مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

ډیلي تلګراف: تر اور لاندي جنرال


ډیلي تلګراف: تر اور لاندي جنرال

سرچینه د بریټانیۍ ډیلي تلګراف  ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د بشر د حقونو یو شمیر مدافع ډلو ویلي  هغه جنرال چې د بارک اوبهاما لخوا په تازګۍ د افغان ماموریت د مشرۍ لپاره ټاکل شوی، تر  دې دمخه په ع اق کې وو او هغلته له بندیانو سره په ناوړه سلوک او د ولسي عراقیانو په خودسرانه نیولو او ناقانونه ساتلو تو ن دی.
یو شمیر امریکايي سرتیري هم چې له جنرال استنلي مک کریستان سره په عراق کې په دندو بوخت ول د جنرال له خوا له ورسره شوي سلوک څخه شکایتونه لري.
دغو سرتیرو د امریکې دفاع وزارت  ته هغه انځورونه او په موبایل ټ یفون اخیستل شوي فلمونه ور ښولي چې پکې جنرال کرستال له سرتیرو سره ناوړه سلوک کوي، چې پکې د سرتیرو وهل ډبول هم شامل دي.
ډیلي تلګراف ورځپاڼه لیکي چې د جنرال کرستال له خوا له خپلو سرتیرو سره دغه ناوړه سلوک د عراق پلازم ینې بغداد ښار ته په نژدې یوه پوځي هډه کې تر سره شوی دی.
جنرال مک کریستان؛ یو ایرلندۍ امریکایی، یوه ظاهراْ غلی خو غلونکی کس تیره اونۍ په افغانستان کې د ناټو او ایتلاف ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.
نوم وړی په عین حال کې د  امریکې د مرکزي قوماندانۍ د عملیاتي مدیر په توګه هم دنده تر سره کوي .
نوموړی د امریکې د دولت له خوا د داسي یوه  کس په توګه هم پیژندل کیږي چې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په نیولو کې یې پ انونه او کارونه ډیر موثر واقع شوي دي.
ډیلي ټیلګراف لیکي، ګارلاسکو اوس د بشر د حقونو د څار په سازمان کې د وسلو د برخې د ماهر په توګه دنده تر  سره کوي.
نوموړي د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ په عراق کې د بشري  ح ونو په برخه کې  پلټني کړي او په دغه وخت کې  یې د عراقیانو پر وړاندي د جنرال کریستال کړنې په دقت څارلي دي.
نوموړی وایې چې جنرال کریستان به ډیر ژر د امریکې د ثنا مجلس له خوا د هغه رپوټ په  اړه وپوښتل شي چې
د ده د ماموریت پر مهال په عراق کې د بشر د حقونو د څار سازمان له خوا ترتیب شوی دی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery