مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-20   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فایننشل ټایمز: د امیربند، د افغانستان لومړی ملي پارک

 


فایننشل ټایمز: د امیربند، د افغانستان لومړی ملي پارک


سرچینه:فایننشل ټایمز ورځپاڼه

فایننشل ټایمز مشهور غربي ورځپاڼې په خپله تازه  ګڼه کې  د افغانستان د بامیانو ولایت د بند امیر تفریحي سیمې په اړه یوه اوږده ا تصادي مقاله لیکلي ده.

ورځپاڼه لیکي چې افغان چارواکو په داسي حال کې چې د امیر بند د افغانستان د لومړي م ي پارک په نامه یاد کړی خو لا هم د دغه بند او تاریخي موقیعت پر وړاندي یو لړ ګواښونه شتون لري.

ورځپاڼه لیکي چې تیره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکې سفیر جنرال کارل ایکن بیري او یو شمیر دولتي چارواکو بامیانو ته سفر وکړ او په رسمي توګه یې دغه ملي پارګ پرانیست.اوس به د دغه پارک په جوړولو او تجهیز باندي دوه ملیونه ام یکايي ډالر لګول کیږي چې دغه پیسې به د امریکې متحده ایالات ورکوي.

د یکاولنګ په ولسوالۍ  کې په دغه تف یحي سیمه کې به په دغو پیسو، هوټلونه، د  تفریحي بیړیو تم ځایونه، پلونه، طبیعې  ښکلې منظرې، د اوبو رسولو او بریښنا یو شمیر کوچنۍ پروژې بشپړې شي.
فایننشل ټایمز لیکي چې افغان دولت غواړي اوس له دغه ملي پارک څخه یو څ ه تر لاسه کړي او په دغو پیسو لږ تر لږه خپله یوه کوچنۍ اقتصادې کمزورتیا رفع کړي.

د ورځپاڼي په باور د بام یانو ولایت ډاډه امنیتي حالت او دغه زړه کښه تفریح ګاه به وکولای شي چې ډیر ژر په زرګونو سیلانیان خپل لوري ته را مات کړي.

فایننشل ټایمز لیکي چې د بند امیر له ښکلا څخه د اتیایمۍ میلادي لسیزې پر مهال ډیرو بهرنیو خوند اخیست  خو هغه ځل به ډیر بهرنیان د توریستانو په بڼه کې خو د جاسوسانو په ډول افغانستان ته را تلل لیکن دا ځل به هر څه بل ډول وي.

د  ورځپاڼي په باور د امیربند شفافې اوبه، ښکلې هوا او تاریخي ارزښت به هغه  مهال ډیر نړیوال ځان ته را وکاږي چې د دغه بند په اړه  په نړیواله کچه پراخ تبلیغات وشي.

فایننشل  ټایمز لیکي چې که څه هم تر اوسه د افغانستان په توریستي نقشې  کې کوم ملي پارک ځای نه درلود خو اوس به د بام یانو د امیر بند چې د افغانستان د ملي پارک په توګه یاد شوی وکولای شي چې ډیری بهرني او کورني سیلانیان په خپل وري ور مات کړي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery