مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

CBS : طالبانو یو امریکایی عسکر نیولی دی

ژباړن : نثار احمد صمد

منبع : سی بی ایس نیوز ( امریکا )
نېټه : ۲۰ ۹/۷/۲

د طالبانو یو قوماندان د « سی بی ایس نیوز » خبریال سمیع یوسفزي ته په پنجشنبه ویلي چی طالبانو یو امریکایی عسکر او درې افغانان په پکتیکا ولایت کی نیولي دي . د امریکا پوځی نطاق هم په کابل کی دا تصدیق کړه چی د دوی یو پوځی د جون د دیرشمی راهیسی ورک دی .
جګړنی الیزابت متیاس په پنجشنبه سی بی ایس نیوز ته وویل چی « یو امریکایی عسکر په افغانستان کی د جون د دیرشمی راهیسی ورک دی او ګومان کیږی چی هغه به جنګیالیو نیولی وی . »

د طالبانو قوماندان د سټیلایټ تلیفون په ذریعه د سی بی ایس نماینده یوسفزي ته له همدې سیمی څخه وویل چی د دوی یوې ډلی دغه امریکایی عسکر او د هغه افغانی ملګري امریکایی اډې ته نږدې په یو کونج کی راګیر او پسی یرغمل کړل . ده وویل چی د نیول سوو کسانو برخلیک به د طالبانو مشران کوی خو ممکن هغوی د بندیانو سره تبادله سی .
دغه قوماندان سی بی ایس نیوز ته وویل چی « دا دوسیه به سراج الدین حقانی ( یعنی په افغانستان کی د طالبانو یو لوی قوماندان ) او د طالبانو لویی مشرتابه ته وسپارل سی .»

دا یرغمل نیونه د امریکایی پوځ د هغه لوی پوځی عملیات په جریان کی پیښیږی چی په هلمند ولایت کی راپیل سوی او ۴۰۰۰ امریکایی پوځیان برخه پکښی لری تر څو طا بان مات کړی .
پوځ د دغه نیول سوي عسکر د پیژندنی نور معلومات ور نکړل او دا هم نه وایی چی هغه چیری مستقر و . خو نړیوال امنیتی ویب سایټ وایی چی په پکتیکا کی د امریکا مخکښه عملیات کونکې اډه « ارګون ـ اي » نومیږی چی په دې وروستیو کی یې د پوځیانو تعداد خورا زیات سوی هم دی .

د طالبانو یو لوی قوماندان وروسته په عامه سره خپرونو ته د دې نیونی ادعا د یوې رسمی اعلامیې له لاری خپره کړه . د سی بی ایس نیوز نماینده خالد واصف راپور و کوی چی قوماندان ملاسنګین ځدراڼ په افغانستان کی د حقانی د ډلی سره یو ځای سوی دی . ځدراڼ د پکتیکا ولایت د طا بانو متصدی دی .

راپور زیاتوی چی ځدراڼ تیره میاشت د پاکستان په قبایلی سیمو کی دوه ځله د امریکایی بې پیلوټه طیارو د حملې هدف ګرځېدلی و. د جون پر ۲۴ ځینی راپورونه ورکول سوي وو چی نوموړی په جنوبی وزیرستان کی د جنازې د مراسمو په ترڅ کی د نورو قوماندانانو په شمول د دې حملې له امله وژل سوی دی . خو ځدراڼ دا راپورونه رد کړي او وایی چی نه جنوبی وزیرستان ته د جنازی لپاره تللی او نه هم کوم زیان ورته رسېدلی بلکی روغ رمټ دی .
دا په افغانستان کی لومړنۍ پېښه ده چی طالبان  امریکایی عسکر نیسی . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery