راپورتر : شاون ټنډن
منبع : فرانس
پریس آژانس
نېټه : ۲۰۰۹/۶/۲۴
د امریکا سیمه ییز استاځې په چهارشنبه وروسته له هغو انتقادونو څخه چی وایی د
امریکا تُوندې رسیدګۍ بزګران د طالبانو لمن ته ورټېل وهلي دي ، وویل چی امریکا په افغانستان کی د کوکنارو د مح
وه کولو هڅی سُستي کړي دي .
د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استاځی ریچرډ هولبروک وویل چی د ولسمشر بارک
اوباما ادارې د اسلامی بنسټ پالنی په محوه کولو کی د جورج بوش دټیم په نسبت « مهم اصلاحات » کړي دي . هولبروک د
کانګریس په وړاندی تصدیق کړه چی « موږ د دې پیداوارو په محوه کولو کی خپلی هڅی راټیټي کړي دی – دواپاشی – هغه
تګلاره ده چی زموږ په فکر هیڅ کوم تأثیر نلری . »
ده وویل هغه پیسې به چی سپمېدلي ، د دې موادو وړو راوړو ، د
لویو کاروباریانو تعقیب او د بزګرانو لخوا د نورو عوضی شیانو کرلو ته وقف سی . هولبروک وویل چی « موږ مخدره م
واد نه بلکی د هغه پیداوار بې ارزښته کوو . »
افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه هیرویًین تهیه کوی چی ستره برخه یې
په جنوب کی د هلمند ولایت څخه راځی چی هلته د طالبانو پاڅون د لویدیځو ځواکونو او افغان پوځ پر ضد خونړی کمپاین
مخته بیایی .
انتقادیانو ، حتی په افغانستان کی د ناټو تر مشرۍ لاندی ایًتلاف په دننه کی هم دا بېره څ
ګنده کړې چی امریکا د بزګرانو د دې کلیدی نغدی پیداوارو په محوه کولو سره چی د بنسټ پالو جنګیالیو اصلی مالی
منبع تشکیلوی ، بېوزلي بزګران په لوی لاس د طالبانو لمنی ته وراچوی .
هولبروک وویل چی « هغه په س
ګونو او سلګونو ملیونه ډالره چی موږ د پیداوارو د محوه کولو لپاره مصرف کړي ، طالبانو ته هیڅ ډول زیان نه دﺉ
پېښ کړﺉ . بلکی برعکس د هغوی جلب او جذب یې نور هم ډیر کړی دی . » دغه تجربه کار او مذاکره وال امریکایی وویل چی
« زما د تجربې پر اساس دا کار تر اوسه تر ټولو لږ اغیزمن پروګرام ثابت سوی دی . »
هولبروک دا هم وویل چی د
اوباما ادارې افغانانو ته د عوضی روزي لپاره زراعتی کومک ډیر کړی دی . خو دا څرګندوَنه یې د بوش د جمهوریت
غوښتونکې استاځی مارک سووډر لخوا د چلنج سره مخامخ سوه چی داسی یې وویل : افغانستان هغه وخت لا « د نړۍ ښېرازه م
ځکه » وه چی کوکنار د دومره ګټی وړ نه وو ګرځېدلي . سووډر زیاته کړه چی « د نورو عوضی نباتاتو د کرلو د انګېرنی نه
علاوه باید د هیرویًینو د کرلو لپاره غیرهڅوَنی موجودی وی . دا کفایت نه کوی چی ورته وویل سی د دې لپاره چی نور
ډیر ډالرونه هم درکړو ، نو جواری وکرﺉ . »
د آسیا لپاره د دفاع د وزارت مرستیال ، جنرال چیپ ګریګ سن وویل
چی د اوږدې مودې حل د افغانستان امنیت او اډانه ورسمَوی تر څو د ډیر قانونی زراعت باعث وګرځی . ګریګ سن دغی استم
اعیه غونډې ته وویل چی « په خپل سر له منځه وړل کروندګر زیانمن کوی . هغه خلک چی د مخدره موادو څخه روپۍ تر لاسه
کوی ، اصلأ ګذاره کونکي بزګر نه دي ، بلکی هغوی وسطی کسان یعنی دلالان دي . »
طالبانو هغه مهال د تریاکو
تولید د آسمان څخه مځکی ته راکښته کړ چی په افغانستان کی یې د خپل پنځه کلن واک پر مهال د اسلام سرسخته طریقه تح
میلوله څو چی د سپټمبر د یوولسمی د حملو په نتیجه کی د امریکا په مشرۍ د پوځی عملیاتو په اثر بېواکه سول .
خو
تر هغه راوروسته د تریاکو تولید د یو داسی لوی صنعت بڼه اخیستې چی د ځینو کارپوهانو د اټکل له مخی د کاله ۱
۰ ملیونه ډالره عاید راوړی او د طالبانو د مالی منبع اصلی برخه جوړوی .
د ملګرو ملتونو د مخدره م
وادو او جرمونو د څانګی ریًس انتونیو کوستا وویل چی په افغانستان کی د دې پیداوارو محوه کولو څه فایده نه ده
کړې او بهتره اغیزه به یې هله وی چی اصلی اهداف یعنی لابراتوارونه پسی راواخیستل سی .
کوستا په واشنګټن کی د
مخدره موادو په هکله د ملګروملتونو د کالنی راپور د وړاندی کولو پر مهال وویل چی د مارکیټ قدرت هم مرسته کو
ای سی . ده وویل چی افغانستان د نړۍ تر اړتیا دوه چنده زیات تریاک تولیدوی چی دا کار نرخونه راکښته کوی . کوستا
زیاته کړه چی « موږ اساسأ داسی شرایط غواړو چی د هغو له مخی بیې دومره کښته سی ترڅو بزګران مجبور کړی چی کوم بل
شیً وکری . » پای