مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دي سټار :نور پر افغانستان چنې مه وهـﺊ

ژباړه : رحمت آریا

TheStar.com
لېکوال : بروس گ. ریچارډسن
ژباړه : حمت آریا -  جون ۲۰۰۹

 مېرمن روزي ډایمانو ته ځواب
ښاغلي سمونکار ته!
د میرمن " روزي ډایمانو" * یکنې ته په کتـنې چې تر پورتني سر لیک لاندې یې خپره کړې ،سړی دې پایلې ته رسیـږي چې د هغې په مقالې کې د افغانستان په اړه د تأریخي تحریف او بیاکـتـنـو نخښې له ورایه ښکاري چې په پریمانه توگه لېدلې کیږي. آیا نوموړې غواړي د یوې رغښتیزې کره کتنې پر ټغر کښینې؟ که داسې وي نو لاندنۍ ننگونې به د سپړنې لپاره ور وړاندې کړم.

هغو گروهنوا و ته چې ورته د افغانستان جگړه " سمه او پر ځای جگړه ښکاري " غواړم ووایم : د امریکا په تأریخ کې تر ټولو ستر او م گڅپاڼې  ، ترسره شوی ،  ترهگربرید چې په ډیرو برخو کې له دروهو " دسیسو" ډک برید وو دلته د امریکا د متحده ایالاتو په خاوره کې دننه ، د ایف بي آی ، سي آې اې او د ترهگرې پر وړاندې د ټولو ټولنو تر ږیرې او ستوني لاندې د ک نتن د ولسمشرۍ د ادارې پر مهال تر سره شو. دغه برید په لومړي سر کې د جرمني په هامبورگ او بیا په مالیزیا کې جوړ او د جرړو څټې یې د سویلي فلوریډا له یوه کوشني ښارگوټي څخه را وختلې. 

په دغه برید کې هېڅ افغان گډون نه درلود. د افغانستان د هغه وخت دولت د برید په تابیا او پلي کولو کې هیڅ ډول ونډه نه وه لوبولې.  د ۲۰۰۱ز کال په وُړي کې له برید څخه څو مېاشتې مخکې د سي آې اې افسرانو له بن لادن سره هغه مهال مرکه وکړه چې د پښتورگو د وینو د چاڼولو " دایالیزیس" ** لپاره په عربي متحده اماراتو کې د ډوبي په روغتون کې تر روغتیایي درملنې لاندې وو.  د ۲۰۰۱ ز کال د سپتامبر په لسمه ، یولسمه او دولسمه اسامه بن لادن د پاکستان د راولپنډۍ په روغتون کې بیا د پښتو گو د وینې د چاڼ کولو لپاره په روغتون کې تر درملنې لاندې وو او بیا د سي آې اې افسرانو او په اسلام آباد کې میشت د امریکا د سفارت یو رسمي چارواکي ور سره مرکه وکړه. په برلین کې د ملگرو ملتونو تر سیوري لاندې د افغانستان په اړه د کنفرانس په لړ کې چې د ۲۰۰۱ زکال د جون په مېاشت کې و نیول شو ، د هاغه وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نیاز نیک د بي بي سي جورج آرنې ته وویل چې هغه ته امریکایي چارواکو ډاډ ورکړی چې هغوی به " د اکتوبر په مېاشت کې م خکې له دې چې د افغانستان د  خاورې پرمخ د واورو پاغوندې ووریږي ، پر افغانستان به برید وکړي" ، دا خبره د سپتامبر د یولسمې له پیښې څو میاشتې مخکې ویل شوې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکایان په افغانستان کې د رژیم بدلون ته لیواله دي ځکه چې د افغانستان له خاورې د راغځیدونکې وړاندیز شوې نللیکې پر سر خبرې اترې بریالۍ ونه ختلې.

ډیري وختونه د افغانستان د نیواک  او پرافغانستان د امریکا د برید د مؤجه بللو پاره  د ملگرو ملتونو د منشور ۵۱ ماده ( ځاني دفاع ) کارول کیږي. مگر دغه برید د ځاني دفاع له معیار سره ډډه نه لگوله. ددې لپاره چې معیار پر ځای وگـڼـل شي نو د افغانستان دولت باید له خپل پوځي لښکر سره راغلی وای او د ام یکا پر ځمکني چاپیریال یې برید کړای وای. داسې برید نه وو شوای. [ بن لادن ته –ژ] د پناه  په ورکړه کې د طا بانو ونډه ، د معیار په خټه او تومنه کې ځای نه شي موندلاي. که نوموړي بندیزونه اوقانوني معایر دومره سر پ انیستي او بې انډوله معایر وای نو د ملگرو ملتونو د منشور له ۵۱ مادې څخه د امریکا په جاج او انگیرنې ،  د افغانستان په څیر هر هیواد د امریکا د متحده ایالاتو په گډون تر برید لاندې راتلای شوای  ځکه چې امریکا په خپله ، خپله غیږ کې د داکټر بووش  ( ۱) په گډون نړیوالو جنایتکارانو ته پناه ورکړې چې د کیوبا د هوایي کرښې یوه الوتکه یې والوزوله او په الوتکه کې ټول ناست مسافران یې ووژل .  
 
د امریکا د وسله وال ځواک په برید کې هېڅ ډول قانوني توجیه نه ده لیدل شوی او نه لیدل کیږي. نن سبا د افغانستان په اړوند د هر ډول خبرو اترو پ اوسني چورلیځ دغه ټکي را څرخي : په اوسنیو ستونزو کې د طالبانو زیږنده ونډه او د پښـتـنو د ډیره کي اهریمني ب ل ؛ دا ټول د افغانستان له دودونو څخه د ژروې ناخبرې ، ناپوهۍ ، تأریخي تحریفونو او له بیلتونپالو انگیرنو څخه سرچینه اخلي چې له امله یې اوس له طالبانو او القاعدې سره په یوه او همـمانیز نامه بلل کیږي. په واشنگتن کې د پالیسي د ډگر د زده کووونکو د لید لوري تر مخه دې دا پـرېــړه کرښه باید و ایستل شي چې د پـښتـنـو نشنلیزم او د طالبانو ایډیالوژي دوه بیلې او جلا سکالو دي. هغوی ته دا یادَول هم په ځای دي چې د طالبانو په لېکو کې منځلاري کسان له پخوا هم ول او اوس هم شته. د بیلگې په توگه د طالبانو اکثریت وزیران د بامیانو د کنډو " مجسمو" په نړونه کې د ملا عمر له پریکړې سره په ټکر کې و دریدل خو د سعودي ملایانو د مالي ویري تر گواښ لاندې چې د " داموکلیس د تو ې " *** په شان یې د یو سترگي ملا پر سر گرځاوه ، د طالبانو د وزیرانو هڅې په اوبو کې لاهو شوې.  د طالبانو دا هڅې هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د اسامه بن لادن د استوگنې د ستونزې د هوارۍ په تړاو یې ډیرې هڅې وکړې ترڅو دغه ستونزه له امریکا سره هواره کړي. د طالبانو هر گام او نغوته د بوش او کلنتن د ادارو له خوا په ترخې ژبې و غندل ول. د همدغو غبرگونونو په ځواب کې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل وویل چې  " امریکا له افغانستان سره د جگړې غوښتونکې ده."


د شیکاگو د پوهنتون پوهاند ، او لیکوال رابرت پیپ د ترهگرۍ په اړوند په خپله لومړنۍ څېـړنه کې و لېکل چې د وسله وال مقاومت ۹۸ ٪ لامل په بهرني نیواک کې نغښتی دی او دا ترهگري نه بلکه قانوني مقاومت بلل کیدای شي. نوموړی پوهاند دې ته نغوته کوي چې د طالبانو په کرښو کې یوازې ۵٪ بنسټپاله طالبان دي او ۷۰٪ هغه جنگیالي دي چې یوازې د پیسو لپاره جگړه کوي ، ښايي دغه ۷۰٪ د افغانستان د وگړو د بیکارۍ له هغې سلنې سره تړاو ولري چې کچه یې لا مخکې ۷۰ ٪ ښوول شوې ده. اروپايي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ تنو څخه لږ د القاعدې فعالین پاتې دي. دلته د نامتو انتروپالوژیست او لیکوال ډاکټر نبي مصداق خبره مې په یاد راغله چې " ټول افغانان طالبان نه دي او ټول طالبان القاعده نه دي."

آیا د الـقاعـدې د جرړو په را اېـسـتـنه کې د افغانستان نیواک اړیـن بـرېــښـېــده ؟ دغې پوښتـنې ته په ځواب کې دا ټکي په پام کې ونیسـﺊ : تر هغه ځایه چې وخت او تأریخ په یاد لري پـښـتـنو تـل د هر برید پر وړاندې له ځانه متمدن او منځلاری غبرگون ښودلی دی . سره له دې چې شو ویانو د ټولوژنې جگړه را پیل کړه او د هیواد د وگړو لس په سلو کې یې په وینو کې لیت پیت کړل خو پـښـتـنو له شوروي سره د جگړې په کلونو کې هېڅکله د جگړې کرښې د خپل هیواد له لیکو دباندې و نه غځولې او نه یې د بې گناه وگړو پر وړاندې کوم ترهگر چلند له ځانه  څرگند کړ.  کله چې تزاري او کمونیستو قصابانو د منځنۍ آسیا د مسلمانانو پر وړاندې د منځنۍ آسیا ځپونکی پروگرام تر لاس لاندې ونیو ، همدا افغانستان وو چې نوموړو مسلمانانو ته یې د پناه غیږ پ انیستله. دغه لږکی وو چې له شورویانو سره یې سوداگرۍ ته ملا و تړله.

د نیشه یې توکو د معما حل ته د هوارۍ ارې چارې شته. خو تر ټولو لومړی باید پوه شو چې د " نیشه توکو پر وړاندې جگړه " د " ترهگرۍ پروړاندې د جگړې" په څیر هم له اقتصادي او هم له پوځي اړخه په سیمه کې د نفوذ د موندلو لپاره د یوې پلمې په توگه کارَول شوې ده. طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د دغې ستونزې ټغر ور ټول کړی وو. خو د امریکا یرغل د دې لامل شو چې د نیواک او تیري پر وړاندې مقاومت او د مقاومت مالي اړتیا را و پاروي . کوکنار د جگړې څرخ په خوځښت راولي. له نیشه یې توکو سره د مبارزې کا پوهان وایي چې له نیشه یي توکو سره د مبارزې په لړ کې دولت ته نه ښايي چې د پولیس او پوځ له مټو څخه کار واخلي ، د هوارۍ ښه لاره دا ده چې د نیشه یي توکو تولیدوونکو ته اجازت لیکونه ورکړل شي چې په ټاکلې کچه کوکنار وکري ، د هغوی پر تولیدي توکو دې د درمل جوړولو نخښې و لگول شي ؛  د درد وژلو د درملو بېې په بازار کې ډیرې لوړې دي ، له دې امله د درمل جوړولو په صناعت کې دغو توکو ته کلکه اړتیا لیدل کیږي. له بده مرغه ، د دې لپاره چې د درد وژونکو د ملو بیه په لوی لاس لوړه و ساتل شي د امریکا د درمل جوړولو فابریکې د نېشه یي توکو د ستونزې د هوارۍ د دغه پلان پر وړاندې و دریدلې او په کانگرس کې یې دلالي وکړه.  

