دیوې کارپاڼي په Aستون کي د یو لړمېوو نومونه ، په B ستون کي دهغوی وزن او په Cستون کي دهغوی ټولټال قیمتونه ټايپ کړئ .
اوس پوښتنه داده چي څنګه دهرپونډ(Pound) قیمت لاس ته راوړلای سو؟
محاسبه :
دهر پونډ قیمت په لاندي ډول لاس ته راوړلای سو :
۱:- په یوه کارپاڼه (WorkSheet) کي لاندي امتوک (Data) او یا هم خپل دخوښي وړ امتوک
ټایپ کړئ .
۲:- د D2 حجرې څخه نیولې تر
D8 حجرې پوري انتخاب کړئ .
۳:- دغه فورموله ( =C2/B2) ټایپ کړئ .
۴:- د
Ctrl او Enter
تڼۍ په یوه وخت کښېکاږئ .