مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-14   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

فایننشل ټایمز: کرزی د بریالي توب په لاره کې

فایننشل ټایمز: کرزی د بریالي توب په اره کې

سرچینه: فایننشل ټایمزورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د  فایننشل ټایمز و ځپاڼې په خپله وروستۍ  ګڼه کې  د افغانستان  ولسمشریزو انتخاباتو په اړه یوه مطلب خپور کړی او په  دغه مطلب کې یې  هغه اړخونه را اخیستي  دي چې کوم یو کاندید کولای شي په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې  تر نورو مخکې شي.

ورځپاڼې دغه مطلب ته ((کرزی د بریالي توب په لاره کې)) تر نامه  لاندي عنوان ورکړی او لیکي چې  د افغانستان  د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له پیل شوې  سیالۍ  څخه د یو شمیر  مقتدرو او د خلکو تر منځ د څه نا څه محبوبو کاندیدانو وتلو، په دغو ټاکنو کې  حامد کرزي ته د بریالي توب چانس ور  په ب خه کړ.

ورځپاڼه لیکي چې له دغو سیالیو څخه دکورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالی، ګل آغا شیرزي  او انوارالحق احدي وتل د دې  لامل شول چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د حامد کرزي لاره هواره کړي.
فایننشل  ټایمز یکي چې اوس د کرزي پر  وړاندي دوه څه نا  څه  د نورو په پرتله غښتلي کاندیدان موجود دي چې یو یې ډاکټر عبدالله عبدالله او دوهم یې  هم  ډاکټر اشرف غني احمدزی دی.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم حامد کرزي مار ال محمد قسیم فهیم چې په یوه جنګ سالار پیژندل کیږي د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکل او د کرزي د دغه کار پر وړاندي پراخې نیوکې را بر سیره شوي خو له بل لوري هغه وتوانید  چې په خپل دغه انتخاب سره د داکټرعبدالله  عبدالله د سیمې  ډیر خلک په دې چې فهیم یې  له ځان سره نیولي د ځان په ګټه وکاروي.

فایننشل ټایمز  و ځپاڼه لیکي چې د کرزي بل عمده رقیب ډاکټر اشرف  غني احمدزی دی.
د ورځپاڼي په باور اشرف  غني  احمدزی که څه هم یوه لایقه تکنوکرات دی لیکن یو بي حوصلې او خورده ګیر انسان دی.
فایننشل ټایمز په پای کې لیکي چې اوس د کرزي په مخ کې  لاره هواره ده او داسي  جدي خنډ نه لیدل  کیږي چې نوموړی  دغې  څوکۍ  ته له رسیدو ا وګرځوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery