نیویارک ټایمز: ام
یکا د مخدره توکو پر ضد نوي پالیسي اعلام کړه
سرچینه: نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ت
تیب: میرویس جلالزی
د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼي د خپلې شنبې د ورځي په ګڼه کې د ایټالیا په ت
یستي ښار کې د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ د حالاتو په اړه د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د استازو د
غونډي په اړه یوه مقاله خپره کړي ده.
ورځپاڼه کاږي چې د امریکې استازي په دغه غونډه کې د افغانستان د مخدره
توکو په برخه کې د امریکې د نوي ستراتیژۍ څخه پرده پورته کړه.
نیویارک ټایمز د افغانستان او پاکستان لپاره د
امریکې د استازي ریچارد هالبروک څخه په حواله کاږي چې پس له دې به د هغو پیسو اندازه وار په وار کمیږي چې په
افغانستان کې د مخدره توکو د کروندو د له مینځه وړلو لپاره کارول کیږي او پر ځای به یې دغه پیسې د کرهني په پ
اختیا او د هغو بوټو په ترویج او ودې ولګول شي چې د کوکنارو پر ځای کرل کیږي.
ریچارد هالبروک په دغه غونډه کې
وویل چې د امریکې پخوانۍ پالیسۍ چندان سم کار ور نه کړ او همدا لامل وو چې واشنګټن له مخدره توکو سره د مبارزې
پاره خپله نوي ستراتیژي د افغانستان لپاره اعلام کړه .
نیویارک ټایمز له هالبروک څخه په نکل وویل چې په
افغانستان کې د کوکنارو پر ضد د امریکې پخوانۍ پالیسۍ ډیر بزګران د طالبانو په لاس ورکړل .
نیویارک ټایمز
یکي چې د امریکې دغه نوي پالیسي د ملګرو ملتونو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
ورځپاڼه کاږي چې په افغانستان کې
داسي فصل کرل کیږي چې د نړۍ ۹۳ سلنه هیروین ترینه تر لاسه کیږي .
ملګرو ملتونو ویلي چې د هیروینو له مدرک څخه
یري پیسې د بزګرانو جیبونو ته نه بلکه د طالبانو لاس ته ورځي چې یوازي په تیر کال کې طالبانو د هیروینو د
کاروبار له مدرک څخه له ۵۰ څخه بیا تر ۷۰ ملیونه امریکايي ډالر تر لاسه کړي ول.
د ملګرو ملتونو د مخدره
توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې ادارې مشر انتونیو ماریا کوستا په ایټالیا کې وویل چی تیر کال په
افغانستان کې د کوکنارو کرکیله ۹۳ فیصده کمه شوي وه.
انتونیو ماریاکاستا د اتو صنعتي ملکونو غونډي ته
وویل که چیرته له هغو بزګرانو سره چې د کوکنارو له کرکیلې یې لاس اخیستی دوامداري مرستي و نه شي نو ښایې هغوي به
یو ځل بیا خپل پخواني کاروبار ته مخه کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې
له نوي استازي ریچارد هالبروک څخه په حواله کاږي چې امریکا غواړي اوس د مخدره توکوکاروباریان او لیکي
ګډي وډي کړي.
هغه وویل چې مونږ د دغو پروګرامونو سره پیسې په وار وارکموو او پر ځای یې دغه پیسې د قانون په ح
اکمیت او د کوکنارو پر ځای د بدیلو کښتونو په برخه کې مصرفوو.
هولبروک وویل چې د امریکا پخوانۍ پالیسي په هغو
پیسو کې یو ډالر کموالی هم نه راوست چې طالبانو دکوکنارو له کاروبار څخه تر لاسه کولي.
نیویارک ټایمز
یکي چې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو په غونډه کې ګډون والو په یوه خوله وپتیله چې کرهني ته پرمختګ و
کول په افغانستان، پاکستان او سیمه کې له ثبات سره مرسته کوي او د مهاجرتونو مخه نیول کیږي.
هولبروک وویل چې
نړیواله ټولنه په خپلو پالیسو کې افغان دهقانانو ته ځآی نه ورکوي بلکه طالبان غواړي دغه کوکنارو له بزګ
انو وپیري.
نیویارک ټایمز له هالبروک څخه په حواله لیکي چې د افغانستان د کوکنارو کروندګر زمونږ دښمنان نه
دي بلکه هغوي کوکنار دخپلې اقتصادي ښیرازۍ لپاره کري اصلي دښمنان هغه کسان دي چې له بزګرانو څخه کوکنار
پیرې او هغه پیسې د نړیوالو سرتیرو او افغان دولت پر ضد کاروي.