لیکوال : اریک مارګو
یس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۵/۱۷
پاریس ـ پاکستان تیره اوونۍ په صوبه سرحد کی
د پاڅېدلو پښتنی قبایلیانو پر ضد چی په لویدیځ کی یې له یو مخی « طالبان » بولی د خپل پوځ په ورخوشی کولو سره
باالاخره د واشنګټن قهرجنو غوښتنو ته پر ګونډو سو .
د اوباما ادارې د مفلس او ډیوالی پاکستان سیاسی او پوځی
مشرتابه ته اخطار ورکړ چی که اسلام آباد د افغانستان د پولی پر اوږدو پارېدلې صوبه سرحد ته خپل پوځیان و
نه لیږی ، نو امریکا به د کاله ۲ بلیونه ډالره نغدی پیسې او هم ۶٬۵ بلیونه ډالره آینده کومک ورڅخه ودرېغوی .
د دې کار په نتیجه کی د وینو ویالې وبهیدې یعنی ۱۰۰۰ « تروریسټان » ووژل سول ( خو اکثریت یې ملکی انسانان دی )
او ۱٬۲ ملیونو وګړو یعنی د سوات بشپړ اکثریت خلکو هم کډه وکړه .
هو، د امریکا لخوا د پاکستان کرایه سوي پوځ د
خپل ولس پر ضد خورا توره وکړه ، خو دا ډیره بده خبره ده چی له دې کارو څخه یې د هند سره په جګړو کی هیڅ هم نسو کو
ای . د ملکی انسانانو ټوټه ټوټه کول خو هسی هم ډیر ژغورنده او ګټور وی .
واشنګټن چی د افغانستان د پښتنی قوم
ونو ( چی دوی یې طالبان بولی ) په آرامولو کی ناکام سو ، نو اوس په ډک زړه غواړی چی په دواړو هېوادو کی د پښتنی م
اومت د ختمولو په غرض پاکستان ټوټه ټوټه کړی . د « سی آی اې » بی پیلوټه طیارو څه باندی ۷۰۰ پاکستانی پښتانه
وژلي دي . د دغو څخه فقط ۶٪ یې جنګیالي وو او د پاکستانی رسنیو له مخی نور یې ټول ملکی خلک وو .
پښتانه چی
په غلطه سره یې پټانان هم بولی ، د نړۍ تر ټولو لوی ټبر دی . پنځلس ملیونه یې په افغانستان کی اوسیږی چی د هېواد
نیمایی نفوس جوړوی . متباقی شپږویشت ملیونه هم تر پولی آخواته په پاکستان کی ژوند کوی . برتانوی استعمار د یو
ساختګی او جعلی سرحد یعنی د ډیورنډ د کرښی په ذریعه ( چی د افغانستان ـ پاکستان نننیً سرحد جوړوی ) پښتانه سره
بېل کړل . خو پښتنو هغه تر ننه هم نه دﺉ منلی .
ډیرو پښتنی قبایلو په ۱۹۴۷ کی په دې شرط د پاکستان سره یوځای
کېدنه ومنل چی د دوی ټاټوبی به کورنۍ خپلواکي لری او حکومتی پوځونه به هیڅکله نه ورځی . د سوات پښتنی دره په
۹۶۹ کی د پاکستان سره یوځای سوه .
څنګه چی پاکستاني پښتنو په افغانستان کی پښتنی مقاومت ته مرسته ورکړې ، نو
امریکایی بی پیلوټه طیارو هم پر هغوی بریدونه پیل کړل . واشنګټن اسلام آباد مجبور کړ چی پښتنی سیمو ته د
پوځونو په لیږلو سره خپل اساسی قانون تر پښو لاندی کړی . د دې کار نتیجه د فعلی پښتنی قهر او غوصې باعث شوه
.
زه د پښتنو سره په جنګ کی ملګرﺉ سوی یم او د هغوی افسانوی زړه ورتوب ، د شرافت او هوډ پیاوړﺉ احساس می
ه نږدې مشاهده کړی دی . دوی سخت جنګره ، خپل تر منځو مخالفت کونکي او ډیر خوږوَنګي او سوَځنده هم دي .
