ګلوبل انډمیل: طالبان او د
انتخاباتو کارتونه
سرچینه: د کاناډا ګلوبل انډ میل ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د
ګلوبل انډ میل ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د رایې ورکولو له کارتونو څخه د طالبانو د ګټي اخیستني په اړه یوه م
اله لیکلي ده.
ورځپاڼه لیکي چې ګڼ شمیر طالبانو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانګړي شوي کارتونه
اخیستي دي او دا نه ده چې هغوي په راتلونکو ټاکنو کې چا ته رایه ورکوي بلکه هغوي له دغو کارتونو څخه د تذکرو
او شناخت کارت په توګه کار اخلي او چې کله ورسره دغه کارت موجود وي نو په ډاډه زړه د افغانستان هرې برخي ته تګ
ا تګ کوي.
د ورځپاڼي په باور چې طالبان په دغو کارتونو سره حتی د افغان او نړیوالو ځواکونو نژدې هډو ته هم د
خپل تګ را تګ لپاره لاره هواره کړي ده.
ګلوبل انډ میل لیکي چې د رایو د ورکولو به کارتونو کې د هر افغان
هویت ذکر شوی نو همدا وجه ده چې طالبان هم له دغو کارتونو څخه د عادي وګړوپه توګه کار اخلي او دغه کارتونه د
ناوړو مقاصدو لپاره کاروي.
یو شمیر هغو ټيټ پوړو او لوړ پوړو طالبانو چې له دغې ورځپاڼي سره یې مرکې کړي ویلي
چې دوي د دې لپاره کارتونه نه دي اخیستي چې په ټاکنو کې برخه واخلي بلکې دوي په خپل دې کار سره غواړي د انتخاباتو
بهیر ګډوډ کړي او کارتونه د نورو مقاصدو لپاره وکاروي.
یوه طالب قوماندان ورځپاڼي ته ویلي چې دوي پلان لري
په ټاکنو کې د ولسي افغانانو له ګډون څخه هم مخنیوی وکړي چې پر وینا یې دغه حکومت د افغانانو نه بلکه د ام
یکایانو د غلامانو حکومت دی.
ګلوبل انډ میل ورځپانه لیکي چې طالبانو غه کارتونه د خپل هغه قوماندان د دستور
سره سم اخیستي چې د پاکستان په کویټې ښار کې اوسیږي او له هغي ځاې څخه د طالبانو د یو شمیر جنګیالو قومانده
پر غاړه لري.
یوه بل طالب د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط ګلوبل انډ میل ورځپاڼي ته وویل کله چې مونږ په ځیني م
واردو کې له بهرنیو ځواکونو سره مخامخ کیږو او هغوي له مونږ څخه پلټني کوي نو مونږ ورته د رایو د ورکولو
کارتونه ښیو او وروسته مو بیرته پریږدي او راته خنډونه نه جوړوي.
خو د کندهار والي توریالي ویسا بیا
ګلوبل انډمیل ورځپاڼي ته د پورتنیو مسایلو په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دغه څرګندوني د هغوي د تبلیغاتي
جګړې یوه برخه ده چې په بشپړه توګه واقیعت نه لري.
ویسا ویلي چې طالبان غواړي په خپلو دغو خبرو سره د ټاکنو را
روان بهیر ته تاون ورسوي خو دا کار نه شي کولای.
دا په داسي حال کې ده چې په کندهار کې د ټول ټاکنو د خپ
واک کمیسیون د ساحوي دفتر ویاند عبدالقاهر واصفي تر دې دمخه له طالبانو هم غوښتي وو چې د رایي ورکو
و کارتونه واخلي او د ټول ټاکنو په بهیر کې ورګډ شي.
خو د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند بیا د کندهار
والي له خبرو سره چندان موافق نه دی.
نور ګلوبل انډ میل ورځپاڼي ته ویلي چې د طالبانو او نورو عادي افغانانو
تر منځ توپیر ډیر ګران دی ځکه چې طالبان کومي مشخصي جامي نه لري او ښایې هغوي کارتونه تر لاسه کوي وي خو نوموړي
له امنیتي او کشفي ارګانونو څخه وغوښتل چې د تلاشۍ پر مهال له دغه ډول کسانو سره په دقت چلند
وکړي.