول لري . تر اوسه پوري خو داڅرګنده ده، چي دطالبانو په درولو کي پوځ هيڅ ډول برياليتوب نه دی لرلی  . کېدای سي ددې علت داوي، چي ځيني کسان دغه هڅي سبوتاژ کوي، يا شايد په دې خاطر وي چي دپوځ لويه برخه داسلامستانو لخوا کنټرولېږي او يا هم ددې خاطره چي پوځ په ښو وسلو او روزني سمبال نه دی . داسخته ده چي سړی دقيقه خبره وکړي خو داسي انګېرل کېدای سي، چي که اوسني عمليات ګټور نه سي او ډېري سيمي دطا بانو په لاس کي پاته سي نو په استخباراتي او نورو حکومتي جوړښتونو کي ددوی پټ ملاتړي به داسي احساس ورکړي، چي ځواک ددوی سره دی . نو دوی به ځانونه دسيوري نه راښکاره کړي، چي تر هغه وروسته به څرګنده کورنۍ جګړه رامېنځ ته سي .
پوښتنه – دامريکا متحدايالتونه دپاکستان دحکومت سره ددغه ډول پېښو درامېنځ ته  کېدو په مخنيوي کي م سته کولای سي ؟
ځواب – پاکستان تر افغانستان هم، چي لس ګونه مليارډه ډالره مرسته ورسره سوېده، دډېرو ستونزو نه ډک دی . واشنګټن هرومرو اسلام اباد ته دپيسو او پوځي تخنيک مرسته ورکوي . خو دپاکستان پرابلم کامپليکس ( پېچلی ) پرابلم دی . دهغه حل په افغانستان کي په ټيکاو پوري هم تړلی دی او په دې هم اړه لري، چي په خپله په پاکستان کي جدي سياسي هڅي وسي، ترڅو داسلامي بنسټپالني پر ځای بل بديل وړاندي سي . په دې صورت کي کېدای سي ب ياليتوب تر  لاسه سي .  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery