مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

والستریت ژورنال: امریکا او چین په افغانستان کې ګډ کار کوي

والستریت ژورنال: ام یکا او چین په افغانستان کې  ګډ کار کوي


سرچینه: والستریت ژورنال ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د امریکې والستریت ژورنال ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د چینايي او امریکايی وګړو ګډو پروژو ته په کتو سره یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې په یوه لري پرته او غرنۍ سیمه کې د امریکې سرتیري او د چین انجینیران لیدل کیږي چې یو له بل سره نژدې او  اوږه په اوږه کار کوي .
والستریت ژورنال وړاندي کاږي د دغه ولایت په یوه سیمه کې چې یو وخت د طالبانو عمده مرکز وو اوس چینايي کارګران د یوه سرک د جوړولو چاري پر مخ بیایي او امریکايی سرتیري هم د  هغو چینايي انجینیرانو ام نیت ساتي چې د دوي لپاره کار کوي.
په اصل کې امریکايي سرتیري د چینایانو د امنیت لپاره او چینایان په افغانستان کې د امریکې د ګټو لپاره کار کوي.
والستریت ژورنال لیکي چې  که څه هم چین او امریکا په نړیواله کچه له یو بل سره ښې اړیکي نه لري خو امریکايي سرتیرو دغلته د چینايي انجینیرانو د امنیت لپاره خپل ژوند په خطر  کې اچولی دی.
د امریکې د پیاده کنډک یوه ډګروال ورځپاڼي ته هغه متل  تیر  کړی چې وایې، سرک په ژوند کې د انسان په بدن کې د رګ رول لري او باید دغه پروژه د چینیانو په مټ که زمونږ دولت له هغوي سره ښې اړیکي هم نه ري باید بشپړه کړو..
د والستریت ژورنال ورځپاڼه د خپل خبریال میخایل فلیپس په قلم کاږي چې چینایان افغانستان ته د معاملې او سوداګرۍ لپاره راغلي دي او د سرک دغه پروژه د ایټالیا د دولت له خوا تمویل کیږي.
دغه سرک د م امکۍ له کلي تیریږي او د امریکایانو لپاره ډیر مهم دی.
والستریت ژورنال کاږي، په افغانستان کې د چین او  امریکې ګډو کارونو ته په کتو سره داسي ثابتیږي چې دغه دوه د ستر ځواک درلودونکي هیوادونه باید په نړیواله کچه یو له بل سر ګډ  کار وکړي.
او ښایې په افغانستان کې د چین او امریکې دغه همکاري د  هغوي د نړیوالو همکاریو لپاره د یوې  نیک فال په توګه وشمیرل شي.
والستریت ژورنال کاږي چې امریکا چین ته په دې برخه کې محتاجه ده چې په هغو هیوادونو  کې پانګونه وکړي چې اقتصادي نظام یې  څپ څپاندی دی او چین بیا امریکې ته محتاج دی چې د هغو لارو امنیت ورته خوندي کړي چې پرې خپل سوداګري توکي منځنۍ اسیا، اروپا، مرکزي  او جنوبي اسیا ته ولیږ دوي.
والستریت ژورنال لیکي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر  تیره میاشت چین ته سفر درلود او دغه هیواد یې وهڅول چې د معادونو په برخه کې په افغانستان کې ډیره پانګونه وکړي.
والستریت ژورنال  په پای  کې  یکي چې چین دمګړۍ د افغانستان د معادونو په برخه کې یوه لویه پروژه لاس ته کړي چې د عینک د مسو د کان د استخراج پروژه ده چې  په ترځ کې به یې دری ملیارده امریکايي ډالره په افغانستان کې پانګه شي..

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery