منبع : رویټر ( دوبی )
نېټه : ۲۰
۹/۶/۲۱
ژباړن : نثار احمد صمد
د افغانستان لپاره د القاعده قوماندان ، مصطفی ابو الیزید چی لس میاشتی
مخکی یې د پاکستان لخوا د وژل کېدو ادعا سوې وه ، په ناڅاپی توګه پرون د الجزیره ټلویزیونی شبکې سره ژوندۍ م
که وکړه چی ټول یې حیران کړل . د ده د مصاحبې عمده ټکي چی رویټر نشر کړي ، په دې ډول دي :
که القاعده وکولای
سی چی د پاکستان اټومی وسلو ته لاس رسي ومومی ، نو هغه به یې د امریکا سره په خپل جنګ کی د هغوی پر ضد استعم
ال کړی .
پاکستان وروسته له هغه چی د القاعده ملګرو یعنی طالبانو د اسلام آباد د شمال لویدیځ یوې ولسوالۍ
ته چی له مرکزه ۱۰۰ کیلو متره لیری ده ، ورننوتل او دا بېره راپیدا سوه چی ښایی دغه اټومی هېواد سَوکه سَوکه د
جنګیالیو لاسونو ته ولویږی ، نو د اپریل راهیسی د سوات په دره کی د هغوی پر ضد جنګ ته لاس اچولی دی .
په افغانستان کی د القاعده مشر مصطفی ابو الیزید د الجزیره ټلویزیون سره په دې مرکه کی وویل چی : « دغه اټومی
وسلې به ، که خدای کول ، د امریکایانو لاسونو ته و نه لویږی او مجاهدین به یې واخلی او د امریکایانو پر ضد به یې
استعمال کړی . »
د ابو الیزید لخوا دا د هغی پوښتنی په ځواب کی و چی که اسلامی جنګیالي دغو وسلو ته ځانونه و
سوی نو امریکا به د پاکستان اټومی وسلې په خپل کنټرول کی واخلی . ده زیاته کړه چی « موږ په دې تمه یو چی
پاکستانی پوځ به ( په سوات کی ) د ماتې سره مخامخ سی او دا به انشاالله هره خوا د هغه پای وی . »
کله چی د دې
ډلی د پلان په هکله پوښتنه ځنی وسوه ، نو دغه مصري جنګیالي مشر وویل چی « په راتلونکی وخت کی د ( القاعده )
جوړښتون ستراتیژی کټ مټ هغسی ده لکه پخوا چی وه : یعنی دا چی د مار سر باید ووهو ، د ظالم سر باید وکوټل سی چی
هماغه امریکا ده . « دا کار په آزاده جبهه کی د پرله پسې کوښښ په ذریعه تر لاسه کېدای سی او هم په هغسی طریقو سره
د نوو محاذونو د خلاصولو څخه چی د اسلام او مسلمانانو ګټی ترې حاصلي سی تأمین کېدای سی او هم د هغسی پوځی عم
یاتو د پلی کولو څخه تر لاسه کېدای سی چی په هغو سره د دښمن مالی منبع وچه کړو . »
دغه جنګیالي مشر
وړاندیز وکړ چی په عربی ټاپو وزمه کی به د دې ډلی د یونټ مشر ، ابو نصیر الوحیشی په سعودی عربستان ، یعنی د نړۍ
تر ټولو ډیر تېل لرونکې هېواد کی خپل کمپاین له سره تر غور لاندی ونیسی .
ده وویل چی « زموږ هدفونه ام
یکایان . . . او نفتی اهداف دی چی هغوی دا غلا کوی او په هغه سره خپل قدرت حاصلوی تر څو مجاهدین او مسلمانان پسی
وځپی . »
ده زیاته کړه چی « زموږ په کارونو کی ځکه یو څه شاته تګ راغلی چی موږ د استوګنی لپاره ځای نه لرو ، خو
په وروسته کی زموږ هڅی یو لاس سوي او پر یو مشر باندی راټول سوی یو . »
ابو الیزید چی په ابو سید المصری
سره هم مشهور دی ، وویل چی القاعده به « د دښمن پر ضد یو لړ پراخو عملیاتو ته » ادامه ورکړی چی مطلب یې د امریکا
څخه و .
ده په عراق او افغانستان کی د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف پر ضد حملو ته په اشاره سره وویل چی «
موږ دا غوښتی وو او غواړو چی د القاعده ټولی څانګی همدغسی عملیات مخته بوزی » .
دغه جنګیالي مشر وویل چی
القاعده به د امریکا سره هله یو ۱۰ کلن اوربند ومنی چی که واشنګټن په دې راضی سی چی خپل ټول پوځونه د اسلامی
هېوادونو څخه وباسی او اسراییلو او هم د لویدیځ پلوه اسلامی هېوادونو د حکومتونو د ملاتړ څخه لاس واخلی .
ده
د دې پوښتنی په ځواب کی چی د القاعده لوی مشر چیری دی ، وویل چی « الحمدلله شیخ اسامه ( بن لادن ) او شیخ ایمان ا
ظواهری د دښمن د لاس رسي څخه ژغورلي دي ، خو موږ به دا و نه وایو چی هغوی چیری اوسیږی ؛ علاوتأ ، موږ خبر هم نه
یو چی هغوی چیری دي خو مسلسل تماس ورسره لرو . » پای