مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-24   مخپرونکئ : هاري ( harri )

د کندهار بې فرهنگه چارواکي (هاري)

هاري - وا نگټن

د کندهار بې فرهنگه چارواکي


په ژړا باندي چا ندي، سرې ماڼۍ ابادي کړي
په ښېرو باندي چا ندي، مړې پېړۍ ازادي کړي
دا ستا زور پښتو او توره، ستا د سرې ويني غورځنگ
چي دا ښکلى سر دي ټيټ شي، ځوانه ډېر ښکاري بدرنگ
ستا دا لاس د قسمت لاس دي، ورانول جوړول دوى کا
ستا په سترگو کښې اجل دى، ورکول سوځول دوى کا
پاڅه وښيه دنيا ته، د پښتون د بچو ننگ
پاڅه واوروه شغال ته، د ويستلو تورو شرنگ   (غني)


د کندهار د انار گل په مشاعره کي د بېنوا  فرهنگي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار، د کندهار د پوهنتون محصلين عزت الله اميد، او غلام محمد حميدي، او نورو ليکوالانو وهل او سپکاوى په حقيقت کي افغاني فرهنگ او ثقافت ته څرگند اهانت او سپکاوىگڼم.  په يوه رسمي مجلس کي د کندهار پر فرهنګيانو باندي وحشيانه بريد د بې فرهنګۍ، بې سوادۍ، او خرتوب څرګند علايم بولم. د کندهار د چارواکو دا عمل په کلکه غندم. او د خداى لعنت پر وايم. په يوه فرهنگي غونډه کي، د يو شمېر هڅاندو ځوانانو پرخلاف د کندهار د شرير او بې سواده  ښاروال غلام حيدر حميدي،  او د کندهار د ملي امنيت يا "ملي شر" د لنډغرو  ناځوانمردانه بريد غندم.


په ډېره خواشنۍ سره بايد ووايم چي د کندهار د والي ښاغلي  توريالي ويسا او د مطبوعاتو او ک تور ريس ښاغلي عبدالمجيد بابي څخه د يوه داسی کرغېړن عمل هيڅ تمه نوه.  ښاغلى ويسا يو ډاکټر، په خارج کي عالي تحصيلات کړي، او په اکاډميکي روحيې او اخلاقو باندي پوه، او ها بل د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په ياست کي د استاد حبيبي پر چوکۍ ناست، ليکوال، او وخت نا وخت د انساني شعور، پښتو، او فرهنگ خبري لا هم کوه.  د دوى په امر د يو شمېر فرهنگيانو پر خلاف  يو داسي سپک اقدام  اصلا له تصوره بهر خبره ده. ځکه د فرهنگيانو سپکاوى او توهين د جاهلانو او جابرانو کار دى. خو څه ښه وايي:  (چي اوسې په خوی به د هغو سې.)


بلخوا، د دغه جنايت په ارتباط د ښاغلى ډاکټر اشرف غني له دريځ او اقدام څخه سل په سل دفاع کوم.  پدې برخه د هغه سره خپل ملاتړ اعلانوم.  دغه راز، د ډاکټر اشرف غني څخه غواړم چي د دغه کرغېړن جنايت پر ضد د يوه پراخ او سراسري اعت اض بند و بست هم وکړي.  ځکه که چيري د کزري د غوجل له ډانگيانو سره نېغ په نېغه مبارزه ونسي، زه يقين لرم چي د انتخاباتي کمپېن په ترڅ کي به د ښاغلي اشرف غني پر نورو مخلصو او پاکو پلويانو باندي همدا ډول ناځوانمردانه ح ملې لا پسي ډېري سي.  د کرزي پلويان يوه ترهېدلی گورم ته پاته کېږي. هغوی پوهېږی چی که چيری په راتلونکی انتخاباتو کی ناکامه سی، ضرور به د خلکو له انتقام او موجه قهر سره مخامخ سی.  همدا وجه ده چی لکه وحشی ځناور هري خواته خوله اچوي. مګر حقيقت دا دی چی دکرزي د کيسه بريو، لوټ او تالان د ختمېدو وخت را رسېدلی دی، او د حساب و کتاب، شفافيت، او مسوليت وخت راتلونکی دی.


کرزى او د هغه ناشولټه پلويان پدې ښه پوهېږي چي په افغانانو کي سخت منفور او رټل سوى دى.  هغوى پوهېږي چي يوازي او يوازي د خارجي عسکرو په زور او مټ حکومت کوي، او د بې ننگۍ او شرم ژوند ته  ادامه ورکوي. هغوى پوهېږي چي په شفافو او منصفانه انتخاباتو کي به ضرور مات سي، نو بنا سر له اوسه يې لا بدماشيو او جنايتونو ته ملاوي تړلي دي، او غواړي چي خلک وبېروي.  وحشت او ټرور ايجاد کړي. سياسي اختناق او ډآر خور کړي. ليکوال او قلم مات کړي.  حق او رشتيا وځپي. او د افغان ولس د رشتينو بچيانو خولې بندي او ماتي کړي.

 مگر گرده افغانان په تېره بيا معلمان، محصلين، او باشعوره ځوانان  بايد د کرزي د دغه کرغېړن عمل په مقابل کي سخت مقاومت وکي. لاسونه سره يو کړي.  پر يوه واحد سياسي مرکز باندي اغونډ سي، او کرزى داسي مات او زبون کړي چي بيا د هغه غوندي يو بل گوډاگى د دې جرات ونکړي چي د افغان ولس پر بې دفاع بچيانو باندي لاس پورته کړي.  هغوى تهديد او وډبوي. افغان منورين مجبوره دي چي د کرزي په مشرۍ د دغه غير ډيموکراتيک جريان په مقابل يو موټي سي. هملاسي، همکاري، او همغږي راولي. خپل اواز اوچت کړي. او له اوسني حاکم و داړمارانو سره ډغري ووهي.  لنډه داچي د کرزي ماتول د افغان ولس کاميابي ده، او  بر عکس د هغه برى د افغان ملت ماتې او تباهي ده. 

 
بله خبره دا ده چی د کندهار پر فرهنګيانو باندی حمله د کرزي ټولو مخا فانو ته يو څرګند سياسی پيغام هم لری، او هغه دا چی د کرزي پر خلاف عمل کول، بد عواقب لری. زه پدې عقيده يم چي په راتلونکو انتخاباتو کی به د کرزی د غوجل ډانګيان سخت فعاله سی. هغوى به له هري وسيلې څخه استفاده وکړي.  د هغوى تر ټولو مهمه وسله د ډار او ټرور خورول دي.  د رشوت او پيسو شندل دي.  د رسمي مقامونو ورکول دي. او باالاخره د ډاکټر احدي غوندي افغان ضد، مذبذبو، او مبتذلو عناصرو تطميع کول دي.


کرزى او د هغه پلويان پوهېږي چي دا ځل د هغوى لپاره په پښتني سيمو کي هيڅ ملاتړ نسته، نو بنا هغوى غواړي چي پدې سيمو کي د هر ډول رايه اچولو مخه  ونيسي. هغوى گومان کوي چي افغان ولس دونه کمزورى او دردېدلى چي د هيڅ ډول مقاومت توان نلري. هغوى غواړي چي پښتانه تر دايمي فشار لاندي وساتي. نو بنا، د دغه شرير جريان ختمول پکار دي. د کرزي او د هغه له افغان ضد ټيم سره مقابله پکار ده.   والسلام.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery