مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-06   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

ګارډین: له افغانستان سره ډیري مرستې ضایع کیږي

ګارډین: له افغانستان سره ډیري مرستې ضایع کیږي

سرچینه: ګارډين بریټانوۍ  ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس  جلالزی


د ګارډین ب یټانوۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د اکسفام بریټانوۍ خیریه  ټولني د وروستي رپوټ په اړه یوه مقاله خپري کړه ده.
ګارډین د اکسفام ټولنې له یوه مشر څخه په حواله لیکي  چې له افغانستان سره د نړیوالي  ټولني د م ستو ډیره برخه ضایع کیږي او اړو کسانو ته نه رسیږي.
اکسفام ټولني ویلي چې له افغانستان سره شوي ډیری اندازه  مرستې د بهرنیو قراردادیانو یا ټیکه د ارانو له خوا په سمو لارو نه مصرفیږي او دغه نادولتي موسسې له دغې لارې بی دریغه  ګټي تر لاسه کوي.
د اکسفام ټولنې د افغانستان د چارو یوه مشر ښاغلي والډمن  خبریالانو ته ویلي چې د بهرنیو انجوګانو له خوا ډیري پیسې په لوکسو موټرو، لوړو معاشونو او مفشنو بلډنګونو لګول کیږي په داسي حال کې چې په دې کار سره د نړیوالي ټولني په باب  د ولسي افغانانو عصه د هرې ورځي په تیریدو زیاتیږي.
ګا ډین لیکي چې هغه هیوادونه چې له افغانستان سره مرستې کوي خپلي ډیري پیسې د خپلو هیوادونو د نا دولتي موسسو له خوا په افغانستان کې لګوي او دغه انجوګاني په دې مجبوریږي چې خام مواد او نور اړین وسایل له مرسته کونکي هیواد څخه وپیري چې په دې کار سره غټه شمیره مرستې بیرته د مرستندویه هیوادونو جیب   ته ځي.
ګارډين لیکي چې دا م همه ده چې بهرنیان هم په افغانستان کې ګټه وکړي خو اصلي خبره دا ده چې ګټه باید په څه ډول او په څه اندازه وي.
د اکسفام ټولني مشر والډمن په مادرید کې د ګارډين ورځپاڼي خبریال ته ویلي چې له افغانستان سره د مرسته شویو هرو دریو برخو پیسو  یوه برخه یې بیرته مرستندویه هیوادونو ته ځي.
ګارډین ورځپاڼه لیکي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو موثریت ځکه کم دی چې د مرستو غټه شمیره د غیردولتي نړیوالو ټولنو له خوا حیف او میل  کیږي او هغوي پرته له دې چې د افغانانو ژوند ته اعتنا ولري هغه څه تر سره کوي چې غواړي یې او د دوي پکې ګټي وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery