ګوبل انډ میل: د افغانستان خوندي توب
سرچینه: ګلوبل انډ میل ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د کاناډا ګلوبل انډمیل و
ځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د ساتنې تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي ده.
ورځپاڼې لیکلي چې تمه
کیږي د ۲۰۱۱ کال په پای ته رسیدو سره کاناډا هم خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي خو دا کار په دې معنی نه
دی چې کاناډا به خپل حضور په افغانستان کې پای ته رسوي.
په کابل کې د کاناډا سفیر ورځپاڼي ته ویلي چې که څ
ه هم دوه کاله وروسته په افغانستان کې زمونږ پوځي ماموریت خطمیږي خو په دې کار سره سره به کاناډا په
افغانستان کې خپل حضور ولري، او یو شمیر کاناډايي ملکي کارکونکي، دیپلوماتان او د بشري خدمتونو وړاندي کونکي
به دغلته پاتې وي.
د کاناډا ډیری سرتیري د افغانستان په کندهار ولایت کې ځای پر ځای دي.
ګلوبل
انډ میل ورځپاني لیکلي چې له افغانستان څخه د تلونکو ټولو کاناډایي سرتیرو ځای به امریکايي ځواکونه ونیسي
او له دې سره به د امریکايي ځواکونو حضور نور هم پراخ شي.
کلوبل انډمیل لیکي چې په افغانستان کې میشت کانا
ايي دیپلوماتان تر اوسه په دې اړه څه نه شي ویلای چې ایا دوي به د ۲۰۱۱ کال تر وروستۍ میاشتې وروسته په
افغانستان کې وي که څنګه خو په کابل کې د کاناډا سفیر وایې :که چیري په افغانستان کې زمونږ پوځيان شتون و نه لري نو
دا په دې معنی نه ده چې مونر به په افغانستان کې و نه اوسو.
کاناډا د نړیوالي ترهګرۍ پر وړاندي م
بارزه کې د امریکې نژدې متحد هیواد دی او په کندهار کې شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر لري چې د طالبانو د واکمنۍ له س
وط وروسته یې په لسګونو سرتیري د دوو دیپلوماتانو په ګډون وژل شوي هم دي.