ايا خليلزاد به يوځل بيا د افغانستان
وايسروي سي؟
د نيويارک ټايمز اخبار د مې پر ١٨ خبر وړکړ چي ښايي زلمى خليلزاد په افغانستان کي د کرزي سره
په حکومت کي شريک سي. د نيويارک ټايمز دې خبر په افغاني او بين المللي مطبوعاتو کي ښاېسته زيات زوږ او عکس
العملونه ايجاد کړل. د اکثرو مبصرينو تبصرې پر دې ټکي را څرخېدې چي گواکي کيسه ختمه ده، او د اوباما حکومت دې
فيصلې ته رسېدلى دى چي کرزى وساتي او خليلزاد يو ځل بيا کابل ته د متحده ايالاتو د وايسروي په حيث ولېږي. په بل
عبارت، ښاغلى اوباما غواړي چي يوه زړه" استعماري" لوبه بيا تکرار کړي. دغه راز، ځينو مبصرينو ويلي وو چي
اوباما پوهېږي چي په کرزي څه نده جوړه، نو بنا شارلتان خليلزاد چي د بوش په پېر کي يې هم د وايسروي دنده درلوده
يو ځل بيا وازموي. ددغو مبصرينو په گومان خليلزاد به وکړاى سي چي د افغانستان لپاره د امريکا استعماري پا
يسي ښه منظمه کاندي. خو زه لدې تبصرو سره موافق نه يم، او خپل دلايل به دلته د محترمو لوستونکو سره شريک
کړم.
د نيويارک ټايمز د رپوټ په اساس به د خليلزاد رسمي مقام صدراعظم ته ورته يو اجرايوي مقتدر
پوسټ وي. د ورځپاڼي په وينا دا نوى مقام به پارلمان ته مسوليت و نلري. کرزي به تش په نامه جمهورريس وي، او
اداري کارونه او مسوليتونه به د خليلزاد په صلاحيت کي وي. کرزي به د کابليان په اصطلاح "مولي" غوندي ناست
وي، او گرده ورځ به په ارگ د ډېر بېکارۍ له وجي مېږيان سره جنگوي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي د اج
ايوي پوسټ د خلقولو نظريه لمړى د برتانيې صدراعظم گولډن بروان وړاندي کړې وه. کله چي کرزى واشنگټن ته راغ
ى، هغه همدا مفکوره د متحده ايالاتو د بهرينو چارو د وزيري مېرمن کلنټن او ښاغلي هولبروک سره شريکه کړه.
اخبار زياتوي چي هغوى په ښکاره د کرزي د دې وړانديز سره مخالفت و نه کړ، او ورته وې ويل چي دا ستا او خليلزاد
خپلمينځي مسله ده. په بل عبارت، موږ پدې معامله کي گډون نه غواړو. اخبار ليکي د متحده ايالاتو مقامات
ټينگار کوي چي د خليلزاد د صدارت مفکوره دوى نده وړاندي کړې.
اوس نو، ولي کرزي دا مفکوره په وا
نگټن کي د امريکايي مقاماتو سره شريکه کړه؟ زما اټکل دا دى څرنگه چي کرزى له ازله پياده سړى دى، او په خوب
کي يې هم د جمهوري رياست مقام نوو لېدلى. خو بخت ياري ورسره وکړه، يو چانس برابر سو، او هغه د امريکا په زور
د جمهوري رياست مقام ته ورسېد. خو څرنگه چي اوس په متحده ايالاتو او بين المللي ټولنه کي د کرزي اعتبار
سخته صدمه لېدلې ده، او بلخوا د هغه پخواني نيوکان ياران هم گوښه چيرته په غارونو او سمڅو کي پټ دي، نو بنا ک
زى کوښښ کوي چي په هره وسيله، چم، او ټگماري چي وي خپل مقام وساتي. هغه چمتو دى چي خپل ټول قانوني قدرت
او صلاحيت څخه تېر سي، خو تش په نامه جمهور ريس پاتي سي.
همدا راز، زه گومان کوم چي کرزي ځکه دا مسله په
واشنگټن مطرحه کړه چي د هغه په گومان واشنگټن به ددې طرحي سره مخالفت ونه کړاى سي. ځکه خليلزاد د متحده ايا
اتو سفارتونه کړي دي، او د خپل سفير سره څرگند مخالفت دپلوماسي نده. کرزي غواړي چي پدې ترتيب هم خپل مقام
وساتي، اوهم امريکايانو ته دا ثابته کړي چي لا تر اوسه د امريکا گوډاگى دى. مانا داچي هغه پخوانۍ خبري چي
غواړي د " نورو هېوادونو " سره اړيکي ټينگي کړي، هسي د انتخاباتي مبارزې لاپي شاپي وې. دغه راز، څرنگه چي خلي
زاد د بوش د ناکامي ادارې د پاتي شونو څخه دى، هغه هم په يوه کار او روزگار پسې گرځي. د هغه لپاره يو ځل بيا
په افغانستان کي مطرح کېدل، کېداى سي چي يوه بله سياسي ډارمه او مشغوليت وي.
دغه راز، زه باور لرم چي دا م
فکوره د متحده ايالاتو لپاره هم ډېره بده او کرغېړنه ده. د امريکا يو پخوانى ناکامه سفير په افغانستان کي
"صدراعظم" کېدل د ټولو منل سويو بين المللي معيارونو پر خلاف يو عمل دى. کله چي خليلزاد په افغانستان کي سفير
وو، هغه د افغانستان په مسايل کي دونه دخيل وو چي په تاريخ کي يې ښايي ډېر کم سارى پيدا سي. خو د خليلزاد له
دغو څرگندو مداخلو سره سره بيا هم نن ورځ گورو چي همدغو مداخلو پرته له بدمرغيو او جنايت څخه بل هيڅ شى
افغانستان په سوغات ندي را وړي. د خليلزاد ناروا مداخلو د متحده ايالاتو گريوان هم څيري کى. د خليلزاد په
پېر کي، د افغانستان د نوي حکومت خښته په لمړۍ ورځ کږه کښېښودل سوه. جنگسالاران، جنايتکاران، او غله معاف څه
چي بلکي لوړو مقامونه ته ورسېدل. د کرزي په اداره کي د پښتنو سپکاوى او تهديد د حکومت رسمي پاليسي سوه. مهم
وزارتونه د شمال ايتلاف غلو او نااهلو کسانو ته ورکړه سول. او لنډه داچي د ديرش کلن ناروين نامتو ډاکوگان
د افغانانو پر برخليک باندي حاکم سول.
بل پلو، که څه هم خليلزاد د جهاد په پېر کي د متحده ايالاتو د
بهرنيو چارو په وزارت کي يو چولر مامور وو، خو هله هم د خليلزاد روابط د اخواني او مذهبي ډلو سره خورا گرم او
ژور وه. د نن ورځي په شخړو کي ددغو مذهبي ډلو گډون يوه روښانه خبره ده. دغه راز، د خليلزاد نقش د بن په تباه
کونکي کانفرانس کي هم نن ورځ ټولو ملي او خواخوږو افغانانو ته د لمر په شان روښانه ده. نن سبا، د بن کانفرانس پر
خلاف د براهيمي او برتانيې د بهرنيو چارو د وزير په گډون اکثره نور مبصرين او عالي رتبه مامورين خبري کوي.
نو بنا، زه گومان کوم چي د دغه راز يو بد رکاډ درلودل د خليلزاد د بيا راتگ چانس تر ډېره حده ناممکن
کوي.
بلخوا، د اوباما اداره د قانون او نوي پېر د پېلولو خبري کوي. ښاغلي اوباما افغانستان نه
يوازي نوى سفير استولى دى، بلکي نوى قومندان يې هم ورته ټاکلى دى. د خليلزاد لېږل د يوه نوي پېر پر خلاف اقدام د
. همدارنگه، د خليلزاد بيا استول به په نړيواله سطح کي هم د متحده ايالاتو حيثيت ته صدمه ورسوي، او حال دا
چي اوباما هڅه کوي چي د امريکا بايللى حيثيت بېرته اعاده کړي. خليلزاد ثابته کړېده چي قانون ته چندان
پابندي نلري. هغه به د قانون له چوکاټ څخه بهر کار کوي. په بل عبارت، خليلزاد به د يوه استعماري ناظم په
شان عمل کوي، او د افغانستان پارلمان به ژړي سترگي ور ته گوري. زه باور لرم چي اوباما به دا ډول سياسي کم ع
لي ونکړي. زه گومان کوم چي د خليلزاد د "صدارت" مسله د کرزي او خليلزاد يوه جوړه سوې دسيسه وه چي له اوله س
ه ناکامه وه، او يوازي او يوازي د کرزي سياسي خامي ښيي. والسلام.