هر څوک
په دې ښه پوهیږی چی یو پښتون باید تهدید نه کړه سی او نه هم اخطار یا خبردارﺉ ورکړه سی . دا هغه خلک دي چی ام
یکا یې په دې لمسولې ده چی بن لادن یعنی هغه سړﺉ نه ورسپاري چی د شوروی ضد جنګ اتل یې بولی او د دوی میلمه دی .
هماغه د لرغونی زمانې « پښتنولی » تر ننه هم پر دوی واک چلوی یعنی دا چی : پر پښتنو حمله مه کوﺉ ، د دوی سره ټګۍ
مه کوﺉ ، د دوی د سپکولو څخه ډډه وکړﺉ . بدل یا انتقام د پښتنو لپاره یو سپېڅلی کار دی .
ناپوهی ـ
اوس
اوس خو د واشنګټن جاهلانه تګلارو او تیره اوونۍ د سوات بې رحمیو د هند لخوا پر پاکستان تر حملې را وروسته دوهمه
ډیره ستره خپسکه راپارولې ده . ښایی د دې هېواد ۲۶ ملیونه پښتانه ترې بېل سی او ځانونه د افغانستان د پښتنو سره
یوځای کړی او په دې توګه د پښتونستان په نوم خپل آزاد پښتنی دولت جوړ کړی . په دې کار سره به پاکستان پر منځ دوې
ټوټې سی او ښایی د هغه سرکښه بلوڅان هم بېلتون ته وپاروی او هغوی غښتلی هندوستان د پوځی مداخلې لپاره وغولوی او
پدې ډول د محاصره سوي پاکستان سره د اټومی جنګ خطر رامنځته کړی .
د صوبه سرحد پښتانه نورو ایالتونو لکه
پنجاب ، سِند او بلوچستان ته نه خو د پرمختګ تکل لری او نه یې هم توان ، بلکی دوی صرف غواړی چی یوازی پرېښودل سی .
د « طالبانو لخوا د پاکستان نیونه » صرف او صرف یو پروپاګنډ دی .
د هوارو مځکو پاکستانیانو په تکرار سره
جنګی ډوله اسلامی ګوندونه رد کړي دي . ډیر هغوی د پښتنو سره ځکه مینه نه لری چی غرني شډل خلک یې بولی او ځانونه
ترې ګوښه کوی . بل هم دا چی د پاکستان خورا ساتل سوي اټومی وسلې هم تر اوسه خو د خطر سره هیڅ نه دي مخامخ سوي . نو
د پاکستانی اټومی وسلو په هکله د خطر ږغونه هم د هماغو درواغجنانو لخوا راپورته کیږی چی کټ مټ یې د صدام حسین
د دغسی ساختګی وسلو پټه اجندا ورسره لرله .
اصلی خطر ـ
اصلی خطر هماغه د امریکا لخوا دی چی د لرغونو زم
انو د خښمېدلی تخیلی فیل غوندی عمل کوی ، پاکستان تر پښو لاندی لټپیر کوی ، او د اسلام آباد پوځ دې ته اړباسی چی
د خپلو خلکو پر ضد وجنګیږی . په دې توګه ، کېدای سی پاکستان تر امریکایی نیونی لاندی عراق غوندی پای ته ورسیږی
، پر درو برخو تجزیه او پر میدان بی وسه پاته سی .
که وضع همداسی روانه وی ، نو ښایی هېوادپال پاکستاني
پوځیان راپورته سی او هغه فاسد جنرالان او سیاست پوهان په ګولیو سوري سوري کړی چی د واشنګټن څخه روپۍ اخلی
.
عینأ بل ناوړه او شوم کار لا دا چی په پاکستان کی د غریبو او بی وزلو خلکو د پاڅون خپرېدنه ـ چی بیا هم د «
طالبانو » ټاپه پر وهل کیږی ـ کټ مټ د هندوستان د « نکسالیسټ » ښورښیانو غوندی د یو بنسټ پال ملی ښورښ بوی و
کوی .
هو، د عراق غوندی دلته په افغانستان کی هم د امریکا تګلاره د بی ځایه پوځی غرور او لوی جهالت
خوا مخته وړل کیږی . د اوباما ډله په دې نه پوهیږی چی د دې « افپاک » ستراتیژي څخه څه غواړی . خو زه به ورته ووایم
چی : دا هغه کرغېړنه چټلي ده چی موږ به ډیر وروسته ورباندی پښېمانه سو خو وخت به یې تیر وی . پای