د ټولنیز باور برعکس او هغسې چې مخکې ورته نغوته وشوه د طالبانو په کرښو کې منځلارې کسان ول او شته. هغوی په ډیرې آسانۍ پیژندل کیدای شي او د افغانستان د رات ونکي په اړوند په هر ډول خبرو اترو کې باید په پام کې و نیول شي. د هر اړخیزو او د ټولو ښکیلو خوا ترمنځ د خبرو اترو د لړۍ له پیلیدا سره سم دې په افغانستان او پاکستان کې د امریکایي اتوماتیکو ( یو اې وي )  (۲ )  مچـیو " بې پيلوټه الوتکو" بریدونه بند شي. [ ( ایم کیو – ۱ ) او ( ایم کیو – ۹) ] (۳)   بریدگر لــَوگرماشینونه [ ا وتکې ـ ژ] ملکي قراردادي پیلوټان او د هوایي ځواک او د ملي امنیت د گارد پيلوټان چلوي چې پوځي اډې یې ۷۰۰۰ مایله لیرې پرتې دي ، دوی د ملکي ماشومانو او طالبانو تر منځ توپیر نه شي کولای. ملکي ماشومان د کور لپاره پر اوږو ل گي راوړي او طالبان آر پي جي لري خو همدغه ماشومان د برید د لومو ښکار گرځي. پایله دا کیږي چې ډیر بې گناه وگړي ووژل شي.

تش په نامه " متوازي ورانی "  ( ۴) د طالبانو هڅې لا گړندۍ کوي ترڅو نور جنگیالي ځانته و گوماري ؛ د ټولنپیژندنې پوهانو ویلي چې " ناڅاپي " (۵)  یا " ویاړلي گوریلایان" ( ۶ ) هغه ډلې دي چې یوازې د ملکي وگړو د بې ځایه وژنو له امله را پاریدلي او له دغې پاریدنې څخه " ناڅاپي " یا " ویاړلي گوریلایان" را خوټیږي.

د شوروي پر وړاندې د افغانانو د مقاومت د یوې ویاړلې څیرې په انځور کې د مسعود انځورول له تأریخي حقایقو سره په پریکنده ټکر کې ده. راځـﺊ د یوې شېبې لپاره د ځانگړو رسنیو له ځلوبي او څڅوبي څخه د مسعود د میراث د ستاینو وَریا یوې خواته کښیږدو او ځان په دې پوه کړو چې مسعود د روسانو یو مخیز او پیگیر همکار وو. د ۱۹۸۰ز کال د اپریل له مېاشتې وروسته مسعود د شوروي له څلویښتم لښکر سره د پرله پسې تړونونو لړۍ لاسلېک کړې چې د جگړې تر پایه و غځېدلې او په دې توگه له وزبکستانه تر کابله د دویمې لویې لارې خوندیتوب روسانو ته ور په برخه شو ؛ شوروي لښکر و کولای شول چې د جگړې د اړتیا وړ توکي په آسانه له همدغې ځمکني لارې څخه دغه هیواد ته راوړي او د جگړې لمنه لاپسې پراخه کړي. د هغې تر څنگ مسعود د مجاهدینو له نورو ډلو په جگړو کې ښکیل شو ، مسعود د مجاهدینو له هغو ډلو سره جگړې کولې چې شوروي ترانسپورتي کاروانونه یې تر مرگڅپاڼي گواښ لاندې نیول. دغه کار شورویانو ته لا دا شېبه او ځواک په لاس کې ورکړ چې د هیواد نورو سیمو ته خپل جنگیالي ولیږي او د جگړې ډگرپراخه کړي. په دې کې هېڅ شک نشته چې دغه کار نه یوازې د جگړې ډډې او اړخونه پياوړي کړل بلکه د ملکي بې گناهو وگړو د وژنې شمیره یې لا لوړه کړه. 

کله چې مسکو د " کسکد "  ( ۷ ) د عملیاتي پلان تر نامه لاندې د افغانستان د ویشاک یا تجزیې تابیا و نیوله ، شورویانو مسعود ته د افغانستان د شمالي څنډو د مشرتابه خولۍ ور په سر کړه.

مسعود او د شوروي د وسله وال ځواک جنرال " وي آی وارنینکوف " له یو بل سره ډیرې نیږدې او ځانگړې اړیکې درلودلې. کله چې جنرال په افغانستان کې خپله د زوکړې کلیزه لمانځله ، مسعود د خپل شوروي ملگري میلمستیا ته سوغات په لاس ورغی. کله چې ډاکټر نجیب الله د مسعود د ټبر پر ټولولو ټینگار وکړ وارنینکوف ، مسعود د څارگرۍ د یوې کاري آلې په توگه خوندي و ساته او نجیب ا له ته یې وویل :" موږ ته  مسعود د یوه ملگري په توگه دی او ښایي په راتلونکې کې روسیې ته گټور وي." هغه کسان چې غواړي د مسعود د رښتونې پیژندنې د کڅوړې غوټه پرانیزي هغوی ته د مسعود د تړونونو او همکاریو په تړاو د لاندنیو خپرو شویو سرچینو سپارښتنه کوم :

- The Tragedy and Valor of the Afghan, A.A. Liakhovsky, Limited Contingent, Boris Gromov,
- Ghost Wars, Steve Coll,
- The Main Enemy, Milt Bearden,
- Charlie Wilson’s War, George Crile,
- The American Raj, Eric Margolis,
- The Hand of Moscow, Leonid Shebarshin,
- Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, and
- Afghanistan, A Search for truth, Bruce G. Richardson.

د شو وي  له و تلو او د افغانستان له بیا نیواک وروسته د فرانسې د رسنیو یو شمیر غړي ، هالیوود ، د کانگرس غړي او د بریتانیا ( ایم آی ۶ ) چې لا تر اوسه پر خپلو مخونو د پخواني  ښکیلاک د څپـیـړو تودوخه احساسوي ، مسعود د داسې یوه روڼ انډې په انځور کې ستايي چې گڼې د کلاسیکې شاعرۍ په چاپیریال کې یې وَده کړې وه، خو په کابل کې د مسعود یونتوب زموږ مخې ته بل ډول انځور راکاږي ، د یوه وینه بهوونکي ناروغه قصاب انځور چې په کابل کې له شوروي ورسته د مجاهدینو په ځواکجگړه کې یې ځانته د قصابیو او جنسي تیریو په شډل او وحشي چلند کې لاره پرانیستله. 

م اله لیکونکو او ژورنالیستانو ته په پای کې غواړم ټینگار وکړم مخکې له دې چې د ژب – توکمیزو ناندریو او د درغ نو اتلانو په ستاینه کې ډوب شـﺊ  د مقالو له لیکلو مخکې اړ یاست چې خپل مالومات سم چاڼ کړﺉ.

ستاسو منندوی
بروس ریچارډسن

===================================

* Rosie Dimanno
** kidney dialysis
*** Sword of Damocles
په یوناني فرهنگ کې د یوې افسانوي تورې نوم دی چې په خپله گرځیدله او اوس د یوه متل په توگه کاریږي (ژ)
(1)  Dr. Bosch
(2) UAV Unmanned aerial vehicle
(3) MQ-1 and MQ-9
(4) collateral damage
هغه ورانۍ او ویجاړونې دي چې د هغو د ورانونې موخه په پام کې نه وي نیول شوي خو د ټاکلي هدف     
 اخیستل Collateraliss ترڅنگ په یوه کرښه یا م توازي ډول له منځه ځي. دا د منځنیو پیړیو له
شوې او د یو ځایي ماناښندي. د امریکا د پوځ په تأریخ دغه گړویینه د ومړي ځل لپاره د ویتنام په جگړه کې و کارول شوه (ژ)
(5) Accidental
(6) honor guerrilla
(7) Operation Kaskad , каскад

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery