مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-30   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

واشنګټن پوست: وزیرستان کې نوي پیلیدونکي جګړه

 

سرچینه: واشنګټن پوست ام یکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس  جلالزی


د  واشنګټن پوست امریکایۍ  ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې  د اوسني پاکستان د وزیرستان د روانوحالاتو په اړه یوه مقاله خپره  کړي ده.
د ورځپاڼي  په لیکنه چې په صوات  کې تر  وروستیو عملیاتو را وروسته اوس د سیمې  حالات داسي ښکاري چې د وزیرستان په افق کې نوي جګړه پیلیدونکي  ده خو پاکستانی حکومت د دغې جګړې د پیل دمخه په ډیر دقت او زراکت سره ګامونه پو ته کوي.
واشنګټن پوست لیکي اویا کاله دمخه دغلته په همدې سیمه کې بریټانویان حاکم ول خو د وخت یو سیمیز مشر مرضاعلي خان چې په فقیر  اې پي مشهور وو د هغوي پر ضد بلوا پیل کړه.
د ورځپاڼي په باور دغې جګړې لس کاله  وخت ونیو او په پای کې  بريټانویان له سختو تلفاتو وروسته په  دې  متقاعد شول چې دغه سیمه  پریږ دي.
ورځپاڼه وړاندي لیکي چې پاکستانی حکومت اوس د ځايي طالبانو د مشر بیت الله محسود پر ضد یوې پراخې حملې ته تابیا نیسي.
که څه هم پوځ دمګړۍ نه غواړي چې ناڅاپه او په یوه وار د محسود د له  مینځه وړلو لپاره د  عم   ډګر ته ور ودانګي خو پاکستانیو هوايي ځواکونو له څو اونیو را پدې خوا د بیت الله محسود شکمن پټن ځایونه بم بار  کړي دي او غواړي چې نوموړی په دغو بریدونو منظوي کړي.
واشنګټن پوست لیکي:  پلي پاکستاني ټولګي هم د وزیرستان یو شمیر سیمو ته رسیدلي او غواړي چې د بیت الله محسود او د هغه د مهمو جګړمارو قوماندانانو د تيښتې  لاري ګودرې وتړي چې تر ډیره بریده خپلې  دغې موخې ته رسیدلي هم  دي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه د خپ ې  دغې مقالې په وروستۍ  برخه کې  د یوه ځايي مشر رویدارخان هغه وینا ته اشاره کوي چې وایې، د وزیرستان جګړه په روانو حساسو حالاتو کې ډیر  وخت، کافي  امکاناتو او لازمو پلانونو ته اړتیا لري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery