د لبنان انتخابات او د اي
ان رسوايي
په مينځني ختيځ کي د ښو خبرونو کمی خامخا وي. خو په تېرو دوو اونيو کي د لبنان او ايران
انتخاباتو د ازادۍ، د قانون حاکميت، او ديموکراسۍ د خورېدو لپاره ښه او بد اړخونه لرل.
له يوې خوا،
بنانيانو په وروستي انتخاباتو کي د مارچ ١٤ ايتلاف ته بيا د اعتماد رايه ورکړه، او د مارچ ۱۴ حاکم ايتلاف
چی مشري يې سني شتمن بيلونر سعد حريري کوی، تر پخوا اضافه چوکيو تر لاسه کړې. د پارلمان له ۱۲۸ چوکيو څخه ح
اکم ايتلاف ۷۱ او د هغه سياسي رقيب حزب الله ۵۷ چوکۍ وګټلې. په انتخاباتوکی د مستحقو رايو ورکونکو ۵۵
فيصدو برخه اخيستې وه. د رايو ورکونکو قاطع اکثريت ځوانان ول. په مينځني خيتځ کی، په تېره بيا، په لبنان
او ايران کی د ځوانانو نقش تر بل هر وخت را څرګند سو.
که څه هم د اسرايلو اشغال ۲۰۰۶ په بهير کی، ح
زب الله پوره مېړانه او نرتوب وښود، خو اکثرو لبنانيانو د سعد حريري نشنلسټ او سيکولر ايتلاف د حکومت کولو
پاره بيا غوره وباله. په انتخاباتو کی تشدد او مرګ ژوبله نه سوه.
لبنان وښوده چي په قاهرې کي د
ښاغلي اوباما وينا د افراطي او مذهبي ډلو جاذبه او اپيل څه کمزورى کړى. د انتخاباتو څه مخکي، لبنان ته د
جمهورريس مرستيال جوبايډن او د بهرنيو چارو وزيري مېرمن کلنټن سفر بې اغېزې نه وو.
د مارچ ۱۴ ايتلاف د بري
يو بل مهم عامل ښه اقتصاد وو. د لبنان کلني توليدات په ۲۰۰۸ کی ۹ فيصده وده کړېده چي ښايي په نړۍ کی ساری و ن
ري. د ملی عايداتو داخلي سرچينې په زياتيدونکی توګه جګېږي. د ټوريزم صنعت او سيلانيان ۵۰ فيصده زيات
سوي دي. صنعتی توليدات هم مخ پر زياتېدو دي. همدې اقتصادي پرمختګ د سعد حريري له بري سره په کافی
اندازه مرسته وکړه.
د مينځنی ختيځ د نورو ملکونو غوندي لبنان هم د مختلفو اقوامو او مذاهبو څخه
جوړ دی. تل قومی او مذهبی تاوتريخوالی پکی موجود وی. د لبنان اساسی قانون قومی تقسيمات او فرقوي کوټا
سمي کړيده. په لبنان کی، هر حاکم حزب ايتلافی ملګرو ته اړتيا لری. په عين حال کي، قومی، فرقوي، م
ذهبي مليشاووي ثبات او سولی ته دايمي خطر وی.
اکثرو لبنانی سنيانو د مارچ ۱۴ ايتلاف ته رايي و
کړې. مسيحيان پر دوو ډلو وېشل سوي وه. يوه برخه يې د حزب الله سره او بله ډله يې د سعد حريري سره ودرېدل.
يعه گانو هم په لوړه کچه حاکم حکومت ته رايي ورکړې.
بلخوا، د ايران اوسنۍ انتخاباتی رسوايي د اسلامی
انقلاب ۱۹۷۹ را پدې خوا لمړى سياسي مخالفت دى چي د اخوندی رژيم اډانې لړزولي (جون،٢١). د جمهوری
ياست انتخاباتو د رايو حساب لا نوو ختم سوى چي برحاله جمهورريس محمود احمدی نژاد بريالی اعلان سو.
د ايران حاکم ملايانو غوښتل چي د يوه پاسته او" بخملی انقلاب" مخه ونيسي. خو په انتخاباتو کي ټگي او تقلب د
ايران د رژيم مشروعيت تر سوال لاندي راوست، او د ايران د سياسي ناکراريو لپاره يې د يوه مرکز او مشر پروسه
لا پياوړې کړه. د ايران ملايانو فکر کوي چی د انټرنټ او ټکسټ مسيجينګ په دنيا کی د ژونديو او انټرنټ ته
وصل خلکو رايی غلا کول اسانه کار دى. مگر د ايران رواني ناکرارۍ ښيي چي پدې عصر کي د مذهبي ديکتاتورۍ
دوام ورځ په ورځ گرانېږي.
د ايران سياسي بحران د رايو په حساب کي د ټگي برگي په خاطر را پيدا
سو. ايرانيان باور لري چي د غلا سوي چرگ لکۍ د اخوند تر چپني لاندی را ښکاره سوه.
د ايران
وحانی مشر ايت الله علی خامنه ای د جمعې د ورځی (جون، ۱۹) په بيان کي روغه جوړه له سره رده کړه، او موسوي ته
يې د مقاومت او يا تسليم تر منيځ بل هيڅ شی پرې نه ښود. ايت الله علی خامنه ای چي تر اوسه پوری د يوه مينځګړي
حيثيت يې لاره، خو اوس يې د احمدی نژاد د څرگند تقلب ملاتړ وکړ. هغه مخالفانو ته په ډاگه وويل چي د هر راز م
ظاهرو او وينو توېدو مسوليت به د دوى په غاړه وي.
د ايران انتخاباتي رسوايي دې حد ته رسېدلې ده
چي يا به رژيم د اعتراضونو د ځپلو لپاره له زيات تشدد، اختناق، او مرگ ژوبلي څخه کار اخلى، او يا به د ز
غون مخالفت شرايط مني. په حقيقت کی، انتخابات د اسلامي انقلاب د راتلونکي جهت په اړه يو ريفرينډم
وو. پدې ريفرينډم کی، دا په ډاکه سوه چی اکثره ايرانيان ازادي، د قانون حاکميت، او د نوري نړۍ سره
دوستانه اړيکي غواړي. له خپل حکومت څخه کار او خدمت غواړي. په انتخاباتو کی قريب ۸۵ فيصدو مستحقو رايه و
کونکو ګډون کړی وو.
د زرغون اپوزېشن ۶۷ کلن مشر مير حسين موسوي که څه هم يو تصادفی مشر به وی، خو
دمگړى د ايران د نوی نسل غوښتني او اندېښنې منعکسوي. موسوي په ايران کي سياسي او اقتصادي نا راضيانو د
مختلفو ډلو ملاتړ لري. موسوي د ايران په سياسي جوړښت کي اصلاح غوښتونکي بلل کېږي. هغه د ايران د
اوسنى مشرتابه په هغو مخالفانو کي حساسبېږي چي رژيم په خپل ځان او بطن کي روزلي دي. د زرغون مخالفت بل لوى م
وفقيت د سوله ايزو مظاهرو بند و بست او تنظيم دی. په اکثرو خياباني لاريونونو کي خلک چوپ او منظم روان وي. د
عدم تشدد له اعتراض سره مقابله کول د يوه حکومت بېخ باسي، او داسي ښکاري چي ښايي ايراني ملايان پدې مقابله کي
خپله بگړۍ او چپنه دواړه له لاسه ورکړي. د ايران رژيم قهر، ډار، او د خارجي دسيسو اوازې خوري. ځآن د اي
ان د ساتولو پهلوان بولي.
مير حسين موسوي د اسلامی انقلاب توليد دی. د تبريز د يوه تجار زوی
دی. هغه پروفسور، مهندس، رسام، او د ايت الله خامنه ای کليوال هم دی. د ايران او عراق
(۱۹۸۰- ۱۹۸۸) د جنګ په دوران کی صدراعظم وو. ښاغلی موسوي د ايت الله خمينی نژدې ملګری وو. هغه زيات د عمل
سړی دى. مذهبی سوانح لری، خو پراګماتيک او ريالسيټ هم دی. د هغه مېرمن زهرا رهنورد په اسلامی جريان
کی اوږده سابقه لري. ښاغلی موسوي تر اوسه پوری ډېر مهذب او مصمم دريڅ غوره کړی دی. رژيم ته لا ندی تسليم
سوی، او خپل روا حق غواړی.
بلخوا، ښاغلی احمدی نژاد بسيجي رېښې لری، او سوچه ايرانی ښکاري. احمدي
نژاد څه پارانويډ او ماخوليا هم دی. په هرکار او هره خبره کی د "شيطان بزرګ" دسيسه ويني. د ذره وی وس
و شوقی او د هالکاسټ منکر هم دی. هغه په يوې متوسطي کورنۍ کی پيدا سوی دی، او ټول تحصيلات يې په ايران
کی کړی دی. احمدي نژاد د اسلامی انقلاب او ولايت فقيه توندلاري پلوی دی. هغه په سيمه کی د اي
اني اخوندي رژيم د هژموني خورول غواړي.
بل پلو، د ايران انتخابات د هېواد په مشرۍ کی ان
عاب او درز ښيي. د ايران دوه پخواني جمهورريسان د موسوی په ګټه کمپېن کوی. تر انتخاباتو فقط
څو ورځي مخکي، رفسنجانی ايت الله خامنه ای ته په يو سر خلاصی ليک کي په انتخاباتو کي د احمدي نژاد د ټګی برګی د
نيت او تياري په اړه خبردارى ورکړ. دغه راز، ښاغلی خاتمی هم د موسوی په ګټه کار کوی. د ايران مشهور مبا
ز روحانی مشر ايت الله منتظری د موسوی ملاتړ کوي. هغه په انتخاباتو کی تقلب تاييدوي. د نهضت ازادي مشر
ابراهيم يزدي هم په انتخاباتو کي پر جعل کارۍ ټينگار کوي. هغه وايي په تبريز کي د احمدی نژاد کام
يابي امکان نلري.
د لبنان په انتخاباتو کي د حزب الله باخت، په ايران کي حاکم ملايان وډارول.
هغوى په خپلو سترگو ولېدل چي په حزب الله څه وسوه. د ايراني اخوندانو لپاره د لبنان انتخابات د خطر زنگ وو.
که څه هم د ايران انتخابات عموما ازاد نه وی-کانديدان لمړى د ملايانو تر فيلټر تېرېږي - خو دا ځل
دکانديدانو تر مينځ د کورني سياست څخه نيولې بيا تر خارجي پاليسيو پوري جدي او بنيادي اختلافات موجود ول. احم
دي نژاد د ولايت فقيه او حکومتي حلقو ملاتړ لری. خو موسوي په عامه ايرانيانو کي زيات پلويان لرل.
ايران
د مينځني ختيځ د نورو هېوادونو په شان د يوه ځوان او بېکاره نفوس سره لاس او گريوان دى. د ايراني ځوانانو نه
اسلامی انقلاب ۱۹۷۹، نه د شاه ساواک ، او نه يې هم د ايران او عراق تباه کونکی جنګ په ياد دی. د ايران ۳۵
فيصده نفوس د ۱۵-۲۹ تر مينځ عمرونه لری. ۷۰ فيصده ايراني ځوانان بېکاره دي. بلخوا، د ايران مينځنۍ طبقه
پراخه، ناراضي، او د انټرنټ سره پوره وصل ده. په ۱۹۵۰ کي، ۲۵ فيصده ايرانيانو په ښارونو کی اوسيدل. د
اسلامي انقلاب په سرکی، قريب ۵۰ فيصده په ښارونو کي ژوند کاوه. خو نن ورځ ۸۰ فيصده پداسي ښارونو کي اوسېږي چي
نفوس يې يو ميلون ته رسېږی. د نورو هېوادونو غوندي د ايران مينځنۍ طبقه کار، ښه ژوند، اوکلتوری او مدنی
ازادي غواړي. هغوی د ښځو او نارنيو تر مينځ برابری او مساوات غواړي. د امريکا او غرب سره دوستانه اړيکی
غواړي. د ايراني ځوانانو لپاره د ملايانو مفکوره، سياست، او ايديولوژی نور هيڅ کشش او اپيل نلر ي.
اح
مدي نژاد په انتخاباتو کی د تقلب په منظور په داخله وزارت کی خپل اعتمادي کسان د رايو د شمېرلو په مقصد
ځای پر ځای کړي ول. د موسوی کوډ نمبر ٤ وو، او د احمدي نژاد کوډ ۴۴ وو. د هری حوزې د
انتخاباتو نتايج يې هم اعلان نه کړه، بلکي فقط د ولاياتو عمومي شمېره يې اعلان کړه. داخله وزارت ځينی م
امورين وايی اصلا رايي شمېرل سوي ندي، بلکی جعلي سوي نمرې اعلان سوې.
د ايران اوسنی مشکل سياسی او ا
تصادی دی. ښايی پوليس او بسيجي وکړای سی چی خلک وډاروی، تظاهرات وځپی، خلک بندی کړی، خو امنيتي قوه ا
تصادی ستونزي نه سی حلولای. د ايران رسمی امار بېکاری ۱۷ فيصده ښيی، او انفلېشن ۲۵ فيصده بولی. خو اکثره
مستقل څارونکی د بېکارۍ او پولی تورم کچه جګه ګڼی. دغه راز، په اسلامی دولت کی اداری فساد او بډی هم د اکثرو
ايرانيانو کرکه زياته کړېده. د تيلو په عايدو کی د مذهبی نهادونو لتاړېدل ځوان ايرانيان د اخوندانو له
حکومت څخه بېزاره او خواتوري کړی دی.
اوس به معلومه سی چی د ايران حاکم ملايان د تشدد او مرګ ژوبلی
پاره څونه جاغور لری؟ دغه راز موسوی او د هغه پلويان څونه زغم او مقاومت کولای سی؟ د ايران د اخوندانو
رژيم د زمان له درنې څپېړی سره مخامخ دي. د ايران اخوندان له يوې خوا د ځوان او هوښيار نسل سره مخامخ دی، او
ه بلي خوا، جهان ورځ په ورځ ورته کوچنی کېږي. که څه هم د ايران روحانی مشر ايت الله خامنه ای جمعې په ورځ د
استکبار او صهيونزم د دسيسو خبري وکړې، خو څرګنده خبره ده چی د ايران ملايان نور د "شيطان برزگ" د مداخ
و وسله له لاسه ورکړېده. د ښاغلى اوباما احتياط او منطقی دريځ د اخوندانو لپاره زياتي ستونزي پيدا
کړيدي. والسلام.