مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-25   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

انډیپینډینټ:د مسلمانانو پر وړاندي د فشارونو نوي څپه

انډیپینډینټ:د مسلمانانو پر وړاندي د فشارونو نوي څپه

سرچینه: انډیپینډینټ ورځپاڼه

ژباړه : میرویس جلالزی

وروسته تر هغه چې په نیویارک ښار کې تیره اونۍ څلور تنه له ترهګرو سره د تړاو په ارتباط او په  یوه هوايي ډګر او دوو ک یساګانو د بریدونو په تور ونیول شول ویل کیږي چې  په امریکې او بریټانیې کې په میشتو یو شمیر مسلمانانو باندي فشارونه زیات شوي ، په هوآيي ډګرونو کې د هغوې ټولي کړني، تلیفوني اړیکي او تګ را تګ  د جاسوسي پټو ادارو له خوا څارل کیږي.

یو لړ هغه اسناد چې بینوا ویب پاڼي ته رسیدلي ښیې چې نیول شوي څلور واړه کسان ام یکایان دي یو یې  جیمزکرومیتي نومیږي دوهم تن یې  دیویدویلیامز، دریم تن یې ناتاویلیزم او لاګرپاین  د دغې څلور کسیزي ډلي څلورم کس وو چې په دې ورستیو کې له مسیحیت څخه اسلام ته را اوښتی وو.

د نیویارک ښار د ریوردیل سیمې د پولیسو یوه مشر وویل چې دغو څلورو کسانو به پاکستان او افغانستان کې د مسلمانانو حالاتو ته  په کتو سره دغه کار ته ملاتړلي وخو په ټوله کې تر اوسه نه ده څرګنده چې دغو څلورو مسلمانو امریکایانو ولي او د څه لپاره غوښتل دغه احتمالي بریدونه تر سره کړي.

د دغې   غیر منتظره ګرفتارۍ په حاشیه کې د امریکې  نوي ولسمشر بارک اوبهاما د خپل  ملک د استازو او سناتورانو یوې ډلي ته وویل چې د القاعدې  ډلي په امریکې باندي د نویو بریدونو تابیا نیسي او دغه ګرفتاري هم د احتمالي ترهګریزو بریدونو د پلان د موجودیت ښه ثبوت دی.
په ورته وخت کې د انګلستان اینډپینډینټ  ورځپاڼي هم ویلي چې د دغه ملک (ام ای ۵) استخباراتي سازمان له دغې ګرفتارۍ وروسته په مسلمانانو او په خاصه توګه په افغان او پاکستاني مسلمانانو باندي چې په دغه ملک کې  ژوند کوي په پټه څارنه کوي او ښایې د هغوي مخابراتې مکالمې هم  تعقیب  کړي په داسي حال کې چې  د انګلستان د کو نیو قوانینو له مخې دغه کار جواز نه لري.
د لندن ښار د یوې شمالې برخې ۵ تنو مسلمانانو انډیپینډینټ ورځپاڼي ته ویلي چې دوي د  انګلستان یوه هوايي ډګر ته نژدې د نیویارک تر ګرفتارۍ یوه ورځ وروسته ونیول شول او دوي ته د جاسوسي سازمان له خوا وویل شول چې که چیرته له دوي سره  پټه همکاري کوي نو بیرته به آزاد شي که نه نو له ت هګرو سره به د تړاو تور پرې ولګول شي.
دغه پینځه مسلمانان په ناحقه نیول شوي وو چې وروسته بیا د انګلستان کو نۍ استخباراتي ادارې بیرته آزاد کړل.
په انګلستان کې د مسلمانانو د چارو د عمومي کمیټې یوه ویاند وویل چې م ونږ  هڅه کوو د انګلستان مسلمانو ځوانانو ته د غربي  دیموکراسۍ په باب په ښکاره او پټه روزنه ورکړو  په داسي حال کې  چې زمونږ استخباراتي  اداره دغه ډول کړني تر سره کړي نو دا به زمونږ  پروګرام له ستونزو سره  مخ کړي او په ورته  وخت کې به د غلته د میشتو مسلمانو ځوانانو حساسیتونه نور هم را وپاروي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery