سرچینه: فرانس پرس خبري آژانس
فرانس پریس خبري اجنسۍ د حامد کرزي د لومړي مرستیال مارشال فهیم په اړه یو تازه راپور خپور
کړی او هغه یې په افغانستان کې ترټولو لوی جګړه مار،جنایتکاراو شتمن ټوپ لرونکی قوماندان په ګوتو کړی
دی .
آژانس لیکي چې د اسد د نهه ویشتمې نېټې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ولسمشرکرزي لومړی م
ستیال محمدقسیم فهیم د افغانستان ترټولو لوی جګړه ماردی اوباورکېږي چې په جنګي جنایتونو او فساد کې لاس لري
.
د کرزي له لوري د مرستیال په توګه د فهیم نومونې افغانان او د هغوی نړیوال ملاتړ کوونکي خوابدي
کړي دي .
د بشر د حقونو مدافع یو شمیر بهر میشتو ډلو فهیم یو جنګي جنایت کار بللی چې پر وینا یې په ډیرو
قتلونو او د کابل ښار په ورانۍ کې لاس لري.
د بشر د حقونو د څار سازمان د اسیا د څانګي مشر ب
اډ اډمس ویلي که فهیم بیا د افغانستان د حکومت په زړه کې ځای پیدا کړي، دا به د افغانستان لپاره ناوړه مخ پر شا
ګام وي .
فرانس پریس لیکي : خو په خپله ولسمشرکرزی فهیم یو طالب دښمن تاجک قومندان بولي چې دی و
باندې په سختو حالاتو کې اتکا کولی شي .
فرانس پریس زیاتوي : باور کېږي چې فهیم د افغانستان ترټولو
تمن شخص دی خو ویل کېږي چې روغتیايی وضعه یې ښه نه ده . فهیم په ۱۹۵۷ کال د یوه ملا په کور کې د پنجشېر درې په یوه
واړه کلي کې زېږېدلی او په کابل کې یې ابتدايي دیني زده کړې کړې دي .
هغه د نولس سوه اویایمې لسیزې په پای
کې له شوروي ضد مقاومت(جهاد) سره ملګری شواو د احمدشاه مسعود ترمشرۍ لاندې یې شهرت ترلاسه کړ.
هغه ته د
نړیوالوپام هغه مهال واوښت چې مسعود ووژل شو او دی د شمال ايتلاف قومندان او د طالبانو پرضد په جګړه کې د
امریکاملګری شو.
فرانس پریس لیکي چې یوشمېر نورو ته فهیم په خپل وخت کې د افغانستان په پوځ کې اغېزمن
ښکارېده خو ویل کېږي چې نوموړی لا هم وسله وال سړي لري .
فرانس پریس وايي چې نړیوالومقاماتود کرزي له
وري په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل لومړي مرستیال په توګه د فهیم په نومولو ټکان وخوړ ځکه چې هغه تراوسه پورې
قتلونو، د وسلو او وسله والو ساتلو اود مخدرو موادو قاچاق ته دوام ورکړی دی .