لاسنجلس ټایمز: د
نویو امریکايي سرتیرو ټکان ورکونکي تلفات
سرچینه: لاسنجلس ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: می
ویس جلالزی
د لاسنجلس ټایمز امریکایۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نویو ام
ریکايي سرتیرو د تلفاتو او په ټوله کې په دغه هیواد کې د نویو امریکايي سرتیرو د ماموریت په اړه یوه لیکنه
خپره کړي ده.
لاسنجلس ټایمز لیکي چې د مې میاشتې په ۲۲ مه نیټه هغه مهال په افغانستان کې م
یشتو امریکايي قوماندانانو ټکان وخوړ چې د نویو امریکايي سرتیرو یوه اپاچي ډوله چورلکه را ولویده او یو
میر امریکايي سرتیري پکې مړه او ژوبل شول.
دغه چورلکه د امریکې د هوايي قواوو یوه برخه وه چې د
افغانستان لپاره د بارک اوبهاما د نوي ستراتیژۍ له مخې د تازه دمو سرتیرو سیره یو ځای افغانستان ته استول
وي وه.
د امریکې نوي ولسمشر د ولسمشرۍ څوکۍ ته په رسیدو سره پریکړه کړي ده چې افغانستان ته به ۲۱ زره نور
امریکايي سرتیري استوي او دغه سرتیري به د افغانستان په جنوبي، مرکزي او یو شمیر ختیځو سیمو کې ځای پر
ځای کیږي.
لاسنجلس ټایمز لیکي چې تر اوسه ډیری امریکايي سرتیري د افغانستان په ختیځ کې ځای
پر ځای ول خو اوس به نوي امریکايي سرتیري تر ډیره بریده د افغانستان په جنوب، لویدیځ او جنوب لویدیځو سیمو
کې ځای پر ځای شي.
امریکايي قوماندانان په دې باور دي چې دغو خطرناکو سیمو ته په تګ سره به امریکايي
سرتیري له ډیرو ننګونو او مقاومتونو سره مخ شي او له هغو دښټو څخه به د دوي عبور یو ګران او ستړی کونکی کار وي
چې د تودوخي درجه هم پکې مخ پر لوړیدو ده.
لاسنجلس ټایمز لیکي چې امریکايي قوماندانان اوس په دې ښه پوهیږي چې د
دښمن د سیمو زړه ته به د امریکايي سرتیرو ورتګ له تلفاتو خالي نه وي خو امریکايي قوماندانانو ته راتلونکي څو
میاشتې ډیري مهمې دي او هغوي تمه لري چې په دغو میاشتو کې باید د افغانستان په حالاتو کې یو څه بدولون او د
تیر په پرتله توپیر رامنځ ته شي.
لاسنجلس ټایمز لیکي چې افغانستان ته د استول کیدونکو نویو سرتیرو یوه ب
خه هوايي قواوي جوړوي.
دغه ځواک به هغه چورلکي هم په واک کې ولري چې د واټ د غاړې ماینونه پیژندلای شي
او په شنډولو کې یې له سرتیرو سره مرسته کولای شي.
لاسنجلس ټایمز لیکي چې د واټ د غاړې چاودنې اوس د
طالبانو د جګړې یوه مهمه برخه جوړوي او که چیرته د هغوي د دغه تکتیک مخه ونیول شي نو دا به د امریکايي
سرتیرو دښمن (طالبانو) ته یو ستره ضربه وي.