لیکوال : عبدالملِک مجاهد
منبع :
کوَنټر پنج اورګ ( امریکا )
د « سی آی اې » د نړیوال معلوماتی کتاب له مخی د یو افغان متوسط عُمر صرف ۴۴ کاله
دی . دا د پاکستان او ګاونډو هېوادو تر هغې ۲۰ ـ ۳۰ کاله لږ دی . دا د هېواد د روانی تباهۍ فقط یوه نتیجه ده .
دغه جنګ په ۲۰۰۱ کی پر افغانستان باندی د امریکا په یرغل سره نه دﺉ راپیل سوی ، بلکی دیرش کاله وړاندی
ا د ۱۹۷۹ په ډسمبر کی هله شروع سوی دی چی پخواني شوروی اتحاد پر دغه هېواد حمله وکړه . د دې جګړې انسانی تلفات نا
ثابته دي : څه باندی یو ملیون افغانان ووژل سول او درې ملیونه هم معیوب سول .
پنځه ملیونه ( یعنی د دې جنګ څخه
دمخکني نفوس یو پر درېیمه برخه ) مجبور سول چی له هېواده ووزی او مهاجر سی . همدا نن هم ۳٬۱ ملیونه افغانان ،
چی د نړۍ د مهاجرو ۲۷ سلنه جوړوی ، د مهاجرت شپې سبا کوی . اکثریت هغوی په پاکستان کی اوسیږی . نور دوه م
یونه افغانان هم د هېواد په دننه کی بې ځایه سوي دي . په ۱۹۸۰ لسیزه کی د نړۍ د هرو دوو کډوالو څخه یو یې افغان و .
د نن ورځی اکثریت ژوندیو افغانانو بېله جنګه بل څه نه دي لیدلي . په افغانستان کی ورځنی ژوند ډیر خوار او
بدمرغه دی . د هېواد صرف شپږ سلنه خلک برق لری حال دا چی سوړوالی یې د شیکاګو د ژمي غوندی دﺉ . حتی په کابل یعنی د
هېواد په مرکز کی لا هم برق د ورځی صرف څو ساعته راځی . په لرګیو رواجی تودوَل ځکه ستونزمن دی چی په افغانستان کی
د ۳۰ کلن جنګ او د ځنګلونو د تباهۍ له وجی دومره لرګي نه دي پاته سوي . تیر کال د ډیر ساړه له امله څه باندی ۱۰۰۰
کسان مړه سول .
د یونیسیف له مخی « د دولتی ښوونځیو څخه څه نا څه دوه ملیونه زده کونکی د څښلو صحی اوبو ته
لاس رسی نه لری او د افغانستان د دغو مکتبونو ۷۵ سلنه ژغورنده روغتیایی آسانتیاوی نه لری . »
د
افغانستان په اکثریت سیمو کی نظم او قانون نسته . په کابل کی حکومت لږشانته موجود دﺉ . پخواني جنګسالاران نن
مشران دي . د مخدره موادو او جرمونو لپاره د ملګرو ملتونود څانګی لخوا په ۲۰۰۸ کی د افغانستان د تریاکو سروې دا
حقیقت ډاګیزه کړی چی « افغانستان د نړۍ د تریاکو د کرلو او تولیدولو تر ټولو لوی هېواد دی چی د نړۍ د مخدره ییزم
ارکیټ ۹۳ سلنه جوړوی . » د برتانیې یوې ورځپاڼی راپور ورکړی چی « د هیروًینو په تجارت کی څلور تر ټولو غټ کا
وباریان د افغان حکومت لوی غړي دي . »
طالبان چی د ظلمونو له امله یې خپل مشروعیت د لاسه ورکړی ، بیا
هم ځینی وختونه د افغانانو لخوا په افغانستان کی یو وخت د امنیت راوړونکو په توګه بلل کیږی .
ښځی بیا هم د
هېواد د دغه دیرش کلن جنګ اول نمبر قربانیانی دي . د ملالۍ جویا یعنی پارلمان ته د انتخاب سوی غړی او په حکومت
کی د جنګسالارانو او جنګی مجرمانو د زړه وری انتقاد کونکې له خولې « د افغانستان د ښځو د آزادولو او د ترو
یسټانو پر ضد د جنګ تبلیغات ټول درواغ دي . » هغې په لندن کی د بشری حقوقو لخوا د جایزې د اخیستلو پر مهال په
خپله وینا کی وویل چی :
« زموږ هېواد تر اوسه هم د جنګ ، جنایتونو او د بنسټ پالو د وحشتونو تر سیوری لاندی دﺉ
، ښځي د دې شرایطو لومړنۍ او خاموشانه قربانیانی دي . عدالت په افغانستان کی وجود نلری . نن په افغانستان کی د
ژوند هر اړخ د ښځینه حقوقو څخه نیولې تر امنیت ، نظم او قانون او د مخدره ییز مافیا تر تسلط پوری هر څه یوه
غمیزه ده . »
د افغانستان تقریبأ دوه نسله کوچنیان په جنګ کی را لوی سوي دي او بېله جنګ ، بمونو ، بی کورۍ
او لوږي څخه یې بل څه نه دي لیدلي . دوی د هغو کسانو لپاره یو آسانه هدف دﺉ چی غواړی د پیسو ، مخدره موادو او
وسلو لپاره افغانان یو تر بله سره ولوبوی .
افغانستان په ۱۹۷۹ کی د شوروی تر یرغل مخکی د خوراکی موادو له
مخی تقریبأ پر ځان تکیه و . کیڼ لاسي حکومت ډیر اقتصادی او اجتماعی اصلاحات وکړل ، خو شورویان په هغه دام کی
اګیر سول چی د پخواني ولسمشر جیمی کارتر امنیتی سلاکار زبګنیوبرژنسکی په ډیر غرور سره ویلي دی .
هو، دا ۳۰
کاله وړاندی د افغانی غمیزی پیلامه وه . تر هغه را وروسته هېواد صرف د طالبانو د لنډو ظالمانه کلونو څخه پرته
نور حتی یوه ورځ لا هم د سولی مخ نه دی لیدلی .
امریکا افغان مهاجرین د مالی پلوه پر پښو ودرول او وسلوال
یې کړل تر څو مجاهدین سی او شوروی کمونیسټان ووژنی . په دې ترڅ کی موږ د اسامه بن لادن په شمول د جنګیالیو مم
تازی څیرې جوړي کړې. وروسته مو طالبانو ته هم مالی کومک ورکړ خو اوس غواړو چی هغوی بیرته ووژنو.
د امریکا
لخوا د افغانستان د نیونی په دې اوو کالو کی د حامد کرزي حکومت او امریکایی نفوذ یوازی پر کابل او څو نورو
کوچنیو سیمو باندی محدود پاته دی . همدا اوس نه یوازی امریکایان ، ناټو او پاکستان خپل خپل کارډونه استعما
وی ، بلکی هند ، روسیې او ایران هم خپل سفارتی پرسونل زیات کړي او لګیا دي په افغانستان کی ځانونو ته خپل خاص ق
مرو توږی .
که برتانوی امپراتورۍ په ۱۹مه پیړۍ کی د سل کلنۍ جنګی تجربې سره سره و نسو کړای چی افغانستان
ونیسی ، او شوریان هم په شلمه پیړۍ کی د عینأ برخلیک سره مخامخ سول ، نو موږ یې هم هیڅ نسو ګټلای . آیا د دې وخت
نه دﺉ رارسېدلی چی موږ امریکایان په ۲۱مه پیړۍ کی د افغانستان پر دغه « ښه جنګ » له سره غور وکړو ؟ دا
ځکه چی اووه کاله وروسته مو هم هیڅ و نه کړای سو ، نو دا یې بهترین وخت دی چی خپله ستراتیژی نوې کړو .
وګورﺉ : دا چی شورویانو په خپلو ۱۲۰۰۰۰ پوځیانو( چی مجموعأ ۵۰۰۰۰۰ کېدل ) څه ونکړای سو ، نو موږ به یې په صرف
۶۰۰۰۰ سره څنګه وکړای سو ؟ د ۲۰۰۰۰ الی ۳۰۰۰۰ امریکایی پوځیانو په ډیرولو سره څه شی لاسته نسو راوړای
.
بل دا چی شوروی اتحاد د افغانستان سره ګډه پوله لرله ، حال دا چی امریکا په لس ګونو زره کیلو متره لیری واقع
ده .
په عراق کی چی د افغانستان نیمایی مساحت لری ، امریکا څه باندی ۱۵۰۰۰۰ پوځیان او ۱۹۰۰۰۰ هم قراردادیان
رل ، یو ملیون کسان یې ووژل او د عراق ټوله اډانه یې د خاورو سره برابره کړه .
افغانستان خو تر عراق ۱۶ س
نه زیات وګړي لری . دا هېواد ځکه د پوځی چاپېریال غټ چلنج دی چی دوه پر درې برخه یې د عراق د هوارو دښتو پر خلاف غ
ني عوارض لري .
اکثریت افغانان په دغو دیرشو کالو کی د عراقی ښاری سوو خلکو برخلاف ډیر د جنګ او سختیو س
ه عادی سوي دي . همدا علت دی چی د ناټوـ ایساف تبدیل شوي قوماندان جنرال ډان مک نییل په ډاګه سره د افغانستان د
جګړې لپاره د نورو ۱۰۰۰۰۰ الی ۴۰۰۰۰۰ پوځیانو غوښتنه کړې وه .
ولسمشر اوباما دا ښه کار وکړ چی د
ایران غوندی هېوادو سره یې ډیپلوماسۍ ته لاس واچاوه او اسلامی نړۍ ته یې هم لاس ور وغځاوه . خو د دې سره سره په
افغانستان کی د نظامی لاری په خپلولو سره دﺉ په خطرناک ډول پر غلطه روان دی . دا هغه څه دی چی تروریزم به نور
هم ډیر او ولمسوی او هم به هغه هېواد چی دیرش کلني جګړې فلج کړی دی ، نور هم پسی تباه کړی . دا کار به د نورو
یرو امریکایی عسکرو تلفات هم رامنځته کړی . او زه په دې کی شک نه لرم چی دا به د افغانانو یعنی هغو کسانو م
توسط ژوند نور هم راټیټ کړی چی د ستر مصیبت په غېږ ورغلي دي . پای، ( عبدالملِک مجاهد د لویی شیکاګو د اسلامی
جوړښتونونو لوی ریًس و . مجاهد د « حقیقی الهام د جوړښتون » مؤسس دی ، په پاکستان کی زوکېدلی او په شیکاګو کی
اوسیږی . دغه مقاله یې د ۲۰۰۹ د مې پر ۱۸مه لیکلې ده ـ ژباړن )